لیکنه: رحیم امین
زمونږ ګران هیواد افغانستان پداسې یوه جغرافیه کې ځای لري چې غرونه ورنه چاپیر، سمندر ته لار نلري، سیاسې او امنیتې حالات یې تل زړه بوږنونکې وي. نو دداسې یوه هیواد لپاره اقتصادې پیوستون یوه اړتیا دی چې د سوداګرۍ او نورو اقتصادې کړنو لګښتونه یې کم شي او په سیمه کې سیاسي ثبات تر لاسه کړي. په جغرافیه برسیره نور ډیر عوامل دې چې په اقتصادې پیوستون مستقیمي اغیزي لري چې پدې لیکنه کې زما تمرکز د اقتصادې پیوستون په چارو ، ستونزو، ګټو، زیانونو او اندازه کولو څرخي.
د پخوانې ولسمشر حامد کرزی په وخت کې افغانستان تر ډیره بریده په پاکستان او ایران تکیه کوله ځکه له نورو هیوادونو سره زمونږ اقتصادې او سوداګریزي اړیکې کمې او یا په هیڅ حساب وي او پدې برخه کې چندان د پام وړ کارونه ونه شول خو د ولسشمر محمد اشرف غنی په دوره کې پدې برخې کې مونږ ډیري لاسته راوړني لرو چې افغانستان یې له یوه انحصاري پیوستون نه پراخ او څو اړخیز اقتصادې پیوستون ته وګرځاوه. په یویشتمه پیړۍ کې اقتصادې پیوستون ډیر اړین دی ځکه د سرچینو د پرتلیزو ګټو هاخوا د سیاسي ثبات لپاره تر ټولو ښه وسیله دی.
اقتصادې پیوستون څه شی دی؟
اقتصادې پیوستون هغو اسانتیاو او ترتیباتو ته ویل کیږي چې د مختلفو سیمو او هیوادونو د بازارونو او اقتصادې کړنو په مینځ کې شته خنډونه کم او یا له منځه یوړل شي او غړي هیوادونه د پولې او مالې کړنلارو په اړه همغږي شي.. د اقتصادې پیوستون اصلې هدف د مختلفو سیمو د پیریدونو او تولیدونکو د سوداګریزو کړنو د لګښتونو کمول او د هیوادونو تر منځ د اقتصادې او سوداګریزو کړنو زیاتول دي.
د هیوادونو تر منځ اقتصادې پیوستون توپیر کوي او مختلف پړاونه لري چې په لاندې ډول دي:
- د سوداګرۍ امتیازي سیمه یا هوکړه Preferential Trading Area/Agreement (PTA)
- د ازادې سوداګری سیمه (FTA) Free Trade Area
- ، د ګمرکاتو اتحادیه، Customs Union
- ګډ بازار Common Market
- اقتصادې او پولې اتحادیه، Economic and Monetary Union
- بشپړ اقتصادې پیوستون، Complete Economic Integration
هر څومره چې د هیوادونو تر منځ اقتصادې پیوستون زیات وي په همغه اندازه د راکړي، ورکړي خنډونه له منځه ځي او د غړو هیوادونو تر منځ اقتصادې او سیاسې همغږی زیاتیږي.
د اقتصادې پیوستون ګټې او زیانونه
د اقتصادې پیوستون ګټي: د اقتصادې پیوستون ګټې په عمومآ په لاندې دریو برخو ویشل کیږي:
- د راکړي ورکړی ګټي: د ګمرګ (ټاکس) او تعروفو له منځه وړل او یا کمول.
- د ګومارلو یا کار موندلو ګټي: د غړو هیوادونو کاریګر په یوه او بل هیواد کې له فرصتونو څخه ګټه اخیستلی شي.
- سیاسي همغږي: غړي هیوادونه د خپلو اقتصادې ګټو په خاطر د یوه او بل سره سیاسي ستونزي حل کوي.
په پورته ګټو برسیره اقتصادې پیوستون نورې ګټي هم لري د بیلګې په توګه، د سوداګرۍ لګښتونه کموي، د پیریدونکو لپاره په ښه کیفیت د خدماتو او تولیداتو شتون ، ګټور عایدات لرل چې د خلګو د پیریدلو قدرت زیاتوي، د کار موندنې فرصتونه زیاتیږی ،د هیوادونو تر منځ د راکړي ورکړی بازار پراخیږي، هیوادونه مهارتونه او ټیکنالوژی شریکوي، ازاده پانګونه، هیوادونه اقتصادې او سیاسي اړیکې ټینګوي تر څو په خپل منځ کې شته ستونزي په همغږی حل کړي.
د ا قتصادې پیوستون زیانونه: سره له دې چې اقتصادې پیوستون ګټي لري خو زیانونه او لګښتونه یې هم سړی له پامه نشي غورځولی. عمده زیانونه یې په لاندې ډول دي:
- د سوداګرۍ د بڼي داسې بدلون چې د اقتصادې پیوستون نه وتلې غړي زیانمن کړي.
- د اقتصادې پیوستون په پلمه د یوه هیواد حاکمیت او خپلواکې له خطر سره مخ کول. بیلګه یې په ۲۰۱۶ کې د برتانیې له اروپایې اتحادیې څخه وتل وه .د کارپوهانو په آند لومړۍ دلیل یې دا وه چې برتانیې په خپلو چارو کې بشپړه خپلواکې غوښتله.
- غړي هیوادونه اړ دي هغو سوداګریزو، مالې او پولې قوانینو او کړنلارو ته غاړه کیږدي چې یوه خپلواکه اداره یې تصویب او جوړوي چې د غړو هیوادونو اوسیدونکې پکې لاس نلري.
د اقتصادې پیوستون اندازه کول
څرنګه چې اقتصاد پوهان او پالیسې جوړونکې په دې نظر دي چې اقتصادې پیوستون د یوې ټولنې لپاره ډیر ګټور دی نو ځکه تر اوسه ډیرو مالې مرکزونو دا هڅه کړي چې داسي یوه اندازه وټاکې چې د هغې پر مټ وکولی شي د هیوادونو او سیمو تر منځ د اقتصادې پیوستون کچه وټاکې. د اقتصادې پیوستون د کچې یا اندازي د ټاکلو لپاره مختلف اقتصادې نغوتاند او عناصر په پام کې نیول کیږي د بیلګې په توګه، د هیوادونو او سیمو تر منځ د خدماتو او تولیداتو د راکړي ورکړي کچه، د پیسو لیږد، د کاریګرو تګ راتګ ، د هیوادونو تر منځ د مالې مراکزو پرتله، د پیریدونکو او پانګه والو د خوندیتوب قوانین او داسې نور. په اوسنئ نړې کې ځينې هیوادونه لکه فینلنډ، اسټریا، هسپانیه او فرانسه په خپلو منځو کې له نورو غوره او معیاري اقتصادې پیوستون لري.