ذبیح الله ايمان
دا چې امنیتي ځواکونه څنګه د هيواد رښتيني بچیان دي، په دې اړه به پوره او کره خبرې داسې درته و کړم.
دا دیارلس کاله کېږي، چې ملي اردو، ملي پوليس او ملي امنيتي ځواکونه د هيواد لپاره خپلې وينې نذرانه کوي. خپل کور یې پرې ښودلی دی، خپل مور، پلار او کورنۍ یې په میاشتو میاشتو نه شي ليدلای. ددوی یوازنی هدف دادی چې ددې هيواد دښمن ته مخه ور نه کړي، تر څو ددوی شوم اهداف پروه شي. شپه او ورځ یې سترګې د وطن چوپړ کې دي.
بل دا چې افغان سرتېري په ډيره ميړانې سره دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ور کوي. یو د سترګو حال مې وليده یو وخت له وردګو ولایت نه روان وم په لاره چې جګړه ونښته. افغان ځواکونو په ډېره ميړانه او جريت سره دښمن په شا و تنباوه. دښمن تل ناکاره کارونه کوي، مانا دا چې په پردي لمسون باندې پردي بازو ته واوا وایي.
افغان امينتي ځواکوونه، ځکه د هيواد رښتيني بچیان دي، چې په داسې یوه حالت کې د هيواد او هيوادوالو ساتنه کوي، چې ددوی په لاس کې تر ډېره پوره هغه څه نشته دي. چې کومه په دې وخت کې ورته د جګړې لپآره ورته اړتیا ده.
دوی هر وخت په ډېره ميړانې سره، هيوادوالو د سر او مال ساتنه کړې ده. ټول خلک په دې خبر دي، چې زموږ او ستاسې په هيواد کې بد امني تر حد زیاته ده، هر ځای کې د مرګ خطر، ره ځای کې وهم او هر ځای کې قاتل توره په لاس ولاړ اوغواړي چې د هيواد بچیان ووژني. دا چې تر دېره بريده ددې کارونه مخه چا نيولې ده هغه همدا ملي ځواکوونه دي، چې ملي پوليس، ملي اردو او ملي امنیت دي.
باید په هر حال کې، موږ او تاسې ددوی قدرداني و کړو، دوی ته مينه ور کړو، ددوی سره په هره برخه کې همکار شو. دا وطن په دې نه جوړېږوي چې موږ او تاسې د خپلو سرتېرو لاس او پسې ور مات کړو مانا دا چې د هغوی په ضد باندې وسلې ته لاس کړو. دا وطن که جوړېږي په همدې امينتي ځواکونو په ملاتړ به جوړېږي. ځکه، په کوم هيواد کې چې امنيت نه وي، هغه هيواد په یوه برخه کې هم پرمختګ نه شي کولای. نه به یې اقتصاد وده و کړي، نه به یې کرنيز پرمختګ وي او نه به یې هم د پوهنې په برخه کې هېڅ درک مالومېږي.
که موږ او تاسې د خپلو سرتېرو ملاتړ و کړو لاندې دوې سترې ګټې به مو په لاس را وړې وي:
لومړی: دا چې تعليم د ټولو لپاره ډېر اړين دي، هر څوک غواړي چې تعليم و کړي، خو مخه یې څه شي نيولي ده هغه یوازې بې امنيتي ده، راځي د خپلو ځواکونه سره یو شو، تر څو ددې بدې پدېدې په وړاندې و درېږو او د خپلو هيوادوالو لپاره یوه د امن فضا را منځه ته کړو، چې په پوره بارو سره هر څوک خپل بچي ښوونځي ته و لېږي. که امن نه وي هېڅوک هم په ښه ډول سره تعليم نه شي کولای.
دوييم: هېڅوک نه غواړي چې زر مړ شي، ځکه ژوند ښکلی دی او ژوند بیا هم ښکلی دی. نو دا چې ژوند ښکلی دې ددې لپاره بیا هم باید هر څوک زیار وباسي تر څو د خپلو سرتېرو په ملاتړ باندې هم خپل ژوند ښکلي کړي او هم د نورو هيوادوالو ژوند. ځکه حديث شريف هم دی وایي چې:
ژباړه: کوم شې چې د ځان لپاره خوښوئ، د نورو مسلمانانو لپاره یې هم خوښ کړئ. هر څوک غواړي چې د سولې په یوه رنګينه فضا کې ژوند و کړي. نو په کار ده چې د سولې د رنګينې فضا لپاره همدومره کار و شي. چې زه د ځان لپاره سوله او د بل لپاره جنګ غواړي اصل کې خو زما په اسلام کې شم دی، نه هر مسلمان افغان مکلف دی، چې د خپلو ځواکونو ملاتړ و کړي او ددې وران وطن په غم باندې و دردېږي تر څو یو پياوړي امينټي ځواکونه و لرو تر څو د هيواد لپاره یوه تل پاتې سوله او امن راولي.
په اخر کې بیا هم دا وایم، که غواړي چې هيواد مې د هوساينې په لور لاړ شي، نو په کار ده چې د هيواد رښتيني بچیان یانې امنیتي ځواکونه حمایت کړئ، تر څو ددې پورې یوه پر مختللی افغانستان و لرو. ځکه همدا سرتېري دي، چې د خپل بدن په سر، لاس، پښو او وينو باندې ستاسې د هر ميندې د سر پړونی له دښمن څخه په امان کې ساتي. که مو د خپلو امينتي ځواکونو ملاتړ ونه کړ، همداسې به مجبوره او ذليله و، همداسې به مو تل لاس د بل در ته نيولي وي، همداسې به ټوله ورځ کړېږو. درد ته به مو هېڅوک پټۍ را نه کړي، بلکې هيواد یوازې او یوازې سولې ته اړیتا لري سوله یوازې او یوازې د امينتي ځواکنو په ملاتړ تاو حمایې سره را تللای شي.
دداسې ورځې په هيله، چې د وطن هر ځوان، هره سپين ږېري او هر ماشوم د هيواد د امينتي ځواکونو یو ځانګړی مينوال وي. او په ډېره مينې سره ددوی ملاتړ کوئ. بیا به مې هلته هيواد د پرمختګ ته یوه هيله وي.
د یوه قوي او سپيڅلي افغان امنیتي ځواک په هيله!
[review]