افغانستان کې ککړه هوا تر جګړي ډیر انسانان وژني:
لیکنه:انجینر تهذیب الله مهذب
پرته له شکه پردۍ پاله او نا اعلان شوې جګړه په افغانستان کې هرکال په زرګونو کسان وژني،خو د کابل ککړه هوا تر جګړي کمه نه ده خطرناکه او وژونکي ده.
مخکې لدي چې په افغانستان کې د ککړې هوا په زیانونو او نقصانونو وغږیږم،لومړی رازم د هوا دککړتیا لنډي تاریخچي ته.
هوا د ژوند توښه ده او د هغې ضرورت او اړتیا د اوبو او غذا څخه زیاته ده،د تیرو پیړیو څخه د هوا د پاکۍ او نظافت هڅي رواني دي لکه څرنګه چې سقراط پاکه هوا د عمومي صحت تر ټولو مهم اصل پیژنده،یو مشهور عالم ابو علي سینا په هوا کې د ګرد او غبار شته والی د عمر د کموالي(لنډیدو) عامل ګڼلو، الماني ډاکټرانو په ۱۵ او ۱۶ پیړیو کې هم د هوا پاکوالي ته خاصه توجه درلودله.
هوا چې د انسان د ژوند لپاره اړینه ده او اغیزي په صحت باندې غیر قابل انکار دي چې په پرله پسي ډول د طبیعي عواملو او انساني فعالیتونو په پایله کې ککړیږي دود یا غبار د هوا د الوده کوونکو موادو څخه دي چې د ډیري زماني څخه د هوا دککړتیا سبب شویدي او دا د انسانانو د روغتیا لپاره ډیر مضر دي.
انسانانو چې کله په غارونو کې ژوند کاوه او دخپلو اوسیدو ځایونو د تودولو لپاره یې د لرګیو څخه ګټه اخیسته نو د لرګیو د سونګ څخه حاصل شوي دودونه به هوا ته ازادیدل او د هوا د ککړتیا لامل ګرځیده.
خو وروسته چې کله د انسانانو په ژوندانه کې ادلون او بدلون راغی او د لرګیو په ځای د ډبرو سکرو او نورو فوسیلي موادو څخه ګټه واخیستل شوه،نو د هوا ککړتیا نوره هم زیاته شوه او د خطر زنګ د هغي سیمي خلکو ته چې د فوسیلي موادو څخه یې ګټه اخیسته نو د هوا لومړی ککړونکی مرکب Co2کاربن دای اکساید ؤ چې د پخوا زماني څخه هوا ته ازا دیده نو د نوي تکنالوژي په راتګ سره ددې ګاز اندازه زیاته شوه او په نتیجه کې هوا زیاته الوده شوه.
د میلاد څخه ۶۱ کاله وروسته sencca سنکا چې د روم یو فلیسوف ؤ د روم هوا یې درنده او دودکش یې د بدبوي تولیدونکی په نوم یاد کړل،په ۱۲۷۳ کال کې د انګلستان پادشاه وویل چې د لندن هوا دومره په دود او ګرد باندې الوده ده چې د ډبرو د سکرو د سون مخه ونیول شي،د انګلستان پادشاه ددې وینا سره سم د ځنګلونو زیات تخریب او غیر مسلکي قطع خلک د لرګیو د کمبود سره مخامخ کړل خو پوره یوه پیړۍ وروسته بیا هم د هوا په ککړتیا کې کوم توپیر رامنځته نشو خو وروسته یې ددې لپاره چې د هوا ککړتیا مخه ونیسي ټولي صنعتي فابریکي چې دود تولیدوي د ښارونو څخه د باندې وویستي او شنه کمر بندونه یې جوړ کړل او ځنګلونو ته یې پراختیا ورکړه.
رازم اصلي موضوع ته چې په افغانستان کې ککړه هوا تر جګړي ډیر انسانان وژني، دکابل ښار په بیلابیلو سیمو کې د هوا د ککړتیا لاملونه او سرچیني په ښکاره تر سترګو کیږي،په ښار کې زاړه موټرونه،بې کیفیته تیل،د کثافاتو بې ځایه غورځونه،د کثافاتو د سوځیدو دود او داسې نور د ښار د ګڼي ګوڼي څخه پر ډکو واټونو تر سترګو کیږي.
د کابل ښار ډیری خلک خپلې خولي او پوزي په ماسکونو او یا دسمالونو پټوي تر څو ناوړه هوا تنفس نکړي پرته د ماسکونو او دسمالونو نا ممکنه ده چې دکابل ککړه هوا په مکمل ډول تنفس شي.
د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره هم مني چې هرکال په کابل کې څه ناڅه ۳۰۰۰ کسان د هوا د ککړتیا له وجي خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په کابل کې د هوا د خرابوالي ډیر لاملونه دي لکه چاپیریالي مسایلو ته کمه پاملرنه،د حکومتي ادارو په منځ کې نه همغږي،د بې کیفیته تیلو استعمال،د سړکونو خرابوالی،د خښتو د بټیو موجودیت،فابریکې،حمامونو او هوټلونو کې د لرګیو او نورو بې کیفیته شیانو سوځول دي،خو تر ټولو لوی لامل یې دنفوسو زیاتوالی دی،وروسته له هغې چې په افغانستان کې د حامد کرزي جوړ شو د هیواد د بیلابیلو سیمو څخه افغانان کابل ته د کار او ښه ژوند لپاره ورغلل،پدې وروستیو کې خو د جګړي له امله هم ډیری کسان کوچیدلي چې دکابل نفوس یې ددغه ښار د اصلي ظرفیت څخه څو واري لوړ کړی دی،د کابل ښار د یو میلیونو انسانانو د ژوند لپاره جوړ شوی ؤ خو اوس مهال په دغه ښار کې څه نا څه پنځه میلیونه انسانان ژوند کوي.
همدارنګه د ښار ډیری واټونه هم ډمبر شوې نه دي ځکه نو چې کله پري موټري تګ راتګ کوي ډیر ګرد او خاوري د ځان سره هوا ته پورته کوي.
په کورونو او فابریکو کې هم خلک د برق د تولید لپاره د جنراتورونو څخه کار اخلي چې د هوا د خرابولي یو بل عامل همدا دی،د افغانستان د روغتیا و زارت په وینا په وروستیو شپږو کلونو کې د هغو کسانو شمیر چې په تنفسي ناروغیو اخته دي ۴۸۰۰۰۰ ته رسیدلی چې دغه رقم د شپږو کلونو په پرتله دري برابره لوړ شوی دی.
د افغانستان د چاپیریال ساتني اداري د معلوماتو لمخې دوۍ د ککړي هوا د پاکوالو په هدف هڅي پیل کړې چې هغه کې عامه پوهاوی او نور اړین اقدامات شامل دي.
د څیړونکو او ډاکټرانو په باور که چیري په چاپیریال ساتنه کې ښکیلي اداري خپلي دندي همغږي او په سمه توګه ادا نه کړي د کابل د هوا ککړتیا په یوي نه هواریدونکي ستونزې بدله شي او خلک به یې له ډیرو ستونزو سره مخامخ شي.