Afghan Tips

AFGHAN TIPS

د بلجیم او اروپا په اړه په پښتو معلومات

پښتو   |   NL   |   EN

کورپاڼه / لیکنې

افغان کډوال ماشومان د بلجیم راتلونکې ګواښي

افغان کډوال ماشومان د بلجیم راتلونکې ګواښي

د بلجيم فدرال پولیس وايي چې له مراکو او افغانستان څخه ماشوم کډوال په بلجیم کې د مخدره توکو قاچاق او غلا لپاره ګمارل کیږي.

د فدرال پولیس وياند وايي چې دا ماشومان خپله د مراکو او افغان ګروپونو لخوا هڅول یا مجبوریږي چې غلا وکړي او یا مخدره توکي وپلوري.‌

فدرال پولیس وايي چې دا ماشومان چې دلته د مخدره توکو د بانډونو لخوا کارول کېږي له دې مرحلې څخه د تېرېدو وروسته دوی خپله په لویو مجریمینو بدلېږي چې دا به د بلجیم راتلونکې ګواښي او هغه وخت د وضيعت کنترول به ستره ننګونه وي.

په بلجیم کې د کډوالو اداره د بې سرپرسته او زیرسن کډوالو لپاره د پالنې او څارنې ځانګړې خدمات لري دوی وايي چې دا خدمات چې ماشوم مجبوروي چې ښوونځي ته لاړ شي ددې ماشوم کډوالو لپاره کم دي او بسنه نه کوي.

په بلجيم کې د ماشومانو د حقوقو کمیساره کارولين فريينس وايي چې افغان او مراکو کم سنه ماشوم کډوال د لارو په اوږدو کې د جنسي تیري قرباني کېږي. چې تېر کال دوه،‌ څلور پېښو کې مراکويي او افغان ماشومان د الکولو او جنسي تیري له امله وژل شوي وو.