لیکنه: الهام الله بابر
په تیره لیکنه مو د الکترونیکي دولتدارۍ بنسټونو ته اشاره کړه وه، دې لیکنه کې یې په ګټو بحث کوو چې په لاندې توګه دي همدارنګه په یاد مو چې الکترونیکي دولتدارۍ په الکترونیکي هویت یعنې الکترونیکي تذکرې باندې ولاړه ده.
- دولت ته لا اسانه لاسرسي
د االکترونیکي دولتدارۍ ښاریانو ته ۲۴ ساعته د دولتي ښو خدمتونو ګټه رامنځته کوي لکه د ښاریانو اړیکه د تلیفون له لارې دولت سره، فاکس، مکتوبونه او داسې نور رامنځته کوي. د انټرنیټ له لارې هر وخت انټرنیټي خدمتونه د ښاریانو د رضایت سبب کیږي.
- د راضي او خبر ښاریان شتون رامنځته کوي
ښاریان نویو معلوماتو ته لاسرسې پیدا کوي او ددې خدمتونو او معلوماتو په وخت سره ترلاسه کول د ښاریانو رضایت کچه لوړه وي او دولت سره یې مرسته لا زیاتیږي. دولت د ځواب وینې کچه د ښاریانو مقابل کې لوړیږي. د یاده باید ونه ویستل شي چې د دولت مسولیت او موخه د ښاریانو دپاره د چارو اسانتیا او د ددوې ترمنځ تعاملات دي.کار زمینې ډیرښت او څرګندې کاري پروسې
د الکترونیکي دولتدارۍ د هر کار ترسراوي څخه د مخه باید تجزیه او شننه د کاري پروسو د ګټورې تګلارې لاسرسي دپاره ترسره او ښه خدمتونه باید وړاندې شي. له هغه ځایه چې الکترونیکي دولتداري د چټکۍ سره ترسره کیږي نو ټولې چارې تسریع کوي. داسې انګیرل کیږي چې ۷۰٪ سلنه لګښت د الکترونیکي دولتدارۍ په رامنځته کیدو سره کمیږي.د ګټې اخیستنې ډیرښت او قواوو عملیاتي یوالې رامنځته کوي
د الکترونیکي دولتدارۍ طرحه د قواوو ترمنځ د عملیاتي یوالي سبب کیږي. ماته څنډې یا لیکې او عملیات په چټکې سره ونښلوي او د قواوو ترمنځ متحدوالې رامنځته کړي چې د ملي ارتقاء سبب کیږي.
د الکترونیکي دولت ځانګړه د SMART منل دي.
کوچنې (Small) : د الکترونیکي دولت نه پراختیا پدې مفهوم باید دولت په کوچنیو دستګاوو وویشو او یو یې ځانګړنه ولري چې په ټوله کې بیرته ملي لوی دستګاه ته تجمع وکړي.
سلوکي (Moral) د سلوکونو په نظر کې نیول او خلکو شخصي حریمونو ته درنښت او د غیر مجازو خلکو لاسرسي معلومات ته تدابیر نیول.
حساب ورکونې وړ (Auditable) د کلتوري، ټولنیز، سیاسي او اقتصادي فعالیتونه چې په دولت کې ترسره کیږي باید عوام پرې خبر او لازم اقدامات یې په وړاندې ترسره کړي.
ځوابویونکې (Responsible) د اقداماتو مسولیت منل او هغه فعالیتونه چې په دولت کې ترسره کیږي دولت باید ځوابویونکې وي.
ړوڼتیا (Transparent) د دولت اقدامات، برنامې او هغه لازم معلومات او اجرایي تدابیر چې باید عوام سره ګډ شي باید ړوڼتیا ولري.