لیکنه: طاهرساپی
جګړې راڅخه نه یواځې ژوند واخیست ترڅنګ یې ګڼې بنیادي پروژې خرابې شوې نیمکړې پاتې او له منځه لاړې ګڼ تاسیسات ړنګ شول اوس هم هغومره نه یو څومره چې پنځوس کاله وړاندې وو هغه دترقۍ توکي چې مو هغه وخت لرل اوس یې نه لرو کوم تولید مو چې هغه وخت لرلو اوس یې نه لرو .
افغان ځوانان د جګړې ترڅنګ دیوې بلې خاموشې سونامي په خله کې دي . د نشه یي توکو د کښت او قاچاق زیاتېدل د تپل شوې جګړې بله نادوده ، چې هره ورځ مود هېواد ځوانان دغې لارې ته مخه کوي او خپل ځان د بدبختۍ کندې ته غورځوي .
په خپلو ځمکو خپله زهر کرل او هغه زهر بیا په خپلو ځوانانو پلورل چې هره ورځ راته لارې کوڅې له معتادانو ډکوي او ورځ تربلې مو په کور کلي او ښارونو کې دجنايي جرمونو په کچه اغیز کوي ، یواځې حکومت نشي کولای چې په لرې پرتو کلیو کې دڅادر لاندې پټ شوي ځوان څخه هیرون واخلي او ورته ووایی چې دغه چاره مه ترسره کوه دا د هر افغان حق او مسولیت دی چې په دغه برخه کې اقدام وکړي د نشه یی توکو دکرکیلې مخنیوی وکړي ځوانان له روږدیوالي وساتي او په سیمه کې دعامه پوهاوي لپاره له ممبر او ملک نه ګټه واخیستل شي او خپل ځوانان له دغه بدرنګه نشې وژغوري .
دنړیوالو او کورنیو ادارو هر کال د دغې منحوسې پدېدې د کر کیلي او قاچاق کچه تر بل تېر کال زیاته او زړه بوږنونکې ښودل کېږي هره ورځ مو سلګونه ځوانان په کوڅو او پارکونو کې زیاتیږي چې په بدحال پراته وي او د ژوند اومرګ ترمنځ شپې سبا کوي .
د بهرنیانو او لویدیزوالو له اړخه ترسره کېږي په افغانستان کې د نا امنیو د پراختیا لامل دلته د نشه یي توکو د کر کیلي او قاچاق زیاتوالی ښودل شوی دی.
که هر افغان وغواړي چې په خپله ځمکه حلال او ګټه رسوونکی فصل وکري نو طبعي ده ، چې د غه ستونزې ته به دپای ټکې کیښودل شي .
په نړۍ کې هیچاته یو روغ او له هسکو ماڼیو ډک هېواد په لاس نه دی ورغلی هیڅ داسې ملک نه وو ، چې په طبعي ډول دې سرکونه برېښنا کوټونه او دنګې ښکلې ماڼۍ ولري همدا د ولس او ټولنې دهڅو په پایله کې داسې پرمختګ شوی چې اوس یې د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې په شمسي نظام کې څېړنې او پلټنې کوي .
زموږ درې میلونه کورنۍ په یو نه یو ډول په دغه ناورین او کړکیچ کې ښکېلې دی، موږ ددغه ستر درد اندازه له دې لګولی شو چې په کومه کورنۍ کې څوک په نشه یی توکو روږدی وی، د هغې کورنۍ سوکالی، آرامی او خوښی ټوله کډه کوی د روږدو اکثریت ځوانان جوړوی، که تاسو نشه یی توکو د قاچاق او کرکیلې مخه ونه نیسۍ نو وبه نشۍ کولای چې رقیبانو سره مساوي او رقابتي اردو او پولیس ولرۍ ځکه زموږ دغه برخه یواځې ځوانان ډکولای شي .
که ولس او کروندګر دنشه یی توکو د کرکیلې څخه لاس وانخلي ، یوه ورځ به ددغه غریب بزګر ځوی هم د نامشروع لارو څخه د خپلې نشې په پیدا کولو پسې غلا، قتل او نورو نامشروع لارو څخه کار واخلي ، ټولنه او دولت لا هم روږدی کس ته د یو ناروغ په سترګه نه ګوری، دلته روږدی او معتاد کس ته د مجرم په سترګه کتل کېږی، په کورنۍ او ټولنه کې تحقیر او توهین سره مخ کېږی، کله چې یو څوک په عین حال کې معتاد وی او ورسره ټولنه د انسانی چلند په ځای وحشیانه او له تاوتریخوالی ډک چلند وکړی، د هغه په زړه کې کینه پیدا کېږی او هره شیبه امکان شته داسې لارو چارو ته لاس واچوی چې په جرم او جنایت تمامه شی.
په داسی حال کی چی نشه یی توکي په افغانستان کی کرل کیږی. د افغانانو له خوا کرل کیږی. د افغانانو له خوا پروسس او قاچاق کیږي خو کټه یې نړیوالې مافیا ته رسیږي څو تنه ترې ګټه اخلي چې زیان یې بیا ټول بشریت ته وي .
دیوې سروې له مخې په ټول هېواد کې درې میلیونه شاو خوا خلک په نشه یی توکو روږدي دي که په ټولیز ډول هر معتاد د ورځې ۵۰ افغانۍ لګښت وکړي نو هره ورځ به ۱۵۰ میلیونه افغانۍ لګښت وکړي چې دغه چاره په یوه میاشت کې کولای شي په هېواد کې ترې دبرېښنا بندونه ورغیږي دوۍ هېواد ته ګټه نه رسوي دوۍ دهمدې ولس په اوږو بار دي چې دوۍ یواځې مصرفوونکو کې حسابیږي ځکه دوۍ د کار او ګټې وټې نه وي دغه پیسې له نامشروع او ډېره سخته پیدا کوي چې له هغې وروسته بیا پرې ځان ته نشه یی مواد رانیسي .
باید وویل شی په نشه یی توکو روږدي کسان په یوه جنس پوري تړلي ندي. په نشه یی توکو روږدی کسان په نارینه او ښځو کی لیدل کیږی او همدارنګه ماشومان ، ځوانان ، د پاخه عمر او حتی سپین ږیری هم په نشه یی توکو د روږدو کسانو کې هم شته په یوه توکم ، قوم ، ژبه او مذهب پورې تړلی نه د ی.
که څه هم د افغانستان دولت او نړیوالی ټولنې په هیواد کی په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنی د پاره یو لړ ګامونه پورته کړی دی او د هیواد په مختلفو برخو کی د په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنی د پاره روغتونونه جوړ شوی دی خو داسی ښکاری چی دا تدابیر بس نه دی او نه شی کیدای په هیواد کی د ټولو روږدو کسانو د درملنی جوګه شي نو دغه ستر انساني ناورین دمخنیوي لپاره اړینه ده چې نړیواله ټولنه لاس په کار شي او د افغان حکومت سره مرستې زیاتې کړي .د نشه ییزو توکو کرل، جوړول او قاچاقول د ناامنۍ، د جګړې د دوام او د ډېرېدونکي شمېر افغانانو د په نشه ییزو توکو روږدېدا سبب ګرځي.
د کوکنارو له کرنې او د اپین له تیارونې نه د افغانستان لپاره د نه جبران وړ تخریب سبب ګرځېدلی دی.
افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د نومبر په ۱۹مه یو لړ بریدونه پیل کړل چې طالبان په هغو ځایونو کې، چې هلته هغوی ته ډېر تاوان ور رسیږي، یعنې د عوایدو سرچینې یې خرابېږي، وولي. افغان او امریکایي ځواکونو په ګډه په هلمند ولایت کې د نشه ییزو توکو لابراتوارونه او د قوماندې او کنټرول مرکزونه وویشتل.
په دغه هېواد کې په اټکلي توګه له ۲.۹ میلیونو څخه تر ۳.۶ میلیونو پورې کسان په نشه ییزو توکو روږدي شوي دي.
که عسکر د کوکنارو پټي او د نشه ییزو توکو د تولید مرکزونه په یو وخت په نښه کړي، افغانستان کولی شي چې د جګړې زیانونه راکم کړي. هغه دې خبرونو ته، چې افغان او امریکایي ځواکونو په هلمند ولایت کې د نشه ییزو توکو د تولید د مرکزونو په نښه کول پیل کړل.
کله چې د نشه ییزو توکو د تولید مرکزونه په نښه کیږی، نشه ییزو توکو ته به لاسرسی کم شي، چې دا په خپل وار سره د روږدو کسانو د شمېر د ډېرېدا مخه نیسي.
نو داسې به ووایم چې ددغې ناوړې پدیدې لپآره هر فرد ددې هېواد مکلف دی ، دکر کیلې قاچاق او استعمال په مخنیوي کې له خپل ملت او دولت سره څنګ په څنګ ودریږي کنه یوه ورځ به دغه ناورین د هر کور دروازې وټکوي .