ژباړه: محب الله آرمل
که مضطرب ياست، نو د آرامو ماشومانو د لرلو توقع مه لرئ. که موږ خپله بې پلانه، بې نظمه او بې پروا و اوسو نو د منظم ماشوم د لرلو آرزو مو عاقلانه نده، که په کور کې ترش او تند ناست وو، جر و بحث او پوچ و سپک وايو خامخا به بې تربيه ماشومان ولرو.
د ماشوم په روزنه کې بايد پوره پام وشي، د ماشوم کورنۍ لکه د مېوې ونه ده، که دغه ونه په هر آفت اخته کيږي يا اخته وي تاثيرات يې په مېوه کې هرو مرو احساسېدای شي.
يو هوښيار کروندګر د دې لپاره چې روغ حاصلات تر لاسه کړي، ورته پکار ده چې ړومبی په ونه خواري وکړي د ناروغيو درملنه، کوډونه او سرې ورکاندي، کله چې ونه له آفاتو پاک شوه بيا کروندګر د روغې مېوې توقع کولی شي. کورنۍ هم همداسې دي، کټ مټ لکه مېوه لرونکې ونې که مشکل ولري د سالم ماشوم د لرلو تمه نشي ترې کېدای . نو چې داسې ده والدينو ته ښايي اصلاحات ومني، قوانين ومني، بيا يې په خپلو ماشوم هم منلی شي .
که تاسې اوس ماشومان نه لرئ يا مو واده نه وي کړی، په راتلونکې کې خو د ماشوم د لرلو او واده کولو هليه خامخا لرئ، نو ښه ده سر له اوسه په ځان کې مثبت تغيرات راولئ، بې ځايه غوسې، بې پروايي، خپل سري… غفلت هېر کړئ .
که واده لرئ او کورنۍ مو جوړه کړې وي، د دې پرځای چې بې ځايه شور مشور وکړئ په ځانګړې توګه له ماشوم سره د چلندونه په برخه کې، نوښه ده په ځان کې بدلون راوستو ته تيار شئ . دا لاندې عادتونه که لرئ نو بلکل يې هېر کړئ.
۱ ـ تاسې د ماشوم له غوښتنو سره سمې خبرې کوئ او که هغوی مسخره کوئ !؟
۲ ـ آيا له خپل ماشوم تمه لرئ چې همېشه من و اوسي !؟
۳ ـ آيا خپلو ماشومانو ته واييۍ چې يوازې هغه وخت در باندې ګران دي چې سم کارونه يې ترسره کړي وي !؟
۴ ـ آيا په خپلو ماشومانو پسې د دوی په نشتون کې له خپلو جوړو ( مېرمن ، خاوند) سره خبرې کوئ !؟
۵ ـ تر اوسه مو خپلو ماشومانو ته د ( غال مغالي)، ( بې تربيه )، ( ټنبل)، ( ډارن) … يا نور ورته نومونه اخستي دي !؟
۶ ـ له خپلو ماشومانو سره په بيړه خبرې کوئ او په چټکۍ ځواب ور کوئ !؟
۷ ـ آيا خپل ماشوم د نورو له ماشومانو سره پرتله کوئ او يا نور ماشومان ورته الګو کوئ !؟
۸ ـ په ماشومام په زوره چيغې وهئ، چې له خپل کشر ورور سره په عصبانيت خبرې ونکړي !؟
۹ ـ آيا د ماشوم پر وړاندې سيګريټ يا نور ورته نشه يې توکي کاروئ!؟
۱۰ ـ آيا د ماشوم په وړاندې له دروغو، چل، دوکې … کار اخلئ!؟
۱۱ ـ آيا د ماشوم پر وړاندې بې ادبه خبرې اترې، انتقادونه، قضاوتونه… او نور بد اخلاقه عمال تر سره کوئ !؟ ….
دا هغه سوالونه دي چې ستاسې د ماشوم روزنې مهارت ارزوي، که دا پورته چلندونه کوئ نو درته پکار ده چې په ځان کې بدولون را ولئ او ټول هغه سوالونه چې پاس زکر شول ځواب کړئ. د امکان په صورت له هغه ټولو ناوړه عادتونو چې د ماشوم په بېلارکولو کې رول لري لومړی خپله ځان وساتئ. او کنه چې څنګه غر هسې يې کربوړي.
۱۳۹۴-۱۱-۱۱