د عکاسۍ په اړه څو مهم ټکي
ژباړه: حبيب وقار
ښه او لايق عکاس اخيستونکي د عکاسۍ د تخنيکونو او هم د وړو ټکو د د پلي کولو له پاره ډېر حساس دي. د کمزورو تخنيکونو له امله ډېر لوړ ارزښت لرونکي عکسونه له منځه ځي، دلته څو ټکو ته اشاره کېږي چې بايد د عکاسۍ په وخت کې پام ورته وشي.
لومړی، عکس چې اخلۍ نژدې ورشئ:
د عکاسۍ ډېری مينه وال د عکاسۍ په وخت کې له موضوع څخه ډېر لرې کېږي، له لرې زاويې او ځايه عکس اخلي دوی فکر کوي چې له لرې به ښه عکس راځي.
د لېنز له لرې ورته وګورۍ! دا ډېر ارزښت لري. په ځانګړې توګه کله چې د خلکو عکس اخلئ. کسبي عکاسان د څېرې د عکاسۍ له پاره له ۸۵ څخه بيا تر ۱۰۵ ملي متري پورې لېنزونه کاروي. ډېری غيرکسبي کامرې ۳۵ ملي متره لېنز لري.
دويم، په عکس کې د کسانو ځايول:
په عکس کې د کسانو ډېرول موږ ته چاپېريال او مفهوم ښيي. دغه کار د عکس له شاوخوا سره زموږ د اړيکې ټينګول آسانه کوي چې ځينې وخت موږ ته د اندازې لويوالی او کوچنی والی په ډاګه کوي. دا چې عکس لوی واخلو که کوچنی، شاوخوا لږ په کې راولو که ډېره او همداراز د عکس بکګرونډ يا د عکس د شا منظره څه ډول راولو.
درېيم، حرکتونه ښکار کړئ:
مه ورته واياست چې ستاسې د عکس له پاره ودرېږي او منظم شي. هغوی په خپل حال پرېږدئ او له ښکلو ښکلو او په زړه پورې صحنو څخه يې عکسونه واخلئ. د لحظو ښکار وکړئ، هغه عکس چې تاسې د لحظې په ښکار کې اخلئ هېڅ کله يې هم په منظم او آرام حالت کې نه شی اخيستی.
څلورم، په ساده چوکاټ کې عکس واخلئ:
که د تصوير له پاره آسانه جوړښت يا شاوخوا په نظر کې ونيسو، له شاوخوا څخه مو پوهه او معلومات ډېرېږي. که د يوه تصوير (Back Ground) بکګرونډ يا شاتنۍ منظره ساده او اسانه وه ليدونکی له ګنګس والي سره نه مخ کوي. ننداره کوونکي ته وخت ورکوي چې د موضوع په اړه پوره فکر وکړي او خپل معلومات په آسانۍ سره بشپړ کړي.
نور بيا…
[review]