لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
اعتکاف له هغې ناستي، ایسارېدلو یا تم کېدلو څخه عبارت دی چې په مسجد کې د یوه خاص نیت پر بنسټ د ځانګړو ادابو او شرایطو سره سم د مومن بنده له خوا صورت مومي چې موخه یې په خلوت او تنهایۍ کې د خدای (ج) عبادت، الهي ذات ته تقرب، دعا کولو او نږدېوالی دی. اعتکاف د اسلامي امت د علماوو د اجماع له مخې روا او مستحب عمل ګڼل کېږي.
د اعتکاف رمز او حکمت
په دې کې شک نشته چې د خدای (ج) عبادات له یو شمېر داسې اسرارو، رمزونو او حکمتونو څخه ډک دي چې انسان د خپل دنیوي او اخروي ژوند د روښانه مستقبل په لوري بیايی خو د دې خبرې یادونه اړینه ده چې په عباداتو کې د انسان زړه او نیت ته ډېر زیات اعتبار ورکول کېږي او اصلي خبره دا ده چې د هرڅه وزن د انسان د زړه د نیت پر بنسټ کېږي. پیغمبر (ص) فرمایلي دي: (په دې خبره خبردار اوسی چې د انسان په بدن کې د غوښې یوه ټوټه ده او دغه ټوټه زړه دی، که چېرې هغه اصلاح شو نو د انسان ټول بدن ورسره اصلاح کېږي او که چېرې هغه فاسد شو نو د انسان ټول بدن ورسره فاسدېږي، خبردار چې دغه ټوټه زړه دی) رواه البخاري. ډېر داسې پېښ شوي دي چې زړه هغه مهال د فساد په لوري میلان پيدا کوي چې کله په بېځایه افواهاتو او چټیاتو ملوث شي، د خدای (ج) له دربار څخه ځان لرې احساس کړي، په بې سارې توګه د شهواتو، خوراک او چښاک نړۍ ته مخه کړي. همدارنګه زړه هغه مهال نقصان مومي چې انسان له خپل ځان څخه له اړتیا پرته د خوب ګوډۍ جوړ کړي، بېکاره شي او د خدای (ج) عباداتو ته شا و ګرزوي. نو له همدې کبله خدای (ج) د خپلو عباداتو په وسیله انسان د حقې لارې تعقیب ته رابولي څو خپل ځان، خپل عمل، خپل کړه وړه او خپله نړۍ اصلاح کړي چې د رمضان په میاشت کې اعتکاف د داسې یوې لارې د پیدا کولو لپاره ډېره ښه وسیله ګڼل کېږي. د ساري په توګه روژه د ورځې له خوا مسلمان ته اجازه نه ورکوي چې خوراک یا چښاک وکړي او یا له خپلې مېرمن سره جنسي اړیکې و نیسي نو له همدې څیزونو مخنیوی زړونو ته داسې انعکاس ورکوي چې د هغه څیزونو پروا و نه کړي چې د انسان د سیرت د پاکوالي په لاره کې د یوې محددوې زمانې لپاره یې نه کول ګټور ثابتېږي. په اعتکاف کې همدارنګه د زړه داسې درمل شته دی چې هغه ګواکي له شهواتو او بې پروایۍ څخه د خدای (ج) په لوري ورمات او هغه دنیوي نعمتونه یې تر خپل نظر په وړاندې ناڅیز و ګرځي چې انسان د خپل ژوند په بهیر کې له مناسبې اندازې څخه په زیات اهمیت ورته قایل وي. د اعتکاف پر مهال غالبا انسان یوازې کښیني، د الله (ج) ذکر کوي، لمونځ ادا کوي، د قرآن کریم تلاوت کوي، او د خپل دنیوي او اخروي ژوند د سمون په لاره کې دعاګانې کوي. همدارنګه کله چې یو مسلمان روژتی اعتکاف ته داخل شي نو له ډېر خوب کولو څخه ځان ژغوري، د خپلې ورځې او شپې زیاته برخه د خدای (ج) په عبادت، ثنا او د قرآن کریم په تلاوت تېروي څو د خپلو ګناهونو د مغفرت لپاره د ستر پروردګار دربار ته د زاریو منګولې اوچتې او خپل ځان د الله (ج) دربار ته ور نږدې کړي.
د اعتکاف او روژې تر منځ یووالی
په دې کې شک نشته چې د زړه د روزنې اسباب د هغه عمل په وسیله ممکن دي چې یو انسان له نورو لارو څخه د خدای (ج) د غوره اطاعت، بندګۍ او عبادت لارې ته را بولي او نوموړی عمل هغو ټولو نیکو اعمالو ته ښه راغلاست وايي چې د خدای( ج) رضا پکې موندل کېږي نو له همدې کبله پخوانیو اسلامي پوهانو د روژې او اعتکاف تر منځ ګډون مستحب او ښه کار ګڼلی دی. د ابن القیم څخه روایت دی: (داسې هیڅ نښه په تاریخ کې نشته څو ثابته کړي چې پیغمبر (ص) دې پرته له اعتکاف څخه د رمضان میاشت بشپړه کړې وي). همدارنګه حضرت عایشه (رض) فرمایلي دي: (چې اعتکاف پرته له روژې صورت نه مومي) رواه ابو داود. همدارنګه لوی خدای (ج) په قران کریم کې هم اعتکاف له روژې سره یو ځای ذکر کړی دی نو د نبوي سنتو مطابق غوره خبره دا ده چې اعتکاف د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې تر سره شي. د عایشې (رض) څخه روایت دی وایې: (چې پیغمبر (ص) به د روژې وروستۍ لس ورځې اعتکاف کاوه او نوموړی کار یې تر هغه مهاله وکړ چې الله (ج) یې هغه روح قبض کړه نو وروسته له هغه به د پیغمبر (ص) ازواج مطهرات یا بیبیانو اعتکاف کاوه) رواه البخاري. په یو بل روایت کې راغلي دي په هغه کال چې خدای (ج) د پیغمبر (ص) روح قبض کوله نو هغه (ص) د رمضان دمیاشتې وروستۍ شل ورځې اعتکاف کړی دی) رواه البخاري.
پر اعتکاف ټینګار
لکه مخکې چې یادونه وشوه په هغه کال چې لوی خدای (ج) د پیغمبر (ص) روح قبض کوله نو هغه مبارک د ځینو ځانګړو اسبابو له کبله د رمضان وروستۍ شل ورځې اعتکاف کړی دی چې په لاندې ډول وړاندې کېږي:
لومړی: جبراییل (ع) په دې کال قرآن کریم دوه ځلې ورته تکرار او تدریس کړی دی، نو د دې لپاره چې هغه په غور سره واوري اعتکاف یې د دې موخې لپاره غوره محل ګڼلی دی څو د اورېدلو او تکرار څخه یې ډاډمن وي.
دویم: پیغمبر (ص) غوښتل چې نېک اعمال یې زیات شي او نېک اعمال هغه مهال ډېرېږي چې په یوه مناسبه فضا کې د خدای (ج) عبادت او بندګي په ښه شکل سره سرته ورسوي. همدارنګه د خپل ځان، اسلامي امت او ټول انسانیت د سعادت لپاره دعاوې وکړي.
دریم: دا کار یې لوی خدای (ج) ته د شکر او مننې د مراتبو د وړاندې کولو په موخه کړی دی چې اسلامي امت ته یې د نېکو اعمالو، ښوونې، جهاد، لمونځ، ګڼو مهربانیو، د قرآن نزول او نور داسې ډول ډول نعمتونه ډالۍ کړي دي چې په اجرا سره یې د دې امت د وګړو د نېکو اعمالو تله درنېږي.
د اعتکاف څرنګوالی
غوره خبره ده چې د اعتکاف محل ته یو مسلمان د رمضان د میاشتې د شلمې روژې په شپه له افطار یا روژه ماتي وروسته داخل شي او کله چې د شوال د میاشتې د داخلېدو لپاره د هلال د لیدلو سره سم د کوچني اختر اعلان وشي نو اعتکاف کوونکي د خپل اعتکاف بستره ټولوي او خپل کور ته تشریف وړي.
د اعتکاف آداب
د اعتکاف پر مهال یو مسلمان، دعاګانې کوي، که لیکوال وي لیکنې کوي، مطالعه کوي، د قرآن تلاوت او د لوی خدای (ج) ذکر کوي. همدارنګه اعتکاف کوونکی مسلمان د پوهانو نېکو موعظو، د قرآن کریم تفسیر او د نبوي سیرت درسونو ته غوږ ږدي. اعتکاف کوونکی کوښښ کوي چې د اعتکاف پر مهال له خپلو دنیوي امورو لکه سوداګري، بزګري او داسې نورو سره ډېر کم تماس و نیسي بلکي د دې چارو د سمون لپاره یو بل چا ته دنده و سپاري او که چېرې بیا ډېره اړتیا پیدا کېږي نو کولای شي چې خپل اعتکاف مخکې له مخکې پای ته ورسوي او هغه دنیوي چارې اجرا کړي چې له ده پرته یې اجرا کول ناشوني وي. همدارنګه اعتکاف کوونکی د خپل اعتکاف پر مهال د آخرت په هکله فکر کوي او د خپل خدای (ج) دربار ته د دعاګانو او زاریو ځولۍ غوړوي. اعتکاف کوونکی کولای شي چې د اړتیا پر مهال غسل وکړي، ځان پاک کړي او د خپلو جامو د پاکوالي هم ځانګړی خیال وساتي. اعتکاف کوونکی د اعتکاف پر مهال د داسې څیزونو له خوړلو ډه ډه کوي چې بوی یې د ډېر وخت لپاره په جومات او د اعتکاف په ساحه کې پاتې کېږي او یا بوی زیږونکي وي څو د نورو مسلمانانو د اذیت باعث و نه ګرزي او له خپلو ملګرو سره د اعتکاف پر مهال د دنیوي امورو په هکله له اوږدو بحثونو څخه ځان ژغوري. په همدې توګه اعتکاف کوونکی تر هغه مهال پورې خپلې مېرمنې ته د جنسي اړیکو د تماس له کبله نه نږدې کېږي چې د اعتکاف مرحله یې پای ته نه وي رسېدلې. لوی خدای (ج) فرمایلي دي: (تاسو مه نږدې کېږی خپلو مېرمنو ته په هغه وخت کې تاسو په جوماتونو کې اعتکاف کوونکي یاست) سوره البقره آیت ۱۸۷
د اعتکاف محل
اعتکاف د مسلمانانو په هر مسجد کې روا دی او د هر مسجد په یوه کونج کې اعتکاف کوونکی کولای شي ځان ته یوه پرده ولګوي او خپل اعتکاف بشپړ کړي. که د چا وس او توان رسېږي نو د مکې مکرمې او مدینې منورې په حرمینو کې اعتکاف کول زیات اجر لري. د دې سلسلې بله برخه به ژر خپره شي له موږ سره اوسی…