لیکنه: محب الله الله يار
د نړۍ په وچه کې ايسار ۴۱ هېوادونه چې ۱۳ يې په اروپا، ۱۴ افريقا، ۱۲ اسيا او ۲ په امريکا کې دي؛ نېکمرغه هغه ګڼل کېږي چې تر دوو زيات ګاونډيان يې سمندر ته لار لرونکي هېوادونه وي. افغانستان هم د همدغو هېوادونو له ډلې دی چې دامهال د ډېرو سختو اقتصادي مشکلاتو له پړاوونو تېرېږي؛ خو د درې ګونې هوکړې لاسليک (۱۳۹۵/۳/۲) يې د سيمې او نړۍ د ګڼو رسنيو د بحثونو او مقالو سر ټکي وو.
د کابل، نوي ډيلي او تهران ترمنځ د چابهار بندر له لارې افغانستان او منځنۍ اسيا ته د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد دا ۵۰ کلن تړون به وکړی شي چې افغان خاورې ته د طلايي دروازې حيثيت ورکړي.
هند به د چابهار په بندر کې د افغانستان او منځنۍ اسيا لپاره دوه جلا لنګرګاه (د بېړيو تمځای) باندې تر ۵۰۰ ميليونه ډالرو پانګه اچونه وکړي چې رغنيزې چارې به يې په دوو پړاوونو کې سرته ورسول شي. ددغه بندر د مديريت چارې به د لومړيو لسو کالو لپاره د هندي لوري پر غاړه وي او تر هغې وروسته به يې مدريتي چارې ايرانی لوری پر مخ وړي.
ګوادر او کراچۍ بندر
تر دې وړاندې افغان سوداګرو د پاکستان له ګوادر بندر او کراچۍ له لارې د خپلو سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې د تېرېدونکي هېواد د حکومت لخوا سخت فشارونه او سرخوږي وګالل؛ خو د چابهار تړون د کراچۍ بندر بې اهميته او د افغان سوداګرو له پامه غورځولی دی.
په ۲۰۰۱ کال کې د پاکستان له لارې د افغان سواګرو سوداګريز ترانزيټ ۲۰۰ ميلونه ډالر و، حال دا چې ۲۰۰۵ کال دغه وضعيت بدلون وموند او په ۲۰۰۹ کال کې ددغه ترانزيټ ټوليز لګښت ۱٫۹۵۷ میلیارد ډالرو ته ورسېد؛ خو د ۲۰۱۰- ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ دغه رقم ۲،۵ ميليارده ډالرو ته پورته شو.
ګڼو پاکستاني چاپي رسنيو په دې اړه اندېښنې ښودلي او کښلي يې دي چې د افغانستان په اړه د پاکستان ناسم سياست په اقتصادي ډګر کې د پاکستان ستراتېژک اهميت ته غټه صدمه ورسوله. په ۲۰۱۴ کال کې د پاکستان له لارې د افغان سوداګرو توکيز لېږد ۵۰ سلنه کمښت کړی چې نېږدې يو ميليارد ډالرو ته راښکته شوی.
۲۰۹۰- ۲۰۱۰ کلونو کې د کراچۍ له بندرګاه د پاکستان خاورې ته د افغان سوداګرو ۷۵۲۸۸ کانټينر داخل شوي وو؛ خو په ۲۰۱۳- ۲۰۱۴ کلونو کې بيا دا رقم ۳۶۲۷۴ کانټينرو ته راټيټ شوی دی.
د ايران له لارې
پاکستاني رسنۍ ددغه ستر بدلون علت ايراني بندرونو ته د افغان سوداګرو مخ اړول بولي.
۲۰۰۸- ۲۰۰۹ کلونو کې د ايران له بندرونو د افغان سوداګرو ۳۰۱۸۲ کانټينرې راغلې وې؛ خو ۲۰۱۳- ۲۰۱۴ کې بيا دا رقم ۸۰۰۰۰ کانټينرونو ته لوړ شو.
د سرچينو د معلوماتو پراساس پاکستان هر کال د افغان سوداګريزو توکو له لارې ميلياردونه ډالر عايدات لري چې په کې کلني ماليات، بندري خدمات، ترانسپورت او نور مسايل شامل دي.
پاکستان د هر افغاني کانټينر پر سر ۲۹۱۷۴ پاکستانۍ کلدارې بندري خدمات اخلي، په داسې حال کې چې د پاکستاني سوداګرو لپاره بيا د في کانټينر پر سر دا خدمات ۱۴۲۶۸ کلدارې دي.
پرته له دې هر کال د پاکستاني توليداتو په برخه کې له ۴۰۰۰۰ نه تر ۵۰۰۰۰ کانټينرو پورې مالونه افغانستان ته راځي چې هر کانتينر يې له ۲۵۰۰۰۰ نه تر ۴۰۰۰۰۰ پاکستاني کلدارو پورې ترانسپورټي لګښت لري. پاکستان هر کال له دغه درکه ۱۳ ميليارده روپۍ عايد ترلاسه کوي.
د چابهار ستراتېژيک اهميت
نوموړی بندر د منځنۍ اسيا هېوادونو ته له بلې هرې لارې له ۴۰۰- ۵۰۰ کيلو متره پورې نېږدې دی. دغه راز منځنۍ اسيا ته هر کال له اروپايي هېوادونو او نورې نړۍ د شاوخوا نېږدې سمندري لارو په واسطه تر ۳۰ ميليارده ډالرو توکي واردېږي؛ خو که چابهار بندر ته يې لاسرسی پیدا شي شونې ده تر نيمايي ډېره برخه يې له دې لارې ولېږدول شي چې دا بيا د افغان ترانزيت لپاره تمه غوړوونکې هيله کري.
چابهار د ايران لپاره هم تر بندر عباس ډېر ګټور ځکه دی چې بندر عباس له ۱۰۰ زره ټنه زيات بارلرونکو بېړيو د لنګر ظرفيت نه لري او ډېری سوداګريز توکي يې د متحده اماراتو په جبل علي بندر کې اړول کېږي، په داسې حال کې چې چابهار بندر د دې څو برابره ظرفيت لري. په دې سربېره چابهار د قرمز تنګي په ۴۵۵ کيلومترۍ او ګوادر په ۷۰ کيلومترۍ کې پروت يو آزاد بندر دی چې له لارې يې په لېږدېدونکو سوداګريزو توکو هېڅ ډول ګمرکي تعرفه نشته.
د پاکستان مغرضه همکاري
په ۲۰۱۰ کال د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترانزيتي نظارت يو تړون لاسليک شو چې افغان لوري ته يې په کې ډېر پېچلي شرطونه ايښي وو. په دې سربېره د ترانزيټي خدمتونو او مديريت درانه لګښتونه او په افغان سوداګرۍ د ترانزيټ منفي اغېزو افغان سوداګر د پاکستان له لارې زړه ماتي کړل. دغه راز په ۲۰۱۳ کال د پاکستان په کراچۍ کې د افغان سوداګرو پر سوداګريزو توکو د ګمرکي تعرفې لوړوالي افغان سوداګرو ته ګڼ مالي زيانونه واړول، ډېری توکي يې استهلاک او يا هم له وخته ناوخته راورسېدل په همدې خاطر افغان سوداګرو په ډله ييز شکل له افغان حکومته له پاکستان سره د سياسي او اقتصادي اړيکو د پرېکولو غوښتنه وکړه؛ خو د هغه مهال د ډاډمن بديل د نه شتون له امله کابل له ډېر احتياطه کار اخيسته.
د چابهار له لارې د افغانستان لپاره فرصتونه
د سوداګريزو توکو مطمئن راتګ (امنيتي خونديتوب)
د پاکستان له سياسي او اقتصادي فشارونو نسبي خونديتوب
د سمندر له څنډو له ګمرکي تعرفې پرته د مالونو واردات
د ګوادر او کراچۍ په نسبت د توکو ارزانه تمامېدل
منځنۍ اسيا ته د افغانستان له لارې د توکو د لېږد رالېږد ډېرښت.
بېروني مارکېټ ته د افغان توکو اسانه لاسرسی
ګڼو افغان باروړونکو موټرو ته کاري فرصتونه
د ريل ګاډي د پلټلۍ غزېدنه او د لویو لارو امنيتي پياوړتيا
د افغانستان د ترانزيټي عايداتو لوړېدنه
بېرونیو خامو موادو ته اسانه لاسرسی
تر باميانو پورې د ۹۰۰ کيلو متره ريل ګاډي پټلۍ غزېدل
پايله
په پورتنيو ټولو هيله منديو سربېره پرافغان ملت د پاکستاني واکمنو هېڅ ډول هوساينه نه لورېږي او نه يې د دمې تکيې ته پرېږدي؛ ځکه خو پاکستان هڅه کوي د افغانستان له لارې منځنۍ اسيا ته تېرېدونکې ترانزيټي سيمې وننګوي او د دغې پروژې د پلي کېدو مخه ډپ کړي؛ خو دا بيا د د درې ګوني اقتصادي اتحاد او منځنۍ اسيا د سيمې هېوادونو د رښتينې همکارۍ پورې تړلې چې څنګه کولی شي په خوندي او ډاډمن ډول ددغې سترې پروژې لپاره ګډ کار وکړي او له شته خطرونو او اندېښنو يې خوندي کړي.
پاکستاني سياستوال د ولسمشر غني اقتصادي ستراتېژيک پلان د پاکستان په تاريخ کې ستره لومړنۍ ننګونه بولي او وېره لري چې د خپلو توليداتو يو ستر مارکېټ يې له لاسه وتونکی حالت ته روان دی. افغان حکومت د واخان تنګي له لارې له چين سره هم په درېيم اپشن کار پيل کړی چې دا به د افغانستان لپاره د اقتصادي پراختيا په ډګر کې تر ټولو بله ستره لاسته راوړنه وي. افغان حکومت ته پکار دي چې خپلو خپلو ټولو امکاناتو په ګټه اخيستنې سره د دغه طلايي چانس د غوړېدنې لپاره زمينه سازي وکړي او له خپلو اتحاد کې شريکو (هند او ايران) او لوديځو ګټه اخيستونکو ګاونډيو سره اقتصادي اړيکي پراخه او پياوړي کړي.