لیکنه: ډاکټر جاوید حبیبي
افغانستان له ډیرو هڅو وروسته د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړی شو او دا غړیتوب رسما د تیر میلادي کال د ډسمبر د میاشتې په ۱۷ د کنیا پلازمینه نیروبي کې چیرې چې د یاد سازمان لسمه نړیواله ناسته روانه وه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې افغانستان ته ورکړل شو. د افغانستان ولسي جرګې هم د روان کال د غبرګولي په ۲۹ مه نېټه د یاد غړیتوب په ملاتړ د تائید رایه ورکړه او د هیواد د سوداګرۍ وزارت وايي چې د دې غړیتوب عملي کولو ته ېې بشپړ چمتووالی نیولی. دا چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان څه ډول سازمان دی، په نړیوالو سوداګریزو چارو او اقتصادي پرمختګ ېې اغیزې څه دي او د افغانستان سوداګریزې او اقتصادې ودې ته به د دې غړیتوب ګټې څه وي، په لاندې لیکنه کې پرې لنډه رڼا اچول شوې:
د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO):
د سوداګرۍ نړیوال سازمان چې مرکز ېې د سویس پلازمینه ژنیو کې دی په نړۍ کې د آزادې سوداګرۍ د ودې لپاره د تړونونو او قوانینو د جوړولو او څارنې، د هیوادونو تر منځ د سوداګریزو شخړو د حلولو او اقتصادي پرمختګ لپاره د ځینو هیوادونو سره د تخنیکي مرستې لپاره د ۱۹۹۵ کال د جنوري په لومړۍ نېټه تأسیس شو. دا سازمان دم ګړۍ ۱۶۴ غړي لري او د دې سازمان د اصولو له مخې، ټولې لوېې پریکړې په عمومي ناستو کې د غړو هیوادونو د استازو لخوا کیږي.
د دې سازمان ټول غړي هیوادونه مکلف دی چې د آزادې سوداګرۍ د ودې لپاره د ټړون اصول او مقررات مراعات او عملي کړي، چې د نه مراعات او عملي کیدو په صورت کې به خپل غړیتوب له لاسه ورکوي.
د دې ټړون مهم او اساسي اصول په لاندې ډول دي:
د هیوادونو او د هیواد د ننه د خپلو او بهرنیو توکو تر منځ د توپیر نکول،
په وارداتي توکو باندې د ګمرکي تعرفې د کموالی په ګډون د سوداګرۍ پر مخ د خنډونو لرې کول،
په سوداګریزو چارو کې د رقابت وده،
د مخ پر ودې او غریبو هیوادونو سره د په شرایطو کې نرم والی او تخنیکي مرستې،
په سوداګریزو چارو کې د چاپیریال او روغتیا خیال ساتل.
د افغانستان غړیتوب:
افغانستان د ۲۰۰۴ کال د نومبر په میاشت کې په دې سازمان کې غړیتوب لپاره رسمي غوښتنه وکړه خو هغه وخت لا د هیواد شرایط د د دې سازمان د پوره او رسمي غړیتوب لپاره آماده نه وو او یوازې ېې وکولای شول چې د ناظر غړي په توګه د دې سازمان سره پاتې شي. د افغانستان حکومت، د سوداګرۍ نړیوال سازمان په تخنیکي مرسته پوره یوولس (۱۱) کاله کار وکړ، ځان ېې پر شرایطو برابر او د تیر میلادي کال د دسمبر په ۱۷ مه نېټه ېې رسماً د دې سازمان غړیتوب تر لاسه کړ. د افغانستان ولسي جرګې هم د روان کال د غبرګولي په ۲۹ مه نېټه د یاد غړیتوب په ملاتړ د تائید رایه ورکړه. افغانستان یوازېنی غریب هیواد نه دی چې د دې سازمان غړیتوب تر لاسه کوي، د دې سازمان د غړو هیوادونو دریمه برخه غریب او مخ پر ودې هیوادونه جوړوي.
د افغانستان په سوداګریزو چارو او اقتصادي پرمختګ ېې اغیزې:
په اوسني وخت کې د بهرنۍ نړۍ سره تجارت او نژدې اړیکې د یوه هیواد د اقتصاد د پیاوړتیا او پرمختګ لپاره لومړی او اساسي شرط ګڼل کیږي. افغانستان په آسیا کې د یوه مهم ستراتیژیک موقعیت په درلودلو سره کولای شي د سیمې او بهرنۍ نړۍ سره د تجارت، ترانزیت او پانګې اچونې له لارې خپل وروسته پاتې او ځپل شوی اقتصاد په پښو ودروي او د دې لپاره اړ دی تر څو د سیمې او نړۍ په کچه د تجارتي او اقتصادي تړونونو له لارې د مهمو تجارتي او اقتصادي سازمانونو او شبکو غړیتوب تر لاسه کړي.
افغانستان په تیرو څوارلسو کلونو کې د ,WTO APTTA , SAARC, CARECاو ECO په ګډون د سیمې او نړې په کچه د یو شمېر مهمو تجارتي او اقتصادي سازمانونو او شبکو غړیتوب تر لاسه کړی. باید په یاد ولرو چې دا ټړونونه او غړیتوبونه پخپله د تجارت او اقتصادي پرمختګ سبب نګرځي بلکې د دې تړونونو څخه د د هیواد او خلکو په ګټه کار اخیستل تر ډیره د حکومت او اړونده ادارو په اقتصادي لرلید او نبوغ پورې اړه لري تر څو دا اړیکې د هیواد تجارتي او اقتصادي نظام او حالت ته په کتو تنظیم، مدیریت او وڅاري.
که څه هم افغانستان یو مصرفي هیواد دی او ډیری توکي له نورو هیوادونو واردوي او د صادراتو په پرتله ېې د وارداتو کچه ډیره لوړه ده خو د دې سره سره کچیرې حکومت د کورنیو تولیداتو لپاره مشخصي او کارنده تګلارې عملي کړي، تر ډیره به هیواد د دې غړیتوب له مزایاوو او تخنیکی مشورو ګټه پورته کړي.
په لومړي قدم کې زراعتي محصولات او میوې هغه څه دي چې د کارنده تکلارو او دحکومت د مخلصانه ملاتړ په صورت کې به په نړیوالو مارکیټونو کې ډیر ژر او پرته له توپیره ځان ته ځای پیدا کړي. په نړیوالو مارکیټونو کې به د افغانستان او برازیل د مڼو تر منځ څوک توپیر نه کوي، او همدې ډول نور محصولات او تولیدات.
په هیواد کې نور داسې تولیدات هم شته چې د افغانستان د جغرافېې، آب او هوا او موقعیت ته کتو کیدلای شي د نورو هیوادونو په پر تله ډیر ژر وده وکړي، خو بیا هم باید په یاد ولرو چې دا ټړونونه او غړیتوبونه پخپله د تجارت او اقتصادي پرمختګ سبب نګرځي بلکې د دې تړونونو څخه د د هیواد او خلکو په ګټه کار اخیستل تر ډیره د حکومت او اړونده ادارو په اقتصادي لرلید او نبوغ پورې اړه لري تر څو دا اړیکې د هیواد تجارتي او اقتصادي نظام او حالت ته په کتو تنظیم، مدیریت او وڅاري.
You also might be interested in
ليکنه: جاوید حبیبي ګلاسکو، بریتانیا د اقتصادي او پرمختیايي چارو[...]
لیکنه: ډاکټر جاوید حبیبي د سلما بند مخینه: د سلما[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی