لیکنه: نجیب الله اخترزی
د افغانستان د وخت حاکمو دولتونو او مشرانو يې چې هیڅکله په منطقوي او نړیوال سیاست او سیاسي لوبو کې فعاله ونډه نده اخیستي، همیشه یې تاوان هم کړی، تل یې هم د سر او هم د هیواد په کچه تاوانونه ورکړي. هره سیاسي لوبه چې ستا په خاوره، ستا د هیواد د وګړو په سر، او ستا د هیواد او ولس د سرنوشت په بیه او حتا د حکومت او بیت المال په امکاناتو تر سره کیږي او ته يې بیا هم د لاسته راوړنو او امتیازاتو څخه برخمن نه وې نو همیشه به په خپل هیواد کې محکوم وې. او دلیل یې دادی چې ته د هغې سیاسي لوبي فعال لوبغاړی نه بلکې قرباني وې.
دا خبره که په تیرو څلویښتو کالو کې وڅیړو نو د ظاهر شاه او شهید داود خان له وخته راپیل او بیا تر ننه په همدغه حقیقت ولاړه ده. د ظاهر شاه او شهید دادو خان په مخ کې پاکستان د یوه هیواد په ډول د یوه خاص هدف لپاره تشکیل شو، او په ډیر لنډ وخت کې همدغه پاکستان د افغانستان د حاکمو قوي دولتونو په ضد توطئيې جوړولي، د راپرځولو هڅي یې کولې ځکه پاکستان د همدې هدف لپاره تشکیل شوی و. خو بیا هم د افغانستان د هغه وخت واکمنانو دا هرڅه په سترګو لیدل مګر بیا هم غلي او یا بیطرفه پاته شول، له ځیرکتیا او ډیپلوماسي څخه یې کار وانخستل، ځکه خو د هغو پردیو د لوبو ښکار هم شول او د افغانستان هر واکمن په غیر عادي ډول تر وخت مخکې له منځه یوړل شول، حکومتونه یې رانسکور شول.
عین خبره زمونږ او تاسو د جهاد او له روسانو سره د مبارزي وه. امریکا، عربو او پاکستان روسان په افغانستان کې د افغانانو په لاس مات کړل. د روس په ماتیدو هر چا امتیازات واخیستل، اقتصادي او نظامې مرستي ورسره وشوي، د اتوم بمونو څښتنان شول. خو افغانان چې باید ددې جنګ او میدان اصلي ګټونکې وای هیڅ یې تر لاسه نه کړل، بلکې شته هرڅه یې هم له لاسه ورکړل.
همدا شان د ډاکټر نجیب دوره اوبیا د حامد کرزي اوږده دیارلس کلنه دوره. دوئ نه دښمن تعریف کړل، نه یې کرښی ورسره معلومي کړي، نه یې د نیابتي جګړي اصلي مدیران او راصادرونکي په ګوته کړل او نه یې ددې نا اعلان شوي جنګ سر او پای معلوم کړل.
اصلي خبره داده چې مونږ افغانانو او په خاصه توګه هغو چې د حکومت په رأس کې ول هیڅکله د سیاسي تدبیر څخه کار وانخیستل، د افغانستان د موقیعت په اهمیت پوه نشول، په افغانستان کې د شته پټي، تر ځمکه لاندي او باندي شتمني او امکاناتو له ارزښته او زوره غافله او یا هم ناخبره ول. زمونږ له جغرافیایې موقیعت څخه پاکستان، امریکا، هند او روسیې استفاده وکړه، د افغانانو له غیرته او جنګي قوته، هیوادنۍ میني څخه ټولو زمونږ په ضد استفاده وکړه. او په بدل کې یې مونږ هیڅ ترلاسه نه کړل. نورو زمونږ په سر هرڅه ترلاسه کړل.
اوس ولسمشر غني چې زه د افغانستان او منطقي دسیاست او اقتصاد متخصص ورته وایم غواړي نور افغانستان ددغي لوبي د یوه قرباني نه بلکې د یوه مخکښ لوبغاړي په ډول رول ولوبوي. غني غواړي نړیوالو او د منطقي سترو اقتصادي او سیاسي قوتونو ته دا ثابته کړي چې یو څوک شته چې د افغانستان اصلي تصویر نړیوالو ته وړاندي کړي او د افغانستان د جیو پولیټیک موقیعت، منابعو، او انسانانو سم مدیریت وکړي. بله خبر دا چې افغانان نور باید د نورو په نمایندګې د جهاد او نورو مقدسو جګړو په نوم جنګونه ونه کړي. په نننۍ نړئ کې بیطرفه پاته کیدل او د سیاسي لوبغاړو سره په لوبه کې طرف نه واقع کیدل افغانستان ته یو ځل بیا هغه بد بختي راوړلای شي لکه تیر څلویښت کاله چې مو وګاللـه.
که مونږ وغواړو کنه نو د نړئ د سیاسي او اقتصادي قدرتونو ترمنځ رقابت او سیاسي لوبي په چټکئ سره پرمختګ کوي. که مونږ وغواړو اوکنه داعش په منطقه کې په چټکئ سره په مخ روان دی او د سیمي او نړئ سیاستونه او نقشي تغیر کوي. نو ددي په ځای چې بیطرفه پاته شو او یا د نورو په نمایندګې مونږ جګړي وګټو او زمونږ خاوره نور زمونږ او نورو په ضد استفاده کړل شي، حالات دا ایجابوي چې زمونږ سیاسي مشران په هوښیاري سره ددې ټولو چلینجونو سره مخامخ شي او په هوښیاري او تدبیر سره تري ځان وباسي.
همدا دلیل و چې ولسمشر همداسي موقع ته کتل چې په کښي وکولای شي افغانستان د منطقي او نړۍ قدرتونو ته په یوه نوي بڼه، چې همدا چې: افغانستان نور د نورو هیوادونو او سازمانونو لپاره جنګ پرمخ نشي وړلای، افغانستان د تروریزم د تولید مرکز ندی بلکي تروریزم ورته را لیږل شوی او جګړه پري تپل شوي، معرفي کړي. او دا موقع د بریکس هیوادونو او د شانګهای د غړو هیوادونو سرمشریزي وي چې ولسمشر په کښي د منطقي او نړئ د سترو اقتصادي او نظامي قدرتونو د رهبرانو په مخ کې د وینا کولو موقع پیدا کړه. د بریکس او شانګهای په سرمشریزو کې داسي توقع کیدله چې روسیه، هند او چین به په خاصه توګه افغانستان تر زیات فشار لاندي راولي ځکه ددوئ په نظر افغانستان د منطقي او نړئ لپاره خطر دې او نړیوال تروریستان شاید د افغانستان له خلکو او حکومت سره ستونزه ولري.
خو ولسمشر اشرف غني د دوئ لپاره نور څه لرل.
د بریکس (BRICS2015) د غړو هیوادونو په سرمشریره کې چې افغانستان په کښي د میلمه هیواد په توګه ګډون کړی و ولسمشر غني هم د خبرو یا محاوري موقع تر لاسه کړه. په دغه غونډه کې ولسمشر وویل:
“تروریستي ارکانزیشنز په منطقه او نړئ کې د روابطو او ساختمان له پلوه د پراختیا دوامداره او منظمي هڅې کوې او د افغانستان جغرافیایې موقیعت ددغسي فعالیتونو لپاره ارزښتناک موقیعت دی. که په وخت سره منظمه منطقوي همکاري ونشي دا کار زمونږ د دریو سترو ګاونډیو چین، هند او روسیي او نورو نږدي او لري ګاونډیانو لپاره ستر خطرونه رامنځته کولای شي.”
ولسمشر غني دا هم وویل چې “هر ډول جګړه له بهر څخه په افغانانو تپل شوي او مونږ افغانان تر اوسه پوري د منطقي او نړئ د هیوادونو په استازیتوب له تروریزم سره جګړه کوو. او په دغه جګړه کې مونږ غواړو چې په منظم او دوامداره ډول د منطقي ټول هیوادونه په ټول قوت سره راسره يوځای همکار شي ترڅو د منطقي لپاره دا مشترک خطراط له منځه یوسو. ”
ولسمشر غني وویل چې: “زمونږ غوښتني دادې چې د منطقي د دولتونو په کچه دې د همکاریو یو نوی تړون رامنځته شي؛ او د دولتونو د تقويې لپاره منظمه اجنډا برابره کړو ترڅو د دوامداره همکاریو په نتیجه کې د تروریزم سره مقابله وکړای شو. نړیواله همکاري شتون لري خو سیمه ایز او پراخ سیمه ایزه همکاري شتون نلري. تر اوسه زمونږ ټولي همکاري ناتکمیلي، ویشلي، غیر منظمه او غیر متمرکزه وې؛ برعکس د تروریستانو روابط منظم، شبکه يې د پلان او تصمیم له مخي پراختیا مومي.
ترڅو چې فقر او غربت په منطقه کې له منځه یونه وړل شي تر هغو به تروریستي شبکو ته د ځوانانو د جذب امکان وي.”
ولسمشر د منطقوي اقتصادي همکاریو د پراختیا او د وریښمو د لاري د ژر عملي کولو غوښتنه هم وکړه ترڅو لا زیاتو منطقوي اقتصادي همکاري او تقويې ته لاره برابره شي.
ولسمشر وویل، “زمونږ پشنهاد او غوښتنه داده چې افغانستان د رقابتونو په ځای همکاریو لپاره د یوه بستر په توګه استفاده کړو”.
د جولای د میاشتي په لسمه د شانګهای د غړو هیوادونو په سرمشریزه کې ولسمشر غني یو ځل بیا په داسي حال کې چې د پاکستان، هند، روسیې، او چین مشرانو هم ګډون لرل د خپلي اته دقیقيې وینا په یوه لومړئ برخه کې ډیر واضح وویل:
“دوه اساسي ستونزي: تروریزم او مخدره مواد.
تروریزم له کومه راځي؟ یو زیات شمیر تروریستان همدا ستاسو له هیوادونو څخه راځي، زمونږ خاوره استعمالوي او بیرته ستاسو هیوادونه بي ثباته کوي. زمونږ هیواد ته تروریستان له چین، روسیې، پاکستان، عربو، منځني ختیځ او هند څخه راځي. مونږ او تاسو باید اصلي ستونزه درک کړو. دا تروریستان زمونږ له هیواد او حکومت او ملت سره هیڅ ډول سیاسي ستونزه نلري. دوئ د منطقي د ناامنه کولو لپاره ډیزاین شوي او همدا هڅه کوي. له پاکستان څخه په دوامداره توګه تروریستان راځي چې موږ او پاکستان دواړه بي ثباته کوي.
او تر څو چې مونږ تاسي ټول دغه حقیقت ونه منو تر هغو نشو کولای د تروریزم په وړاندي اساسي او پراخ اقدامات وکړو. “
د ولسمشر همدا یوه وړه وینا او د وینا همدا یوه برخه وه چې ولسمشر غني وکولای شول چې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو مشرانو ته د افغانستان په اړه بلکل یو نوی تصویر وړاندي کړي. او د روسيې ولسمشر هم په ددغي سرمشریزي په حاشیه کې له ولسمشر سره د لیدو په مهال وویل چې خوښ یم چې افغانستان په اوسنیو شرایطو کې ستاسو په شان یو وړ او باتجربه مشر لري. د چین ولسمشر هم له غني سره د لیدلو په مهال د نظامي او په خاصه توګه د هوايې ځواک او مرستو ژمنه وکړه. ولسمشر په دغي وینا سره وکولای شول د منطقي د سترو قوتونو د مشرانو په وړاندي په خاصه توګه د پاکستان په مشرتابه باندي فشار راوړي چې په منطقه کې د تروریزم له ملاتړ څخه لاس واخلي او د منطقوي ثبات او پرمختګ لپاره دې خنډ نه جوړیږي.
تیره اوونۍ ولسمشر د امریکا د لوی درستیز سره د لیدلو پر مهال هغه ته دا پشنهاد هم وکړل چي د منطقي په کچه دې د تروریزم سره د مبارزي لپاره د همغږئ او همکاري یو مرکز رامنځته شي او افغانستان تیار دی ددغه هب(Hub) یا مرکز کوربه وي. دا کار په منطقوي او نړیواله کچه په سیاسيې لوبه کې د افغانستان فعاله ونډه ښيې. دا هغه کار دی چې تر مونږ مخکي نورو هیوادونو کول. او امریکا او نړیوالو ته تر اوسه د افغانستان د سیاسي مشرانو لخوا داسي اطمینان نه و ورکړل شوی چي افغانستان کولای شي د نړئ او سیمي لپاره د دومره یو مهم همکار او فعال لوبغاړي رول ولوبوي. اوس یې مونږ هم د کولو او وړاندیز وړتیا پیدا کړي ده. په دې کار سره به زمونږ په امنیتي ځواکونو بوج کم شي. زمونږ قواوي به مجبوره نه وې چې د نورو په نمایندګې جګړه وکړي. تروریزم افغاني پدیده نده او نه هم تنها افغان ځواکونه مسئول دې چې د هند، چین، روسیې او نورو هیوادونو په نمایندګې به ورسره مقابله کوي. بله ګټه یې داده چې په دې سره د افغانستان نظامي قواوي امتیازات او امکانات هم ترلاسه کولای شي ترڅو د یوه خودکفا اردو او قوت په طرف لاړ شي.
ځکه نو که ټول ملت په خاصه توګه په سیاست کې ښکیل مشران په صداقت او تدبیر سره ددغو حالاتو سره مخ شي او سم مدیریت یې وکړي او په ملي روحیه، نظریه او تصمیم مخکې لاړ شو نو افغانستان به خپل اهمیت هم ترلاسه کړی وي، هم به یې خپل ستراتیژیک موقیعت په درسته توګه د خپل ځان او خپلو خلکو په ګټه کارولي وې. د نورو سترو نظامي او اقتصادي قوتونو تر پښو لاندي به هم نه راځي او ټول هیوادونه به دیوه مطرح لوبغاړي په توګه او حیثیت ورته قائل وې.