لیکنه: نصیر کوټوال
ویره هغه څه دي چې د انسانانو پر کړو وړو د هغوی د ژوند په هره برخه کې اغېز لري چې د هغوی اقتصادي کړه وړه او تصامیم هم تر ډیره بریده د ویرې یا ډار له امله اغېزمن کیږي. هغه ډار چې د وګړو اقتصادي حالت، کړه وړه او تصامیم تر خپل اغېز لاندې راوړي اقتصادي ډار نومیږي.
کله چې وګړي په راتلونکې کې د پور څخه ډار ولري، یا هم د شتمنیو د بیو د لوړیدا څخه په ډار کې وي او یا هم د راتلونکې اقتصادي وضعیت اړوند مطمین نه وي، همدغه ویره او عدم اطمینان د راتلونکې اقتصادي حالت اړوند د خلکو اندیښنه نوره هم زیاتوي او له دې لارې ټولیز اقتصادي جریان زیان مومي. که وګړي د پوروړي کیدو څخه ډاریږي نو خپل لګښتونه کموي، همدارنګه د بیو د لوړوالي له ویرې هم په خپلو لګښتونو کې کموالی راوړي چې دا چاره د مجموعي تقاضا د کمښت له لارې د اقتصادي جریان حجم کموي او په پایله کې یې بې روزګاري او نورې اقتصادي ستونزې را مینځته کیږي.
په راتلونکې کې د بې روزګاره پاتې کیدلو ویره په لویه پیمانه د وګړو لګښتونه کموي، دا ویره په ټولو وګړو کې په چټکۍ خپریږي او له امله یې په اقتصادي جریان کې رامینځته شوی ستونزمن دی چې په لنډ مهال کې له مینځه یوړل شي.
ځینې وختونه اقتصادي ډار ډیر ډاروونکی او بدې پایلې لري. د بیلګې په توګه، داسې هم کیږي چې په یو هیواد کې اقتصادي ځوړتیا شتون و نه لري خو د هیواد په داخل او بهر کې د خلکو په خولو د احتمالي ځوړتیا لفظ اوړي را اوړي. د بیلګې په ډول ممکن زمونږ هیواد کې شته اقتصادي ځوړتیا دومره نه وي او یا هم له سره مو اقتصاد له ځوړتیا سره مخ هم نه وي خو بیا هم تبلیغاتو او خبرونو پر مونږ دومره اغېز کړی چې د وګړو لګښتونه یې تر ډیره بریده را کم کړي او همدغه د لګښتونو کمښت د ټولیزې تقاضا د کمښت له لارې د ټول هیواد اقتصادي جریان اغېزمن کړی. له دې څخه یو حقیقت څرګندیږي، او هغه دا چې د وګړو د لګښت کچه یوازې د هغوی د عاید سره اړیکه نه لري بلکې د عمومي اقتصادي جریان اړوند د هغوی درک هم د لګښتونو پر اندازې خپل اغېز لري.
د ځینو اقتصادي پیښو اړوند د وګړو مخکنۍ تجربې هم د هغوی د اقتصادي ډار لامل کیږي که څه هم شرایط د تیر وخت سره توپیر ولري. د بیلګې په ډول که د انفلاسیون کچه زیاتیږي نو وګړي د انفلاسیون د تیر وخت کچې ته په پام سره خپلې اقتصادي چارې او پریکړې تنظیموي.
ځینې وختونه د اقتصادي متحولینو لکه انفلاسیون، د سود کچه او نورو اړوند ناسم معلومات او ډیټا هم د وګړو د اقتصادي ډار لامل کیږي. ممکن د دغه متحولینو اړوند غلط ارقام د دې لامل شي چې وګړي د ډار له امله په خپلو اقتصادي پریکړو کې بدلون راولي. د بیلګې په ډول زمونږ په هیواد کې د اقتصادي شاخصونو اړوند دقیق معلومات او احصایه نشته خو یوازې د وګړو څخه اورو چې د پانګونې کچه کمه شوې، تولید کم شوی، دولتي عواید کم شوي، بې روزګاري زیاته شوې او نور. خو د دې اړوند هیچا ته هم کره معلومات نشته چې نوموړي شاخصونه په کمه اندازه او سلنې کم یا زیات شوي دي.
په اقتصادي دوران کې د نوساناتو ډیر والی او د ثبات نه شتون هم د وګړو د تلپاتې اقتصادي ډار او زړه نا زړه توب لامل دی. د بیلګې په ډول که د یو هیواد اقتصادي جریان له پرمختګ وروسته بیرته ډیر زر د ځوړتیا حالت ته راګرځي نو وګړي یې د اقتصادي هوساینې پر مهال هم په لګښتونو کې د سپما او کمښت څخه کار اخلي. د دغه ډار د له مینځه وړلو لپاره اړینه ده چې د کاروبار د دوران د ثبات لپاره ځانګړې اقتصادي پالیسي ګانې پر کار واچول شي.
دولتونه هڅه کوي چې د اقتصادي چارو اړوند د وګړو ډار له مینځه یوسي او یا هغه کم کړي خو دلته یوه ستونزه شته؛ او هغه دا چې دولت د اقتصادي ستونزو اړوند د مبالغې څخه کار اخلي، د بیلګې په ډول په وروستیو کې د ډالر او نورو بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د تبادلې نرخ شونې ده چې بیروني لاملونو لکه د نړۍ په کچه د ډالرو د ارزښت زیاتیدل او نورو له امله ښکته شوی وي خو دا په دې مانا نه ده چې د افغانیو د ارزښت کموالی کورني لاملونه نه لري. په دې برخه کې چارواکي خپل ځان له مسولیت څخه کاږي او وایي چې د افغانیو د تبادلې د نرخ ټیټیدل طبعي خبره ده.