توماس کارلایل هغه څوک و چې پر اقتصاد یې د شیطاني علم نوم کیښود. په ښکاره توګه، کار لایل د مالتوس د نفوسو د تیورۍ پر وړاندې دغه ډول غبرګون ښودلی. مالتوس د نفوسو د ډېرښت اړوند ویلي وو چې د خوراکي توکو تولید په هغه اندازه زیاتوالی نه کوي په کومه اندازه چې د وګړو شمېر زیاتیږي. په همدې بنسټ داسې وخت راتلونکی دی چې د وګړو زیاتیدونکی شمېر به د غذایي توکو د کمښت سره مخ وي او له همدې امله به خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د مالتوس له دغه نظریې وروسته ځینې نورو اقتصاد پوهانو هم ورته څرګندونې وکړې چې ډېره برخه یې ډاروونکې او له انصاف څخه لرې څرګندونې وې. د بېلګې په ډول، ځینو اقتصاد پوهانو ویل چې د مزد کچه باید دومره وي چې یوازې د کارګرو او د هغوی د کورنیو د ژوندانه اساسي اړتیاوې پرې پوره شي. د دغه تیوري پلویان وایي کله چې مزد د ګوزارې د حالت څخه لوړ شي نو کارګران ودونو کولو ته تشویقیږي او هڅه کوي چې لویې کورنۍ او اولادونه ولري چې له امله یې د کار عرضه زیاتیږي.
وروسته د کارلایل په ادعا باندې هم ډېرې نیوکې شوي او ویل کیږي چې د کارلایل اصلي ستونز د مالتوس له نظریې سره نه وه او نه یې هم دغه ادعا د مالتوس د تیورۍ پر وړاندې کوم غبرګون و، بلکې د کارلایل اصلي ستونزه د جان سټوراټ میل سره وه. جان سټوراټ میل اقتصاد پوه او فیلسوف و، هغه ادعا کوله چې د ملتونو ثروت او بډاینه د نژاد له امله نه بلکې د اقتصادي بنسټونو او اقتصادي قوانینو له امله ده. کارلایل بیا د غلامۍ پلوي و او ویل یې چې ځینې خلک له موره باداران او هوښیار زیږي او باید په نورو وګړو باداري وکړي او هغوی د ځان په ګټه وکاروي. هغه ویل سپین پوستي پیدایشي له تور پوستو غوره دي ځکه خو تور پوستي باید د غلامانو په توګه وکارول شي.
د کارلایل دغه ادعا د اقتصادي قوانینو لکه عرضې او تقاضا له مخې نا سمه ده، ځکه په دغه قانون کې د چا نژاد، ژبه او دین مطرح نه دی بلکې هرڅه د اړتیا له مخې ځانګړو موخو ته تخصیص کیږي. نو دا چې د کارلایل د غلامۍ نظریه د اقتصادي قوانینو له مخې مردوده ده ځکه خو هغه د اقتصاد پر ضد دریځ ونیوه او پر دغه علم یې د شیطاني علم نوم کیښود.
کارلایل په ۱۸۵۳ زیږدیز کال په لندن کې یوه لیکنه خپره کړه او په هغه کې یې د لویدیځ هند هغه ستونزه وڅېړله چې د غلامانو د ازادۍ له امله په شته مزد او امتیازاتو سپین پوستو ته د اړتیا وړ کاري قوه نه پیدا کېده تر څو خپل کاروبارونه پر مخ یوسي. کارلایل په دې اړوند نظر ورکړ چې کارکول اخلاقي بڼه لري او کله چې تورپوستي په شته مزد کار نه کوي باید هغوی د زور له لارې کار کولو ته اړایستل شي. د اقتصادي قوانینو له مخې د کار عرضه او تقاضا ده چې یو وګړی کار کولو ته اړ باسي او یا هم یو متشبث د کارګرو ګومارلو ته اړ کوي، خو کار لایل بیا وایي چې که هر څه عرضې او تقاضا ته پریږدو نو بیا د انسان ونډه او برتري څه شوه.
جان سټوراټ میل د کارلایل ځواب ووایه او ویې ویل چې د کارلایل نظریه استبدادي نظریه ده چې د تاریخ په اوږدو کې هېڅ هغه ټولنه د بریالیتوب پوړیو ته نه ده رسېدلې چې دغسې یوه نظریه یې پلي او تعقیب کړې وي. میل وایي که وګړي په زور سره کار کولو ته اړایستل کیږي نو بیا پر کوم بنسټ سپین پوستي له دغه اجبار څخه معاف او یوازې تور پوستي په زور سره کار کولو ته مجبوریږي.
یوازې کارلایل اقتصاد شیطاني علم نه بللو بلکې په وروستیو کې یې نور ملګري لکه چارلیس ډیکینز Charles Dickens ، جان رسکین John Ruskin او نور پیدا کړل. دغه ډله تر نولسمې پیړۍ پورې یو له بل سره تړلي پاتې شول.
په پای کې ویلای شو چې د کارلایل لویه ستونزه د اقتصاد له قوانینو سره وه چې ټولې چارې د اقتصادي هڅوونکو او ګټو پورې تړلې ګڼي او په دې برخه کې د ژبې، قوم او نورو پر بنسټ باداري او برتري له مینځه وړي. د کارلایل دا دلیل معقول نه دی چې وایي اقتصادي قوانین د انسان شرافت تر پښو لاندې کوي په داسې حال کې چې پخپله د داسې یوې نظریې پیروي کوي چې یوازې د رنګ له مخې یو انسان لوړ او بل ټیټ ګڼي.
دا د اقتصاد اړوند د کارلایل په څېر د ځینو پخوانیو نظریات دي او نن سبا که موږ وګورو نو د اقتصاد د علم او اقتصاد پوهانو یوازینۍ موخه او هیله د بشریت هوساینه او خوښي ده او له دغه حقیقت څخه هېڅوک هم سترګې نه شي پټولای.
لیکنه: نصیر کوټوال – سرچینه: همیانۍ اقتصادي ورځپاڼه
[review]