لیکنه: الهام الله
اصلاح د ویبسټر نړیوالې ډکشنري په وینا هغه ادلون بدلون چې د غوروالي سبب شي. له همدې امله د حکومت اصلاح د ادارې یا ارګان غوروالي لپاره اساسي اصل ګڼي او ترسره کیږي.
ولې حکومتي اصلاح؟
اتباع، اړونده ذیدخلو ګټه اخیستونکو او نورو فشارونو په ځواب کې ، د داخلي کیفیت لوړوالې چې موثریت او شفاف مثمریت
او حساب ورکوونې سبب شي ښه حکومتداري بلل کیږي.
اصلاحات تر کومې کچې پورې تمه کیږي؟
اصلاح معمولي توقع تر کچې یا مطلق بدلون، لکه څنګه چې خصوصي سکټور یې رامنځته کوي.
موږ په حکومتي اداره کې څه بدلون راوړو؟
د وړتیا او چلند بدلون راوړو.
ښه حکومتداري
ښه حکومتداري د عامه خدماتو څخه جوړه ده چې خدمات اغیزمن، قضاییه سیستم باوري وي، او هره مسوله اداره د حساب ورکولو اصل عوامو ته ولري. [نړیوال بانک].
د نړیوال بانک مطابق د ښه حکومتدارې عناصر:
• د عامه سکټور مدیریت کلک ټنګار په مالي او بشري منابعو مدیریت باندې.
• په عامه خدمتونو کې احتساب په شمول اغیزمن حساب ورکول، پلټنې یا تفتیش او غیر مرکزیت
• حقوقي کاري مخکې وړاندیز شوې چوکاټ چې مخکې له مخکې پیژندل شوي وي یعنې خپلواک قضايي قوې
• د پالیسۍ شننې لوړولو لپاره د معلوماتو او شفافیت شتون، د عامه بحثونو پیاوړتیا او د فساد خطراتو کمښت