ژباړه: وحيد الله اورياخېل
په کلي کې دوه ملګرو ژوند کاوه، یو جانسون او بل پېټر نومېده. دواړه له ماشومتوب څخه بيا تر ځوانۍ پورې یو ځای اوسېدل. د دوی ملګرتیا دومره خوږه وه چې خلکو به فکر کاوه چې دوی سره ورورڼه دي.
حال دا چې په څېره کې هېڅ یو، بل ته ورته نه وو خو د خلکو شک ځکه و چې دواړو له يو بل سره بې کچې مینه لرله. دواړه خواږه ملګري وو چې د زړه رازونه، د ژوند ستونزې او هره نادوده به يې یو له بله سره شریکوله خو کله نا کله به جانسون پرته له دې چې پېټر ته ووایي ځينې خبرې به يې له نورو ملګرو سره هم شریکولې.
کله به چې پېټر پوه شو په زړه کې به خوابدی و خو په خوله يې جانسون ته څه نه ویل، له جانسون سره به مخامخ شو، هڅه يې کوله ترڅو د ده په خوابدتیا پوه نه شي، نه چې دا خپګان يې تر مېنځ د لرېوالی لامل شي.
کلونه تېر شول پېټر واده وکړ ځان ته يې ژوند جوړ کړ خو د جانسون او پېټر ملګرتیا لا هماغسې روانه وه. آن چې خوند يې ورځ تر بلې ډېریده. یوه ورځ پېټر غوښتل له خپلې کورنۍ سره ښار ته لاړ شي، جانسون ته يې وویل:
زه د څه کار له پاره ښار ته ځم، زما تر راتلو پورې دا یو څه روپۍ درسره وساته. جانسون روپۍ واخستي او د کور تر دروازې له پېټر سره لاړ، له پېټر سره يې مخه ښه وکړه.
ورځ تېره شوه جانسون له ملګرو سره په منظره لاړ، ماښام د جانسون تلوار وه ویل يې زه باید کورته ولاړ شم.
ملګرو يې وویل:
نن څنګه وختي کور ته روان يې؟
جانسون وویل:
ځم چې پېټر خپلې روپۍ له ما سره اېښي دي باید سمې يې ورته وساتم. له مګرو سره يې مخه ښه وکړه. کور ته لاړ، کور ته ورسېد د ماښام ډوډۍ يې وخوړه په تلوار د خوب خونې ته لاړ د پېټر د روپو صندوق يې تر سر لاندې کړ او ویده شو.
له پېښې څه خبر و، نيمه شپه غله راغلل روپۍ يې له ځانه سره یوړې، جانسون چې کله له خوبه پاڅېده پوه شو له ډېرې خواشینۍ څخه نږدې وو سکته وکړي.
که خپل کور، مال، هرڅه خرڅ کړي بیا هم نه شې کولای د پېټر د غلا، شوو روپیو تاوان پوره کړي له ډېرې خوابدتیا څخه يې ټوله ورځ په ډودۍ څکه ونه کړه.
مازیګر قضا وو چې د پېټر غږ يې تر غوږ شو. له خونې بهر شو، خپله پېټر راغلی و، ترڅو خپلې روپۍ کور ته یوسي. جانسون ټوله کیسه ورته وکړه. خو پېټر چې ولیدل ملګری يې خوابدی او په قهر دی. ويې خندل.
په خندا خندا کې يې وویل:
پوهېدم پوهېدم چې بیا هم خپل خوله نه شې نيولای خو هېڅ خبره نه ده، زه پوهېدم چې داسې څه به پېښېږي. زه د داسې يوې پېښې په اړه له وړاندې پوهېدم.
صندوق کې مې یو څو د اوسپنې سيکې کېښودې. او اصلي روپۍ مې په خپل کور کې وساتلې.
پوهېدم چې له دې به ټول خبرېږي او ته به دې نورو بې باوره ملګرو ته وایې چې د پېټر روپۍ له ماسره دي.
هیله ده له ما خوابدی نه شې ځکه زما کور اوس هم ستا تر کور په امن کې دی. دا کار مې ځکه وکړ چې نور دې د زړه راز چاته ونه وايې، په هغه چا چې باور نه لرې هېڅ کله دې هم د زړه راز مه ورته وايه، دا پېښه ستا له پاره يو درس و.
[review]