لیکنه: محمد داود نیازی
مخکې له دې چې په افغانیو بحث وکړم اړینه ګنم څو د پیسو د لفظ په اړه قدرمنو لوستونکو ته معلومات ورکړم.افغانستان چې پخواني نوم یې اریانا وو شاید دا اریانا نوم هم د دې لپاره ورکړل شوی وو چې اوسیدونکي آریایان دي . د دې خلکو کسب مالداري وه او کله به چې د خپلو مالونو لپاره واښه رانيول نو خپل غوایان به یې داخيستلو د واحد(تبادلې د واحد) په توګه کار ول دې عمل ته به یې ״پاسو״pasu״ویل چې د پیسوکلمه هم له همدې کلمې څخه اخیستل شوې ده. همدارنګه د هندۍ پیسې (روپیه) د ״دوپا״له کلمې څخه اخیستل شوې چې د رمې مانا لري ، د دې تر څنګ ډالر چې د ډېرو هېوادنو د پیسو د واحد په توګه کارول کېږي یوه زړه جرمنۍ کلمه ده، د درې مانا لري داکلمه ځکه د ډالرو لپاره کارول کېږي چې د لومړي ځل لپاره دا ډول سکه د St. Joachim Bohemia په يوه دره کې جوړه شوې وه.
د نړۍ له دریو تمدنونو څخه یو نیم په افغانستان کې رامنځته شوی دی ، تاریخ په اوږدو کې یو باځواکه هېواد پاتې شوی او تل يې زورواکو ، غلو او استعماګرو په وړاندې خپل نوم ساتلی دی افغانستان خپلواکي د وخت له زبر ځواک څخه په کال 1919 کې د ستر شاه غازي امان الله خان په مشرۍ ترلاسه کړې ده او د افغانستان د پرمختګ دوره هم له همدې ځایه څخه پیلېږي نو لومړی راځم د غازي بابا دورې ته اوله هغې څخه وروسته تر ننه چې افغانۍ په کومو حالاتو کې وه او راتلونکی به یې څنګه وي .
په هېواد کې په لومړی ځل د غازي امان الله خان په وخت کې پيسې چاپ شوی د پیسو ښي خواته د حکومت نښه محراب او منبر ،په منځ کې د اماني حکومت نښه او چپ خوا ته یې ( يک روپيه کابلي ) په درې ژبه لیکل شوي ول . د پیسو په لاندې برخه کې په دري ژبه لیکل شوي ول چې «در جمع خزانههای دولت، نوتهذا (این اسکناس) به مبلغ مندرجه اش منظور است». خو یو کال وروسته یو ځل بیا همدا پیسې چاپ شوې او ډېر تغیرات په کې رامنځته شوي ول رنګ او سریال نمبر يې تغیر خوړلی و . خو په کال 1304 په پيسو کې ډېرې سمونې رامنځته شوې له دې څخه وړاندې د هېواد په بیلابیلو برخو کې د وزن او بیلا بیل مقدارنو شتون درلود چې یو له بل سره يې ډېر په توپير کې ، ډېرې ستونزې رامنځته کړی وې. نو ځکه ټول سیستم متریک شو په همدې وخت کې د هېواد د پيسو واحد له روپيه څخه په افغانیو واوښتو . لومړي ځل په کال 1304 کې د پینځو افغانیو نوټ نشر شو او «دولت علیه افغانستان» عنوان په کې ور اضافه شو تر کال 1307 پورې چې د امان الله خان د حکومت دوران و پينځه ډوله سکی چاپ شوې درې ډوله سکې لس افغانۍ وې او دوه ډوله پينځوس افغانۍ وې . په پیسو کې نورې ژبې (پښتو او فرانسوي )هم اضافه شوې. چې وروسته له دري او پښتو څخه په ازبکي او اردو ژبه هم لیکل شوی وی په دې کې یو شمېر نوټونو سریال نمبرونه لرل او بعضې نه لرل . له غازي بابا څخه وروسته لوی غل د سقاو زوی راغلو کابل یې ونیو د سقاو د زوی په وخت کې د پیسو په شاه او مخه کې درې ډوله مهر لیدل شوی هغه پیسې چې د حبیب الله کلکاني نښه پرې لیدل شوی یو ډول پينځه افغانۍ ، لس افغانۍ او پنیځوس افغانۍ او درې ډوله ( یک روپيه کابلی ) چې د امان الله خان د وخت وه . خو په ورستیو میاشتو کې بانک نوټ چاپ شو چې د حکومت د نښان پر ځای په کې لیکل شوي ول چې ( خادم دین رسول الله ) . د سقاو له زوی څخه وروسته کله چې نادرخان راځي نو هماغه پخوانۍ پیسې دود وې یانې تغیر په کې نه راځي خو کله چې د ملت بابا ظاهر شه وخت رارسېږي په هېواد کې د افغان ملي بانک رامنځته شو نو دظاهر شاه بابا د وخت پیسې هم چاپ شوی چې دا پيسې دوه افغانۍ ،پينځه افغانۍ ،شل افغانۍ ، پينځوس افغانۍ او سل افغانیو اندازه چاپ شوې . چې عنوان یې دولت علیه څخه «دولت شاهی افغانستان» ته تغیر شو . په کال 1318 افغانۍ یوې بلې مرحلې ته داخله شوه او په همدې کال کې د عبدالمجید خان زابلی په وړاندیز «دافغانستان بانک» تاسیس او د افغان ملي بانک پانګه ورته ولیږدول شوه .26د کب 1318 دې بانک په لومړي ځل 2، 5، 10، 20، 50، 100، 500 او1000 ,واحدونو افغانۍ چاپ کړې .د بابا په وخت کې «دولت شاهی افغانستان پر ځای د افغانستان بانک په پیسو کې ولیکل شو . له دې وړاندغټ نوټ سل افغانۍ خو وروسته بیا 500 او 1000 هم چاپ شوی او ژبه يې د هېواد ملي ژبه پښتو شوه . او په کال 1340کې 1346 کې هم چاپ شوی . د ملت له بابا څخه وروسته شهید سردار محمد داود خان دوره چې په هغې کې هم ، 20، 50، 100، 500 او1000 افغانۍ نوټونه چاپ په پخوانی طرحې لیکن رنګونو يې توپیر درلود .
د خلق ډيمکراتیک او پرچم ګوند په وخت کې چې په خوا به حاکم بدل شو له پيسو به يې انځور هم لرې شو او په دې وخت مهم کار دا و چې له پيسو د اشخاصو انځورونه لرې شول . انځورونه او طرحې د کارګرو په بڼه چې دصنعت او کرنې وې په پیسو کې اضافه شول چې وروسته هم ادامه پيدا کړه او اوسمهال هم دا د افغانستان بانک په نوټونو لیکل شوی دی او په دې دوره کې د پیسو اندازه کوچنی شوه .
د مجاهدین دوره کې د پیسو ارزښت کم شو پيسې بې له پشتوانې چاپ شوی د پيسو حجم ډېر شو ارزښت يې کم شو چې په پایله کې 5000 او 10000 افغانۍ نوټونه هم چاپ شول او کله چې افغانستان د بیلابیلو ډلو تر واک لاندې شو نو دوه ډوله پیسې هم چاپ شوی هغه چې د برهان الدین رباني په کابل کې نشر شولی او په شمال کې دوستم چې تسلط درلود دې ته ورته پيسې چاپ شوی چې دوستمي يې ورته ویل او له دې نورو یې کم ارزښت درلود او د مجاهدین په وخت کې چې د پیسو ارزښت ډېر ټيت شوی و نو سکې له منځه تللی وې .
د کرزي د حکومت په لومړی کال کې هماغه پخوانی افغانیو شتون درلود او هغه مهم ګام چې د ښاغلي کرزي په وخت کې د پیسو په اړه وشو د پخوانیو پيسو تبدیلدل و په نويو پيسو د پيسو ریفورم رامنځته شو تر څو د پیسو د پړسوب مخه ونیسي هماغه چې نوی پيسې چاپ شوی يوه افغانۍ د پخوانیو پيسو له زرو سره تبادله شوی د پیسو د پړسوب مخه ونیول شوه د پیسو بهرنۍ ارزښت لوړ شو یوې ،دوه او پینځو افغانیو سکې چې مخکې له منځه تللی بیرته رامنځته شوی پينځه زره ګون او لس زره ګون له منځه لاړو د کرزي د وخت پیسې هم د پخوا په شکل رنګ ،طرح او ډیزاین کې تغیر درلود او په لومړي ځل د زربلق او د ګرافونو په لرلو سره ترڅو جعل مخه ونیسي اضافه شول . کله چې د ښاغلي کرزي حکومت رامنځته کېږي افغانۍ نوي پړوا ته داخلېږي نوی پیسې چاپېږي ، د افغانیو لپاره ثابت نرخ ټاکل کېږي ،چې د وخت پر اساس مناسب نرخ و چې د 40- 45 افغانیو په منځ کې له ډالرو سره د تبادلې نرخ ټاکل کېږي دا نرخ تر یو حده ثابت ساتل شوی و خو په هېواد کې د ټولیز اقتصادي پرمختګ لپاره کار ترسره نه شو ،یوازې نړیوالو مرستو د افغانیو ارزښت تر یو بریده ښه ساتلی و خو د ښاغلي کرزي د واک په وروستیو کې چې له یوې خوا د نړیوالو مرستو کمښت او له بلې خوا د سیاسي بې ثباتې په وجه دا ارزښت راټیټ شو چې په وروستیو وختونو کې دا ارزښت د ډالرو په وړاندې 55یا 58 پورې تبادله کیدو خو د وخت پر اساس ډېر بد نه و خو کله چې په هېواد کې ټاکنې کېږي او ټاکنې له جنجال سره مخامخېږي زیات او کم شپږ میاشتې وخت نیسي، سیاسي بې ثباتي خپل اوج ته رسېږي ، له جنجال څخه وروسته د ملي یوالي تر نامه لاندې حکومت جوړېږي نو هېواد سیاسي نظامي او امنیتي حلات لاپسې خرابېږي .
دنړۍ په څير افغانستان هم د پیسو د مطلوب حالت درامنځته کیدو دنده د هېواد مرکزي بانک ( د افغانستان بانک ) په غاړه لري او د افغانستان بانک مجبور دی تر څو په هېواد کې د پيسو مطلوب حالت رامنځته کړي .
لکه څرنګه مو چې وړاندې ذکر کړل چې د پیسو د کنټرول ، ارزښت ساتل او نور مالي کړنو د ترسره کولو د هېوادونو د مرکزي بانکونو دندې دي او د مالي سیستم د پیاوړي کولو او ثبات ساتل د مرکزي بانک له اساسي دندو څخه شمېرل کېږي او په همدې موخه په هېوادونو کې مرکزي بانکونه ایجادېږي .
. خو له بده مرغه په هېواد کې د پیسو له ریفورم څخه تر نن د افغانیو د ارزښت په ساتلو ، دودولو ، راکړه ورکړه کې بېغوري تر سره شوی ده .اوسمهال چې افغانۍ تر ټول بد حالت سره مخ ده یوازې او ارزښت يې ورځ تر بلې د ټیتیدو په حال کې ده ډېر سببونه لري چې ځينې يې د تیر ولسمشر په وخت کې ول او ځينې په هېواد کې د ملي يوالي حکومت په رامنځته کیدو سره رامنځته شوي په ټولیز په دې ډول دي : په ټول هېواد کې د افغانیو نه چلښت ،لوړ دولتي لګښتونه ،په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه ،په نړيواله سوداګرۍ کې د ډالرو کارول ، په هېواد کې قرار دادونه په افغانیو نه ترسره کول ، د ثابتو شتمنیو رانیول ،بودجې کسر،د کاذب اقتصاد شتون ، د تادیاتو د بیلانس کسر،بې ځایه استخدام،له هېواد څخه د اسعارو وتل،د پانګونې کچه ټيټیدل، له هېواد څخه د نړیوالو ځواکونو وتل ، په اسعار د څار نشتون ،بد روانې حالت شتون ، د اقتصادي وضعیت په اړه ښه نظر نه لرل ،مرکزیت له لاسه ورکول ،کډوالي ،په کوچینو معاملاتو کې د اسعارو کارول ، په افغانیو بې باوري او د اسعارو ساتل ،رسنیو پروپاګند، د پانګې نه جوړښت ،په مالي نطام نه حاکميت ، سياسي ،ټولنيز او نظامي بد حالت رامنځته کيدل دا دې ته ورته یو شمېر نورو عوامل دي چې په تیرو څوارلسو کالو کې ورته پاملرنه ونه شوه چې اوس افغانۍ ارزښت له لاسه ورکړی دی چې اوسمهال يو ډالر 69 افغانیو سره تبادله کېږي. او د نورو اسعارو په وړاندې يې هم خپل ارزښت لاسه ورکړی دی .
زموږ لپاره د پيسو د ارزښت ساتل ولې ډېر مهم دي اساسي سبب يې دا دی چې موږ یو وارداتي هېواد یو او موږ چې کله وارداتو کوو نو باید زموږ د پيسو ارزښت لوړ وي تر څو ډېر توکي پرې وارد کړو ،له بلې خوا زموږ نړيواله سوداګري هم په ډالرو ترسره کېږي که د نړۍ په بازارونو کې ډالر لږ ارزښت لږ لوړ شي نو موږ ډېر اغیزمن کيږو . یوه خبره د یادونې وړ ده چې ډېری خلک داسې فکر کوي چې د تیر ولسمشر په وخت کې افغانیو مصنوعي ارزښت ساتلو اوسمهال حقيقي ارزښت دی . خو داسې نه ده افغانیو د مجاهدینو له دورې وړاندې حقیقي ارزښت لرلو له هغې څخه راوروسته تر ننه حقیقي ارزښت نه لري ځکه د ډالرو د پمپ په وسیله يې تر اوسه دا ارزښت ساتل شوی دی . ځکه د منطق له مخې خبرې وکړو نو زموږ په 18 ولایتونو کې افغانۍ شتون نلري نو بیا خو تقاضا ورته شته واردمه افغانۍ په بازار کې د کمښت سره مخ ده نو ولې ډالر بازار ته عرضه کېږي چې افغانۍ راټولې کړي یا موږ ته معلومات نشته چې هېواد مو څومره پيسو ته اړتیا لري نو ولې افغانۍ له اړتیا څخه ډېره بازار ته عرضه کېږي خو حقیقت دا دی چې هېواد مو په اقتصادی لحاظ پياوړی نه دی اوسمهال موږ له رکود سره مخ یو .
د افغانیو د ثبات ساتلو لپاره باید په لویه کچه یانې د ملي اقتصاد په کچه پلان ونیول شي چې په دې کې د ماليې وزارت، اقتصاد وزارت، کرنۍ وزارت،کانونو وزارت ، سوداګرۍ او صنایعو وزارت ، اوبو او بريښنا وزارت،په افغانستان کې د خصوصي پانګې اچونې اداره او د افغانستان بانک سره راټول د هېواد اساسي اقتصادي ستونزې سره مطرح ، پلان جوړ او د هغې له مخې خپلې کړنې ترسره کړي یانې ټول سکتوري وزارتونه او ادارې سره راټولې په لویه کچه د هېواد د اقتصادي سرچینو په نظر کې نیولو سره د اقتصادي پرمختګ لپاره پالیسي جوړه کړي په همغږې مخ ته یوسي تر څو په هېواد کې اقتصادي ثبات رامنځته شي .
په دویمه برخه کې د افغانستان بانک چې د هېواد مرکزي بانک په توګه دندې ترسره کوي د هېواد ټولې مالي ادارې تر خپل څار لاندې راولي د مالي سیستم لپاره چوکاټ جوړ کړي . د چوکاټ په داخل کې د ټولو مالي ادارو کړنې تر غور لاندې ونيسي وخت په وخت يې څارنه وکړي . په هېواد کې تولې راکړې ورکړې (کاروباریان، صرافان، دولتي ادارې،د ځمکو اخیستل ،خرڅول ،کرایه ګروي او عامو وګړو باید په خپلو چارو کې افغانۍ وکاروي ،د افغانۍ د کاورنې ساحې پراخول ،يوازې په ډالرو تکیه نه کول ، د بازار د اړتیا سره سم د پیسو نشرول ، په لویو قراردادنو کې د افغانیو کارول ، پر بهرنیو اسعارو بنديز یوازې د افغانستان بانک او جواز لرونکو له خوا د تبادله صورت نیول،د افغانیو )په افغانیو ترسره شي ، کارولو کې باید له احتیاط څخه کار واخیستل شي ، له هېواده د بهرینو اسعارو وتل،په نړیواله سوداګرۍ کې د افغانیو کارول ، د پیسو د مناسبو سیاستونو کارول، د سوداګریز بانکونو له لوري د پورونو د ورکړې څار او د بازار د اړتیا پر اساس يې کمول او زیاتول تر څو په هيواد کې د پیسو مطلوب حالت رامنځته شي .
درنښت