ليکنه: هارون همت
په افغانستان کي د ناامنیو، بې کاریو، فقر، په هیواد کي د کاري فرصتونو نه شتون او د هيواد نامعلوم راتلونکی د ژوند ناسم شرایط هغه لاملونه دي چي یو شمېر افغانان هڅوي څو یا په یوازي توګه او یا هم له خپلي کورنۍ سره خپل کور او هر څه پرېږدي او په غیرقانوني توګه پاکستان، ایران او ترکیې ته ولاړ سي او یا هم د پاکستان، ایران ترکیې او یونان له لارو څخه په قاچاقي ډول ځانونه اروپا ته ورسوي. که څه هم په دې لارو کي د مړیني او ډول ډول سختیو راپورونه هر وخت خپاره سوي، خو بیا هم وینو یا اورو چي اوس هم ځيني افغانان خپل هیواد پرېږدي او نورو هیوادونو ته ځي. پوهېږو چي په هیواد کي ستونزي سته، خو د ستونزو سره مقابله په کار ده او داسي لاره غوره کول په کار دي چي مطلوبه پایله ولري. ځیني ځوانان بې له دې چي د یوې منطقي حللاري لپاره فکر وکړي، پر داسي لارو قدمونه اخلي چي د سفر جریان یې مشکلات، کړاوونه، لوږه، تنده، پښېماني او حتی مرګ وي.
يو څه وخت مخکي مي یوه خپرونه دغي موضوع ته ځانګړې کړې وه چي ولي اکثره افغان ځوانان بهرنیو هیوادونو ته ستونزمن سفرونه کوي؟
له ډېرو داسي کسانو سره مي خبري وکړې چي نورو هیوادونو ته تللي وو او اوس بیرته افغانستان ته راغلي دي. د دوی د خبرو څخه داسي معلومېدله چي زموږ ځوانان د نالیدلو سفرونو په اړه هیڅ معلومات نه لري او یا هم د هغه چا په مشورو عمل کوي چي د انسان ژوند هیڅ ارزښت او اهمیت ورته نه لري او دا ډول کسانو ته شخصي ګټي تر بل هر څه مهمي دي. د دغو خطرناکو سفرونو په اړه ځکه انساني قاچاقبران نورو کسانو ته واقعي معلومات نه ورکوي چي دوی د همدې قاچاق له لاري پیسې تر لاسه کوي. له دغو غیرقانوني مسافرو څخه ځیني وخت یو شمېر کسان په لاره کي ژوند د لاسه ورکړي او ځيني خو په ژوندوني ورک سي، یا پر لاره پاته سوي وي او یا هم د هغه هیواد د حکومتي سرحدي سرتېرو له خوا وژل سوي وي.
د حسین مایار په نامه یو کس چي ایران ته تللی و، راته وویل چي: ((موږ په یو داسي ځای کي بند پاته وو چي هیڅ لار نه راته معلومېدله، موږ ۲۴ کسان وو، هلته حکومتي ځواکونه راغلل موږ يې ونیولو، په دغه سیمه کي چي موږ بند پاته وو، باران سوی و، ډېري خټي هم وې، زموږ یو ملګری په خټو تر غاړي ننوتی، موږ يې په موټرانو کي سپاره کړو، هغه نارې وهلې موږ هیڅ کولای نه سوای. هغه پولیسو چي موږ يې د ځان سره بېولو، هغوی يې هم مرسته ونه وکړه، نو همداسي مو روغ انسان مرګ ته پرېښاوه، نور نو خدای خبر چي د هغه بې چاره سره به څه سوي وي.))
داسي به ډېرو کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی وي. په هيواد كښي د كار او ورځني ژوند د آسانتياوو د نه لرلو له امله هره ورځ ډېرى د كار ځوانان نورو هیوادونو ته د كار لپاره ځي. له دې ډلي څخه يې ډېری اروپايي ملكونو ته په ناقانونه ډول تللي او يا د تللو تكل لري، دوی بيا په لارو كي له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، ډېرى يي په سمندرونو كي په كښتيو كي ډوب سول، ډېرى هم د نورو ملكونو د پوليسو له خوا ووژل سول او ډېرى هم یرغمل كېږي او بيا يې څوك له ژوند او مرګ څخه هم نه خبرېږي.
صالحه خالقي په جرمني کي د افغانانو په هغه کمپ کي ترجماني کوي چي د افغانستان څخه په ناقانونه ډول ورغلي کډوال پکښي ساتل کېږي. آغلي خالقي د هغو افغان ځوانانو په اړه چي په ناقاونه ډول جرمني تللي او د جرمني حکومت نیولي دي، داسي یوه کیسه راته وکړه: ((جرمني ته تر ډېره افغانان په قاچاقي ډول راځي، د دوی عمرونه د ۱۶ کلونو څخه تر ۱۸ کلونو پوري وي. د دې عمر کسان ځکه راځي چي د جرمني په قانون کي تر ۱۸ کلنۍ د کم عمره کسانو لپاره تر نورو کسانو ژر دلته د اوسېدو چانس برابرېږي. ما ته په دغو کسانو کي چي د افغانستان وو، یوه کس خپله کیسه راته وکړه، ویل يې، چي: موږ په یوه کښتۍ کي ۴۸ تنه سپاره وو، کله چي د اوبو منځ ته ورغله، کښتۍ پر منځ ماته سوه، ما ټولو کسانو ته کتل چي اوبو ډوبول، ما د کښتۍ یوه کوچنۍ ټوټه ونیوله پر هغه مي ځان ټنیګ کړ، ځينو نورو کسانو هم همداسي د خپلو ځانونو د ژغورني لپاره هڅي کولې، خو تر ډېر ځنډ وروسته موږ پولیسو ونیولو او د ۴۸ کسانو څخه یوازي ۱۲ تنه پاته سوو، نور ټول اوبو یووړل او مړه سول. هغه کسان چي تر دې ځایه رارسېږي، د ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، اکثریت يې په رواني ناروغیو اخته دي. زه د یوې افغاني په صفت خپله هڅه کوم چي دوی ته د ژوند ښه امکانات برابر کړم.))
د کار په موخه بهر ته تلونکي افغانان اکثره په هیواد کي دننه د کار د نشتوالي له کبله دغه سختۍ او آن د مرگ گواښونه پر ځان مني، خو په هيواد کي دننه د ځوانانو د روزني لپاره ښوونځي، مدرسې او پوهنتونونه فعال دي او دغه ډول د حرفوي زده کړو گڼ کورسونه هم سته، چي ځوانان کولاى سي په دغو مرکزونو کي تر زده کړي وروسته په هیواد کي کار وکړي او یا هم په قانوني او خوندي توگه بهر ته د کار او غريبۍ لپاره ولاړ سي. سره له دې چي تر اوسه په افغانستان کي د انساني قاچاق د مخنيوي په موخه ډېري لږ هڅي سوي اوپه دغه لړ کي کم قاچاق کوونکي نيول سوي دي. د یو افغان فرد په صفت د دولت څخه غوښتنه کوم چي په خپل هیواد (افغانستان) کي خپلو ګلالیو ځوانانو ته د کار زمینه مساعده کړي او امنيتي ادارو ته لارښوونه وکړي چي د انساني قاچاق کوونکو سره د مبارزې لپاره خپلي هڅي گړندۍ، زياتي او اغېزناکي کړي.
[review]