لیکنه: شاهدالله ساحل
اقتصاد پوهان د اقتصاد علم د ټولنیزو علومو یوه رشته بولي او د اقتصاد علم په لویه کې په دوو برخو وېشي چې یو یې ملي(لوی)اقتصاد دی او بل یې تصدی(کوچنی)اقتصاد دی
تصدی اقتصاد: ټول هغه حقایق او پدیدې توضیح او تشریح کوي چې د یوې تصدۍ په داخل کې صورت نیسي.
ملي اقتصاد: هغه علم دی چې د یوه هېواد په سطحه اقتصادي موضوعات تر څېړنې لاندې نیسي، او د ټولنې مادي حالت د کُل په توګه بیانوي
مجموعي عرضه(ملي تولید)، مجموعي تقاضا، د وزګارتیا انډول، ملي پانګه اچونه او همدارنګه د یوه هېواد صادرات، واردات، لګښتونه او عاید تر څېړنې لاندې نیسي.
ډېر شمېر خلک د اقتصاد له کلمې سره اشنا دي، او اکثریت د دوئ فکر کوي چې اقتصاد یوازې د پیسو په مانا دی او یا یوازې د پیسو په اړه بحث کوي، اقتصاد علم هېڅکله هم یوازې د پیسو په مانا نه دئ او نه هم یوازې د پیسو په اړه بحث کوي؛ بلکې اقتصاد علم زموږ د ژوندانه په ډېرئ مواردو کې مرسته کوي.
څنګه او څه ډول کاروبار پیل کړو؟ څنګه کولائ شو په کمو امکاناتو هغه د ژوندانه لومړنۍ او اړینې اړتیاوې پوره کړو؟ څنګه کولائ شو خپل عاید نسبت خپلو لګښتونو ته زیات کړو؟ څنګه کولائ شو چې د عاید یوه برخه پس انداز او بېرته په ښه او موثره توګه سیرمایه ګذاري کړو او….
دا ټول هغه مسایل دي چې اقتصاد علم ورته معقولې حللارې او ځوابونه لري
د اقتصاد علم د زده کړې یواځینئ موخه همدا ده چې څنګه د خپلو اړتیاوو او غوښتنو د پوره کولو لپاره له کمو او محدودو منابعو یا امکاناتو څخه موثره او اعظمي ګټه پورته کړو.
د اقتصاد علم لپاره تر اوسه داسې تعریف نشته چې د اقتصاد پوهانو پرې اتفاق راغلئ وي، خو دلته یې دوه جامع تعریفونه رااخلم
اقتصاد هغه علم دی چې د محدودو منابعو په چوکاټ کې د انسان غیر محدودو اختیاجاتو(غوښتنو) ته په اعظمي ډول ځواب ووایي.
استاذ احمدسینا سباوون د اقتصاد د تعریف په اړه لیکي…
د اقتصاد کلمه د عربي ژبې ده او د(قصد) څخه اخیستل شوي چې په چارو کې د منځلاریتوب(میانه رړی)، په افعالو او اقوالو کې د استقامت، په پرېکړو کې د عدالت او د مال په لګښت او مصرف کې د اعتدال په مانا استعمالیږي.
یاده کلمه په قران کریم کې هم په ذکرشوو ماناوو سره راغلي ده، د بېلګې په ډول الله تعالی د لقمان د سورت په ۱۹ ایت کې فرمایي؛ وَاقْصِدُ فِی مَشْیِکَ وَاعْضُضْ مِنْ صَوْتِکَ. ژباړه: په خپل تګ کې میانه روي غوره کړه او خپل غږ لږ ټيټ کړه.
په انګلیسي ژبه کې ورته مترادفه استعمالېدونکي، مروجه کلمه Economy ده چې د یونانۍ ژبې د (اُیکُنُما) څخه اخیستل شوي او دا بیا پخپله د دوو نورو کلمو څخه ترکیب شوي چې لومړۍ یې (اُیکُس) د کورنۍ او دوهمه یې (نُمُس) د رسم او قانون مانا لر
You also might be interested in
لیکنه او راټولنه: شاهدالله ساحل لومړۍ برخه ۱) حق الزحمه:[...]
لیکنه: شاهدالله ساحل د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت[...]
راټولونه او زیاتونه: شاهدالله ساحل کله چې اقتصادي فعالیتونه په[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی