ليکنه: ارشاد رغاند
– یادونه:دا مقاله په لغمان کې د ختیزې سیمې د ازادو لیکوالو او ژورنالیستانوخپلواکې ټولنې لخوا «د تېرې یوې لسیزې ژورنالېزم،لاسته راوړنې او ننګونې»سیمینارته لیکل شوې او اورول شوې ده. یووېشتمې پېړۍ ته د اټومي ټيکنالوژۍ او نورو امکاناتو ترڅنګ د ارتباطي وسایلو پېړۍهم وایي. دا نومونه ښيي،چې په دې پېړۍ کې د نورو قوتونو په شان له نسبي توپېر سره ارتباطي وسایل هم،چې د نړۍ لویه برخه خلک سره نښلوي،یو لوی قوت دی. په دې پېړۍ کې پخپلو ګټو پسې د سرګردانه انسان او انسانانو اړیکه او توقع له رسنیو څخه طبعاً بې هیڅه نه ده،د نړۍ نیږدې ټول هېوادونه،حکومتونه،څېرې او نور ادرسونه که هرڅومره د خپلو رسنیو موخه او توقع ریښتیاپالنه،اطلاع رسونه یا ناپېیلتوب وګڼي،خو د انسان خواصو او ماهیت ته په کتو سره،چې ډېروخت د مسایلو په اړه ناپلوی،بې غبرګونه او بې حسه نه شي پاتې کیدای،رسنۍ او ملاتړي یې په مطلق ډول ناپلوه او له پټو او ځانګړو موخو څخه محرومې نه شي ګڼل کیدای. د دې خبرو هدف دا نه دی،چې ووایو رسنۍ او سمبالونکي یې یو مخ د خپل کاري هویت او عمل په اړه دروغ وایي؛بلکې پردې بحث کوو،چې له رسنیو څخه په دې پېړۍ كې په نړیواله کچه او په ځانګړي ډول په افغانستان کې ترکومه حده د سیاسي تبلیغاتو لپاره کاراخیستل کیږي او پرمختلفو برخو یې اغېزې څه دي. د دې بحث لپاره ښه ده،چې په ځغلند ډول د اوسني پېرعمومي وضعیت او سیاسي بهیرته وکتل شي. ځکه رسنۍ هم د نورو زیاتو اوسنیو امکاناتو په شان د دغه وضعیت په اډانه کې د ځانګړو موخو لپاره تولید شوي او پالل شوي وسایل دي. د رسنیو یو لوی هدف له هماغه پيله اطلاع رسونه ده،هغه هدف چې په عام ډول ترزیاته حده ترلاسه شوی دی. نن وینوو،چې د نړۍ په یوه څنډه کې د یوې پېښې له رامنځته کیدو څخه په خورا لېرې بله څنډه کې څو شېبې وروسته خلک د همدې رسنیو په وسیله په اسانه خبریږي. د نړۍ داسې څنډه ممکن نه وي،چې نسبتاً معاصر ژوند پکې مساعد وي او رسنۍ ونه لري،پردې سربېره چې تقریباً ټول هېوادونه پخپله سیمه ییزه او ملي کچه رسنیزوسایل لري،ډېرو مقتدرو هېوادونو بیا پرخپلو کورنیو رسنیو سربېره د نورو وچو،هېوادونو او نړۍ لپاره په لوړه کچه رسنۍ جوړې کړي،چې حتی د زیاتو هېوادونو تر کورنیو رسنیو د دوی رسنۍ په هغو هېوادونو کې زیات محبوبیت او اغېزلري. د دوی دومره پراخ مالي لګښتونه پوښتنه ولاړوي،چې د ځمکې د کرې له یوې څنډې تربلې د دومره لېوالتیا لامل او ګټه ده؟ دا پوښتنه مو د سیاست او ارتباطي وسایلو ترمنځ د تیوریکي او عملي اړیکو تر خوا بیایي،پوهوي مو،چې د ارتباطي وسایلو او له هغې ډلې له رسنیو څخه د لویو هېوادونو د تاسیس او پراخ تمویل یو لوی هدف د هغو د سیاسي ستراتیژیو د اړتیا له مخې دی. د سیاست او ارتباطي وسایلو په اړیکه کې یوه اصطلاح چې ډېره عامه ده او زیاته ګټه ترې اخیستل شوې،پروپاګنډا یا تبلیغ نومیږي. تبلیغ دوه ډوله ده،چې سیاسي او سوداګریز ورته وایي. په رسنیو کې د تبلیغاتو دغه دواړه بڼې لیدل کیږي،په ځانګړي ډول سیاسي تبلیغات. د سیاسي تبلیغاتو په اړه د ارتباطي وسایلو پوهانو مختلف تعریفونه کړي،د ټولو اتفاق پردې دی،چې دغه تبلیغات د ځانګړو نظریاتو،افکارو،عقایدو،ګټو یا ارزښتونو په پلوۍ یا مخالفت د احساساتو د تحریکولو او منسجم کولو هڅې ته وایي. په ننني سیاست کې هغه رسنۍ،چې د دغو تبلیغاتو لپاره جوړې شوي،د یوه خاص هدف په تعقیبولو سره خلکو ته په اطلاع رسونه کې له نورو رسنیو سره سیالي کوي. د ایران د ارتباطي وسایلود یوه مشهور کارپوه محمد اژدي په حواله:سیاسي تبلیغات په لومړي ځل د پروپاګنډا په نوم په ۶۶۲ میلادي کال د کاتولیک د کلېساګانو د پينځلسم ګري ګوري پاپ لخوا د مذهبي باورونو د کنټرول په موخه د یوه حرکت په بڼه پيل شول. پروپاګنډا یا تبلیغ په پيل کې د یوه مثبت عمل په توګه یادیده،خو وروسته د ناسمو استفادو وسیله شوه،په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې د مذهب له کنټروله بهر اوپه ټولنیزو،سیاسي او اقتصادي برخو کې یې هم کارول دود شول. د لومړۍ نړیوالې جګړې پرمهال هم وکارول شوه،خود دویمې په درشل کې په نړیواله کچه د ایډیالوژیو ترمنځ د جګړې مهمه وسیله شوه،تردې چې سړه جګړه پرې پيل شوه. الماني دیکتاتور هیټلر رسماً د زما جګړې په نوم پخپل کتاب کې پروپاګنډا د یوې مهمې اړتیا په توګه مطرح او پخپله واکمنۍ کې یې د تطبیق لپاره د تبلیغاتو وزارت جوړکړ. امریکا دغه مهال د ټولنیزو روان پوهانو په مرسته هڅه کوله،چې د ځان پرضد سیاسي تبلیغات خنثی کړي،خو وروسته د دغه هېواد په ګډون نورو پياوړو هېوادونو په منظم ډول په دې برخه کې ستراتیژۍ او د تطبیق لپاره یې لویې رسنۍ جوړې کړې. د دغو رسنیو له جوړیدو او پراخیدو سره په نړیواله کچه د پوځي مقابلو او سیاسي ترینګلتیاوو ځای ترډېره رسنیو ته پریښودل شو او دغو رسنیو اکثرو د اړوندو هېوادونو د استخباراتي او دیپلوماتیکو دستګاوو په مستقیمه او نامستقیمه لارښوونه پخپلو هدف کړو تبلیغاتي جغرافیو کې د خپلو تمویلونکو په ګټه د عامه ذهنیت د جوړولو مسولیت واخیست. افغانستان هم د درېیمې نړۍ په هغو هېوادونو کې دی،چې له هماغو وختونو څخه زیاتو دا ډول هېوادونو او رسنیو ورسره سروکار درلود. د معاصرتاریخ په مختلفو پړاوونو کې افغانستان ترډېره د رسنیزو تبلیغاتو یو هدف او قرباني و،په دې هدف ګیرۍ کې پرافغانستان د رسنیزو تبلیغاتو مختلفې اغېزې لیدل کیږي. یو لوی رسنیز تبلیغ،چې زیات افغان روشنفکران یې تاوان تاریخي ګڼي،د افغانستان د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان خلاف د انګریزانو هغه دسیسه ده،چې بهرنیو هېوادونو ته له خپلې مېرمنې سره یې د غازي پاچا د سفرونو په اړه په افغانستان کې د ملکې ثریا د جعلي عکسونو له خپرولو سره خلک د خپل رهبر خلاف راوپارول. وروسته د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهال افغانستان ته په پټه او ښکاره توګه د یو شمېر بهرنیو چاپي مطبوعاتو راتګ او همدا شان په افغانستان کې د ځینو نړیوالو غږیزو رسنیو پوښښ دلته د ښي اړخو،کیڼ اړخو او نورو ایډیالوژیکو جریانونو په فکري تغذیه او جهت ګیرۍ کې د پام وړ ونډه لرله. د رسنیزو تبلیغاتو ارزښت له هماغه وخته د افغانستان په سیاسي ډګرکې زیاتیده،د کودتا ګانو پرمهال یو لومړنی هدف د افغانستان د ملي راډیو او ټلویزون یرغمل کول او ترې د کودتا د اعلان خپرول و. وروسته خو لا دا لړۍ دې ته ورسیده،چې د یوه افغان واکمن ببرک کارمل د انتصاب او افغانستان ته د شوروي سرتېرو د راتلو خبر د تاجیکستان له راډیو څخه چې په افغانستان کې اوریدل کیده،خپورشو. د شوروي یرغل پروړاندې د افغان جهاد په درشل کې افغانستان د رسنیزو تبلیغاتو په سرټکي بدل شو،تردې چې د دغه جهاد یو شمېر ملاتړو هېوادونو په منظم ډول په افغاني ژبو غږیزې رسنۍ فعالې اود مجاهدینو ترڅنګ د خپلو نورو هدفونو په ګټه تبلیغات کول. له جهاد څخه وروسته د تنظیمي جګړو او طالب واکمنۍ پرمهال هم د افغانانو زیاته اطلاعاتي تکیه پرهمدغو بهرنیو رسنیو وه. له اویایمې لسیزې وروسته په ټوله موده او په ځانګړي ډول د طالب واکمنۍ د نسکوریدو پرمهال د افغانستان په سیاسي بدلونونو او ورته په زمینه سازۍ کې د دغو رسنیو ونډه کولای شوو،تر پوځي هڅو کمه ونه ګڼوو. د طالب واکمنۍ له نسکوریدو څخه وروسته په افغانستان کې د نورو لویو بدلونونو ترڅنګ یو دا و،چې د بهرنیو رسنیو ځای تر زیاته حده پورې نوو رامنځته شوو افغاني رسنیولکه:تلویزونونو،راډیوګانو،ورځپاڼو،کیبلي شبکو اونورو ونیوه. په زیاتو ولایتونو کې مختلفې دغه رسنۍ د بهرنیو پروژو له لارې رامنځته او ګڼ خلک پکې په کار بوخت شول. دغه کارمثبتې او منفي اغېزې دواړه لرلې،له لویه سره مثبته اغېزه دا وه،چې د افغانستان په تاریخ کې په بېساري ډول رسنیزانقلاب رامنځته شو. په افغانستان کې د ژورنالېزم پوهنځيو له تاسیس څخه تراوسه پورې دومره کسان فارغ شوي او په رسنیزه برخه کې په کار ګومارل شوي نه وو،لکه په دې کلونو کې چې فرصت ورته برابر شو. د ولسواکۍ په مختلفو برخو لکه: د وینا خپلواکۍ، ښځینه او مدني حقونو او فعالیتونو او نورو په هڅونه،پياوړتیا او موثریت کې هم د دغو رسنیو ونډه د پام وړ وه. د دغو رسنیو یوه بله لویه لاسته راوړنه دا وه،چې ځوان نسل یې په مختلفوبرخو په ځانګړي ډول په رسنیزه برخه کې په چټک ډول په هېواد او له هېواده بهر وروزل او له ټیکنالوژۍ،عصري وسایلو او امکاناتو سره یې اشنا کړ. د افغانانو د سیاسي او ټولنیز شعور په وېښتیا،له فساد سره په مبارزه او د یوې ولسواکې قوې په توګه وخت پروخت رسنیو خپل نسبي رسالت ترسره کړ،په دې برخه کې یو شمېرافغان خبریالانو قربانۍ د شهادت،ټپي کیدو،ګواښل کیدو او حتی د هېواد او دندو د پریښودل کیدو په بیه و. د دې رسنیو په برکت کیدای شي ووایو،چې د افغانستان د اوسنیو رسنیو نیږدې ټول بشري ظرفیت او پرسونل همدا ځوان نسل دی،هغه نسل چې که د سپتمبر د ۱۱مې بدلون نه وای راغلی،ممکن یوه پېړۍ وروسته یې هم په اوسنۍ کچه پرمختګ نه وای کړی. خو له دې ښېګڼو سره دغو رسنیو ځینې ژورې منفي اغېزې هم لرلای،دې رسنیو له دې کبله چې د مالي تمویل لوی شرط یې د تمویل ورکوونکیو په ګټه سیاسي تبلیغات وو،د جګړې د پياوړتیا لپاره ډېر کار وکړ،له دې وجې چې د رسنیو تمویلونکي او د هغوی اهداف بېلا،بېل وو یوه واحده رسنیزه تیوري په افغانستان کې معلومه او تطبیق نه شوه. افغان حکومت،چې خپله پربهرنیو مرستو متکي و،نه یوازې دا رسنۍ مهار او کنټرول نه کړی شول؛بلکې دا رسنۍ د افغان دولت او خپلو بهرنیو تمویلونکو د تقابل پرمهال د خپل تمویلونکو په پلوۍ کار او تبلیغات وکړل. یو شمېر لوړپوړو افغان چارواکو په ځلونو له دې ډول رسنیو څخه شکایت وکړ او د افغاني ګټو پلوۍ او دفاع ته یې وبلل. دغو رسنیو همدا شان په ځینو برخو کې د افغانستان د ملي، کولتوري،مذهبي او ټولنیزو ارزښتونو خلاف هم عمل وکړ،چې دولت یې د بهرنیانو د شورماشور له وېرې په کنټرول او مخنیوي کې عاجز پاتې شو. رسنۍ که څه هم له لویه سره د بهرني ملاتړلرونکي یادیږي،خو دا ملاتړ ترې په هغو برخو کې لیدل شوی،چې د بهرنیانو ګټه پکې وه. ځینې لویې ننګونې چې رسنۍ ورسره مخامخې وې او لا دي،تراوسه یې د حل لپاره کورنیو او بهرنیو بنسټونو د پام وړ کار نه دی کړی،لکه:د مافیا،زورواکو او نورو له اړخه خبریالانو ته ورپېښ ګواښونه،د خبریالانو د قاتلانو او ګواښونکو پروړاندې د جدي اقدام نه ترسره کیدل او نور. په دې برخه کې ډېرې نورې لاسته راوړنې،ننګونې او ضایع شوي او تراوسه باقي پاتې فرصتونه شته،چې بشپړو څېړنو او شننو ته اړتیا لري. څه چې د دغو رسنیو د سیاسي او منفي تبلیغاتو په برخه کې لویې ستونزې ګڼل کیدای شي،په رسنیزو قوانینو کې د ملي ګټو او ارزښتونو د پولو ګونګوالی،د حکومت لخوا د رسنیو کمزوری څار او د بهرنیو او کورنیو ټولو رسنیو د تبلیغاتو د خنثی کولو لپاره د لازمو رسنیزو او نورو بنسټونو نشتوالی دی.
[review]