• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

افغانستان کې غربت څنګه ختمېدای شي

Home لومړيتوبافغانستان کې غربت څنګه ختمېدای شي
افغانستان کې غربت څنګه ختمېدای شي

افغانستان کې غربت څنګه ختمېدای شي

لیکنه: تاج محمد تمکین
د روښان پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد
وچې شونډې، خوار او ضعیف بدنونه او په مخ د فقر او غربت نښې د هغو فقیرو افغانانو نښې دي چې په ډیر مشکل سره د ژوند کشتئ مخې ته بیايي او په قوت او لایموت سره ژوند کوي.فقر او غربت هغه ناوړه پدیده ده چې د انسان د ژوند ارمانونه په بحر لاهو کوي او سره لدې چې انسان ورځینې د خلاصي تکل کوي خو ډیر په مشکله ترې نجات پیدا کوي.په افغانستان کې اوس هم تقریبا سم نیمايي خلک د غربت او فقر په ناوړه تاثیراتو کې ګیر دي.دغه افغانان نه د ژوند د معیار سره مناسب خوراک ځان او فامیل ته پیدا کوای شي او نه هم خپلو بچو باندې تعلیم او لوړې زده کړې سرته رسولای شي.فقر یواځې د افغانستان ستونزه نده؛ د نړئ ګڼ شمیر پرمختیایی هیوادونه د همدې ستونزې سره مخ دي.په اصل کې د انسانانو اړتیاوې د هغوی د ضرورتونو په نسبت خورا زیاتې وي نو ځکه په اقتصادي مسایلو کې ګیږي وي.په ګران هیواد افغانستان کې د فقر له کبله ناامنیو، اختطافونو، غلا او قتل کولو ته هم مجبوریږي، په رسنیو کې چې یې مونږه اورو چې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د اختطاف او قتل قضیې کیږي؛ د اکثرو یې لامل همدا غریبي او بیوزلي وي چې انسان دومره مجبوره کړي چې ان د بل انسان ژوند اخستلو ته مجبور شي.په لنډه توګه ویلای شو چې فقريولعنت دي او د اقتصاد له پلوه فقیر شخص په ټولنه باندې بوج دي ،دفقرپه نتيجه کې دنادارې طبقې دکاراستعداد کميږي دهغوي دصحت معيارخرابيږي ،هغوې دښه خوراک حاصلولوڅخه محروم پاتي کيږي ،هغوي تعليم اومهارت نشي حاصلولي ،دفقرپه وجه خلک داوسيدلولپاره مناسب ځاي ،دڅښلولپاره صحي اوبه ،تعليم اودصحت آسانتياوي لاسته نشي راوړلي دنتيجې په توگه دفقرڅخه دوباره دفقريوه منحوسه دايره عمل پذيره اوسي ځکه چې دفقر په وجه کم خوراک ،ناقص صحت ، ناقص تعليم اومهارت اودوباره کم عايدات اوفقرپيداکيږي ولې دشتمنى څخه ښه خوراک ،ښه صحت ،غوره تعليم اودوباره ښه اوغوره عايدات لاسته راځي نوپدې توگه دفقرڅخه فقراودبډايي څخه بډايي پيداکيږي .د افغانستان په شمول هر پرمختیای او غریب هیواد د لاندې وړاندیزونو په عملي کولو سره کولای شي چې د فقر د کرښو نه ځان وباسي.
__کرهنیز ډګر عصري کول: افغانستان کې اکثره خلک په کرهنه کې بوخت دي خو له بده مرغه د زراعت سره تړلي ټولې برخې لکه ماهي ګیري، تخمونه کرل لکه غنم جوار، د شهدو د مچیو روزل، د چرګانو د روزنې برخه او نور ټول بیخي په ابتدایي توګه روان دي او د عصریتوب لپاره یې هیڅ کار ندی شوی.پکار ده چې د زراعتي محصولاتو د زیاتوالی لپاره د تولید د نوو طریقو وسایل او تریننګونه دهقانانو ته ورکړل شيو همدا شان که وګورو د ننګرهار په شمول نیمروز، جوزجان او ګڼ شمیر نورو ولایتو کې په زرګونه جریبه ځمکې بغیر د کروندې پاتې دي، پکار ده چې دغه ځمکې د دولت لخوا خلکو ته د کر لپاره ورکړل شي تر څو د زراعتي محصولاتو له کبله هیوادوال بل هیواد ته اړمن پاتې نشي او خودکفایي نه برخمن شي.که د افغانستان ټولو دشتو باندې د کروندې د عصریتوب او کروندې فرمول تطبیق شي نو د هیواد د نفوسو ټول قشر د همدې پلوه خودکفا کیږي او د فقر د کمښت باعث ګرځي.
د بهرنیو هیوادونو سره د کار د قراردادونو لاسلیکول: افغان حکومت که څه هم بهرنی سیاست کې تر یو حده کامیاب دی خو له بده مرغه سعودي عرب او عربي هیوادونو سره یې اړیکې هغسې نزدې ندي ساتلي لکه څنګه چې پاکستان او نورو اسلامي هیوادونو ساتلي دي.افغان حکومت ته په کار دي چې د سعودي حکومت په شمول ځینو خاصو عربي هیوادونو سره خاصي ملګرتیایی اړیکې ولري او د همدې نزدیکت له امله به نه یواځې دا چې د سعودي مرستې د افغانستان د خلکو سره زیاتې شي بلکه افغان حکومت په لس زره ګونه خلک د کار د قرارداد د لاسلیک له لارې سعودي ته د کار لپاره لیږلای شي.همدا شان مالیزیا، اندونیزیا، چین او نورو هیوادونو سره هم ورته کار کولای شي.دې سره به نه یواځې سیاسي اغیزې مثبت راشي بلکه د فقر اندازه به هم په هیواد کې کمه او کورنو ته به عواید د بهرنیو سرچینو له لارې پیدا شي.

__دنفوسود تېز ډیرښت کنترولول:افغانستان کې په اکثره ولایتونو کې خلک په دې باور دي چې د فامیل تعداد دې زیات وي نو هغومره په ټولنه کې قوي معرفي کیږي درحالیکه د نړئ په کچه دا مفکوره غلطه ثابته شوې او د زیات نفوس زیات طاقت نظر اوس په زیات مهارت لرونکی کاري ځواک د زیات تولید سره مساوی کیږي په نظر بدل شوی دی. زمونږه هیوادوال د خپلو امکاناتو دایره په نظر کې نه نیسیي او د اولادونو ډیرښت سلنه په نظر کې نه نیسی خو په چتکئ سره یې لسو اولادونو ته رسوي.تعلیم، د ژوند معیار او صحي مسایلو ته هیڅ پام نه کیږي.زمونږ په اطرافي سیمو کې اکثر خلک د اولاد باره کې داسې فکر لري چې درې اولاده د تربور لپاره او دوه اولاده د کور ساتلو او پنځه د ګټې لپاره چې همدې کې ترې خبره لسو اولادونو نه هم واوړي.د کم نفوس موجودیت او د فامیلونو د کم تعداد زیاتې ګټې وي یانې کله چې نفوس کم وي نو زمونږ دولت هم کولای شي چې خپلو هیوادوالو ته مفت تعلیم، طبي سهولتونه او د ژوند ښه معیارونه برابر کړي.په اسانئ سره دولت ټول ټولنیز خدمات خپلو هیوادوالو ته چمتو کولای شي. د نفوسو د ډیرښت د سلنې د چټکوالی د کمښت پخاطر لازمه ده چې حکومت خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي تر څو خلک قانع شي او د اولادونو تعداد کم وساتي. د کم کاري ځواک لپاره کار برابرول هم په اسانه کیږي.
__د وړو او متوسطو صنعتونو رامنځته کول:د هیواد په ټولو ولایتونو کې ان د کلیو په کچه واړه واړه صنعتونه رامنځته شي تر څو خلک کارونو کې بوخت شي.عادي کارګران او دهقانان دې وهڅول شي د عایداتو د ډیرښت پخاطر تر څو د وخت اعظمي کارولو فرمولو نه کار واخلي تر څو مختلف واړه واړه صنعتونه پیل او د خپل ژوند کچه لوړه کړي
د عایداتو د توزیع ناانډولتوب ختمول: په کار ده چې ګران هیواد کې خصوصي سکتور خپل سرئ ته پرینښودل شي چې څه یې زړه وي نو هماغسې به کوی بلکه یو محدودیت ورته باید وضع شي،تر څو خصوصي سکتور خپل قیمتونه نورمال وساتي، ددې کار لپاره ددولتي تصدیو شتون ډیر ضروري دی.که خصوصي سکتور خپل سرئ ته پریښودل شي نو په هرولایت کې به یو څو کسان مالدار وي او د عایداتو بهیر به د هغوی جیب ته روان وي خو که مقابل کې دولتی رقابتي تصدیګانې شتون ولري هیڅوک بیا خودسري نشي کوای او په اقتصادي فعالیتونو کې ټول ونډه اخلي او دې کار سره د عاید توزیع کې عدل پخپله رامنځته کیږي.
په لمړنیو ضروري توکه باندې دمالیې کمه سلنه لګول: دا کار تقریبا شوی هم دی.افغان حکومت په خوراکي توکو باندې محصول تقریبا معاف کړی دی او که کوم محصول وجود هم ولري نو د نشت برابر به وي.که چرته په خوراکي توکو مالیه اضافه کیږي نو طبعي خبره ده چې بوج به یې په غریبه طبقه باندې زیات راځي
__دوړوقرضونوورکول: باید چې افغان حکومت سوادلرونکو بیروزګاره خلکو ته د کاروبارونو د پیل پخاطر وړې وړې قرضې ورکړي تر څو خپل کاروبار پيل کړی.زمونږ ګاونډي هیواد پاکستان او هند کې بیا د صدراعظم روزګار سکیم لاندې غریبو خلکو ته تکسي ګانې او واړه موټرونه ورکول کیږي او ماهانه ترې په قسط واره توګه فیصدي ګرځي.همداشان بیسواده بیروزګاه خلک د ټولنې په فلاح کې دکارکولو له نګاه نه زیات رول ادا کوای شي.
محلي تولیدات تشیویقول :افغانستان کې الحمدالله دا مهال تر کافي حده تولیدات لرو چې یواځې د حکومت لخوا یې لازم تشویق پکار دی.د دواګانو او مشروباتو څخه نیولې تر خوراکي توکو تولید پورې د هیواد په مختلفو ولایتونو لکه کابل، ننګرهار او هرات او نورو ځایونو کې کارخانې لرو خو د بریښنا د لږ شتون، مناسب ځای نشتوالی او مارکیټنګ پروسې ضعف ټول هغه څه دي چې دغه خلک ترې سر ټکوي.که چرته محلي تولیدات تشویق شي او پریمانه شي نو ضرورت نشته چې مونږه همدا شیان د نورو هیوادونو څخه راوارد کړو بلکه زمونږه اقتصاد به د خودکفا او صادراتي اقتصاد طرف ته حرکت وکړي.په افغانستان کې په محلي تولیداتو کې تر ټولو ښه تولیدات هم لرو چې د وارداتي اجناسو په نسبت مونږ ته ډیر ارزانه تمامیږي.هر څومره چې زمونږه صادرات زیاتیږي په مقابل کې به یې زیات بهرني اسعار هیواد ته داخلیږي چې پخپله د افغانیو د ثبات او ارزش د زیاتوالي باعث ګرځي او په ټوله کې د اقتصاد د پیاوړتیا او غښتلتوب لامل کیږي.افغان سوداګر باید تشویق شي چې خپلو تولیداتو پراخوالی ته لا کار ووایی.
دغوره اقتصادي تگلارو(پاليسيو)جوړول: عامو افغانانو ته دې عدالت ورکړل شي او لوی خلک دې پرې نښودل شي چې د غریبو په حقوقو باندې پښې کیږدي.په دولتي نظام کې دې لازم ریفورمونه او سمونونه راوستل شي او زمونږ حکومت باید په داسې پالیسیو کاروکړي چې د دوه ګونی اقتصاد یانې اطرافي او ښاري اقتصاد تر منځ فرق او واټن کم کړي.په اقتصادي سیاستونو کې باید د ټولنې غریب قشر په نظر کې ونیول شي.د افغانستان د پرمختیایی ستراتیژئ په شمول ټول اقتصادي سیاستونه د هیواد والو د فلاح په شعار څرخي خو له بده مرغه یاد سیاستونه او تګلارې یواخې او یواځې د شعار تر حده پاتې شوي دي او بس.اوسمهال سترې پروژې او کانسیپټونه چې د افغان حکومت لخوا پیل شوی لکه ټوټاب، سلما بند، ټاپي او چاه بهار هغه څه دي چې پکې به د بې شمیره افغانانو د ژوند حالت ښه شي.

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

د تکنالوژيکي پرمختیا شننه او اهمیت

د تکنالوژيکي پرمختیا شننه او اهمیت

Feb 29, 2016

لیکنه: تاج محمد تمکین د روښان پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد[...]

قوي افغانئ د قوي افغانستان لپاره

قوي افغانئ د قوي افغانستان لپاره

Dec 4, 2015

لیکنه: تاج محمد تمکیند روښان پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد هر[...]

څیړنه یا تحقیق څه ته  وایی؟

Jan 16, 2018

لیکنه: تاج محمد تمکین د ننګرهار پوهنتون استاد تحقیق یا[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d