لیکنه: حمدالله همدرد
افغانستان د نړۍ هغه وروسته پاتې هیواد دی چې ۳۳،۴ ملیونه نفوس لري (۲۶،۳٪ نفوس یې په ښارونو کې ژوند کوي چې په ۲۰۱۶ کال کې ۸۸۸۰۲۳۴ نفره په ښارونو کې ژوند کوي)، او د نړۍ ۰،۴۴٪ نفوس تشکیلوي چې د نفوس له مخې افغانستان د نړۍ څلویښتم (۴۰) هیواد دی. په افغانستان کې د نفوس تراکم ۵۱ نفره في کیلو متر مربع دی. د اوسني افغانستان ټول مساحت ۶۵۳۰۳۲ کیلو متر مربع دی. په افغانستان کې د عمر میډیان یا اوسط ۱۷،۸ کاله دی. په افغانستان کې د سواد کچه ۳۸،۲٪ ده او نور پاتې وګړي یې بیسواده دي. ددې ټولو تر څنګ په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د حکومت له سقوط څخه را پدیخوا تر سږ کال (۲۰۱۶) پورې افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د نړۍ په کچه تر ټولو زیاتې نړیوالې مرستې (مالي، نظامي او تخنیکي) تر لاسه کړې دي. نړیوالې مرستې تر یوې کچې د هیواد په ګټه تمامې شوې دي او د ګټو تر څنګ یې ځیني تاوانونه هم درلودل لکه د ځینو خاصو کړیو سره خاص ملاتړ او له هغوی څخه زورواکې، فاسد او غله جوړول چې دا د نړیوالو مرستو یو بد خاصیت بللی شو. ځکه چې همدا زورواکي چې د نړیوالو مرستو په تر لاسه کولو سره دې موقف او حالت ته رسیدلي دي کله نا کله د حکومت په مقابل کې د موازي حکومت چارې پر مخ بوځي او حکومت یې هم مخنیوی نشي کولی. ددې هر څه تر څنګ افغانستان یو له هغو نا امنه هیوادونو څخه دی چې د کوکنارو او مخدره توکو په کښت او صادرولو کې ځانګړی شهرت لري.
کله چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د ۹/۱۱ د پیښي د عاملینویعني القاعده د له مینځه وړلو په بهانه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر خلاف مداخله وکړه او پر افغانستان یې جنګ پیل کړ چې په پایله کې د طالبانو حکومت په څو هفتو کې له مینځه لاړ او د بن د کنفرانس د پریکړې پر اساس حامد کرزی د انتقالي دورې مشر وټاکل شو چې بیا وروسته د مؤقتې دورې او بلآخره د ۲۰۰۴ کال د اساسي قانون د تصویب څخه وروسته یې د ۲۰۰۵ کال په ټاکنو کې بریا خپله کړه چې د دوهم ځل لپاره په ۲۰۰۹ کې هم بریالی شو او تقریباً دیارلس کاله یې په هیواد کې د شته غلو، قاتلانو، سیاستمدارانو، مظلومانو، ظالمانو، مامورینو، او د افغانستان د ټولو وګړو د چارو واګې په لاس کې درلودې. په دې څوارلسو کلونو کې حامد کرزي په هیواد کې د ننه د نظام د ځینو برخو لپاره تهدابونه کېښودل چې راتلونکي حکومتونو ته یې څه نا څه د حکومت کولو لپاره لاره هواره کړه یعنی د ټاکنو رواجول، د ټاکنو لپاره د کمیسیون جوړول، د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون را مینځته کول، د افغانستان لپاره د پراختیایي سټراټیژۍ جوړول او د هغې تطبیقول، د قضاء او د څارنوالي په پښو درول، د ولایتي شورا، پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو په بریالیتوب سره تر سره کول او د لاسته راوړو نړیوالو مرستو څخه د افغانستان په رغونه، د نظامي ځواک په جلب و جذب او تربیه، د کار موندنې او د هیواد په داخل کې د تولیداتو د تشویق، د افغانانو لپاره د زده کړې لپاره د مکتبونو جوړولو او له هیواد څخه بهر دکادرونو په تربیه کولو کې کار واخیسته. حامد کرزي نسبتاً د افغانستان شکل ته بدلون ورکړ او هغه افغانستان چې له ۲۰۰۱ څخه مخکې د خلکو په ذهن کې وو، په ۲۰۱۳ کال کې د ځينو لویو ښارونو شکل بشپړ بدلون وموند او خلکو ته یې د ژوند کولو لپاره یو امید ورکړ. د حامد کرزي د حکومت د ناخوالو څخه ځیني یې د فساد ډیروالی او رواجول، د رغونې په کارونو کې د کیفیت نه مراعاتول، د زورواکو په مقابل کې د عاجزۍ څخه کار اخیستل، هر زورواکي ته د سلاکار څوکۍ ورکول، او د یوې وړې درې څخه راغلو خلکو ته په حکومت کې ډیر واک ورکول او هغوی ته د مهمو وزارتونو او ادارو ورکول، د فساد په مقابل کې پیاوړې مبارزه نه کول، په قراردادونو کې د غلا کوونکو مخنیوی نه کول او له هغوی څخه په عاجزۍ غوښتل تر څو هغه غلا شوې پیسې په افغانستان کې وکاروي. که څه هم سره له ټولو ناخوالو خلک د حامد کرزي له حکومته پدې خوښ وو چې ډير خلک په دندو ګمارل شوي وو او خلکو ته د کار کولو فرصتونه زیات وو.
د ۲۰۱۴ کال کې د لانجه منو ټاکنو په پایله کې ډاکټر محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان شو چې داخلي او نړیوالو فشارونو ډاکټر غني په مشروط ډول سره ولسمشر اعلان کړ او ډاکټر عبدالله عبدالله یې د فشار د آلې په توګه د اجرائیوي رئيس په حیث په غاړه کې ور واچاوه او د دوی دواړو تر مینځ هوکړه لیک د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیرې په منځګړیتوب سره امضاء شو. اشرف غني چې د اکثرو ځوانانو د خوښې وړ نوماند وو او د هیواد په هر ګوټ کې اکثره رایې یې د ځوانانو څخه لاسته راوړې وې. کله چې اشرف غني ولسمشر / هیواد مشر وټاکل شو نو له دې ټکنوکراټ څخه د افغانانو هیلې ډیرې لوړې وې. ځکه یو خو ده په داخلي جنګونو کې لاس نه درلود، بل یې لوړې زده کړې درلودې، او بل دا چې د حامد کرزي په حکومت کې یې ځانته په کاري ډګر کې نیک نوم ګټلی وو. خو لکه څنګه چې د ډاکټر غني اکثره پلویان صرف د اشرف غني پلویان وو او غوښتل یې تر څو تیرو بدنامو څهرو ته نه ووایي او یو ټکنوکراټ مشر ولري. په همدې خاطر وو کله چې اشرف غني د عبدالله عبدالله سره له ننګه ډکه معامله وکړه او هوکړه لیک یې ورسره امضاء کړ چې د هغه هوکړه لیک پر بنسټ یې حکومت له ډاکټر عبدالله عبدالله سره نیم کړ او په هره برخه کې یې د حکومت نیم صلاحیت ورته وسپاره چې دا کار یې ددې سبب شو تر څو ډاکټر غني خپل نیم پلویان له لاسه ورکړي او صرف هغه پلویان یې شاوخوا کې پاتې شول چا چې دا معامله غندله خو بیا یې هم د ډاکټر غني له ملاتړ څخه لاس نه اخیسته ځکه چې هغوی د ډاکټر غني پر پروګرامونو او پلانونو باور درلود. د غني دا پاتې پلویان چې د تیرو کړنو، غلا، فساد، زورواکي او نورو غیر قانوني کړنو او ظلمونو څخه ستړي شوي وو، باور یې درلود چې د اشرف غني ۵۰٪ سمون او اصلاحات به هم افغانستان تر یوې کچې د پرمختګ او سوکالۍ په لورې بوځي.
د اشرف غني په وخت کې د حامد کرزي د دورې ځیني پیل شوې پروژې پای ته ورسیدې او د هغو پروژو عملي کارونه پیل شول چې د حامد کرزي په وخت کې د ځینو امنیتي او سیاسي ستونزو په خاطر پیل نشوې. اشرف غني د پاکستان په مقابل کې د سولې لپاره ډیر آغیزمن میکانیزم را مینځته کړ خو پاکستان لکه د تل په شان دا ځل هم ونه غوښتل تر څو طالبان د سولې میز ته راولي چې بلآخره د سولې د خبرو د ناکامیدو څخه وروسته ډاکټر غني د ایران، ترکمنستان، تاجکستان، هند، امریکا، روسیه، او د نړۍ له مهمو هیوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړې او په امریکا کې یې د پاکستان کې د انزوا کیدو لپاره چټکې او آغیزمنې هلې ځلې پیل کړې چې په ډیر کم وخت کې یې ښه نتیجه ورکړه. د ډاکټر غني بهرنۍ پالیسي د تیر حکومت په پرتله ډیره آغیزمنه او پیاوړې ده او په ځانکړي ډول د افغانستان لپاره په نظامي برخه کې د تجهیزاتو او طیارو لاسته راوړل، په وارسا کې د ناټو په کنفرانس کې د مالي مرستو جذبول، د فساد سره د مبارزې په برخه کې د عدلي او قضايي مرکز پرانیستل، په قراردادونو کې د زیاتو افغانیو سپما، په قراردادونو کې د شفافیت را مینځته کول، او داسې نورې لاسته راوړنې یې د حساب وړ دي.
ددې هر څه با وجود اشرف غني هم لکه د تیرو حکومتونو د مشرانو په شان په افغانستان کې ارزښتونو ته د ارزښت په سترګ ونه کتل. اشرف غني هم هغه د زورواکو لړۍ جاري وساتله او د اشخاصو لپاره یې ځیني ارزښتونه تر پښو لاندې کړل. د ولسمشر لخوا ځینو اشخاصو او افرادو ته ستاینلیکونه او مډالونه ورکول د تشویق او ترغیب په موخه یوه عادي خبره ده، که څه هم هغه اصلي خلک چې باید تشویش شي هغه نه د اشرف غني او نه د تیر ولسمشر حامد کرزي په وخت کې ستایل شوي دي. د حامد کرزي دا بد عادت چې هر چاته به یې مډالونه ورکول په اشرف غني کې هم پیدا شوی ده، حتماً ساري وو. دا کار په دې ناوړه ده چې د مډالونو ارزښت پکې له مینځه لاړ او د هر آهل او نا آهل په غاړه کې یې مډال ور اچولی وي په خانګړي ډول د زورواکو د ځامنو او خپلوانو په غاړو کې، چې دا کار یې د ځینو افغانانو د نارضایتی باعث شوی ده.
د زده کړو، لوړو تحصیلاتو، د پوهنتون د استادانو په رتبو، په نظامي ډګر کې د زده کړو، رتبو او داسې نورو مسائلو په برخه کې باید سلسله د مراتب او په دې برخه کې مرحله په مرحله پرمختګ کول باید د نظام د ارزښتونو څخه و اوسي او ولسمشر باید ددې ارزښتونکی ساتونکی او پلي کوونکی و اوسي. بدبختانه چې د سیدحسین انوري له مړیني څخه وروسته د هغه زوی د امنیت په شورا کې د ستر سلاکار موقف او د برید جنرالۍ رتبه تر لاسه کړه چې دا د برید جنرالۍ رتبې ته لوی سپکاوۍ ده او په دې سره به د هغو رښتیني اتلانو سرتیرو زړونه ناهیلي شي څوک چې د وطن د دفاع په خاطر په مینه او ژمنتیا سره جنګیږي او غواړي چې په خپل لیاقت، قربانۍ او مبارزه سره تر برید جنرالۍ او ستر جنرالۍ ورسیږي.
نو دلته مهمه خبره داده چې کله خپله ولسمشر په افغانستان کې ارزښت ته د ارزښت په سترګه ونه ګوري او هغه ته درناوۍ ونلري نو د عامو وګړو څخه به ګیله څه معنې ولري. د اشرف غني څخه د هغه د پلویانو او د ټولو هیوادوالو هیلې ډیرې زیاتي دي او له هغه څخه په کلکه غوښتنه کوي تر څو له ځان نه وروسته د راتلونکي حکومت لپاره داسې پیاوړی نظام په میراث پریږدي چې په هغه کې فساد نه وي (او یا کم وي)، عدالت برقرار وي، حق حقدار ته وسپارل شي، کار آهل کار ته وسپارل شي، د رغونې او پراختیا چارې په مسلکي ډول سره پر مخ یوړل شي، د روغتیا په برخه کې په لوړ کیفیت روغتونونه په داخل د افغانستان کې جوړ وي، د اوبو کنټرول د افغانستان په لاس کې وي، او راتلونکې ټاکنې په خپل وخت سره تر سره شي او د ملي وحدت حکومت کیسه یو ځل بیا تکرار نشي. اشرف غني باید د یو ټکنوکراټ په حیث ځان په اثبات ورسوي تر څو دخلکو اعتماد پر ټکنوکراټانو له مینځه لاړ نشي. همدا ټکنوکراټان د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره د افغانانو یواځینۍ هیله ده.
د یو سوکاله، په ځان بسیا او خپلواک افغانستان په هیله.
حمدالله همدرد
د سیاسي چارو کار پوه
مأخذونه:
http://www.worldometers.info/world-population/afghanistan-population/
https://en.wikipedia.org/wiki/List_of_countries_by_literacy_rate