ليکنه: عبدالله الهام جمالزی
که څه هم د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو وروسته ګومان کېده، چې ولسمشر اشرف غني به د نوي ميلادي کال په لومړيو کې امريکا ته سفر وکړي؛ خو د یو شمېر عواملو له مخې دا سفر تراوسه هم نه دی شوی او شرایطو ته په کتو سره لاهم کره نده چې دا سفر به په ټاکلې نېټه وشي او کنه؟.
داسې فکر کېږي چې د نوي اېتلافي حکومت خپلمنځي اختلافاتو هم پر دغه سفر منفي سيوری غوړولی دی. د شننو او نښو له مخې چې همدا اوس ولسمشر او اجرائيه رييس د دغه سفر په اړه جنجال لري؛ ځکه د بارک اوباما ځانګړی ملاقات يوازې له ولسمشر سره په پام کې نيول شوی او اجرائيه رئيس وايي، چې که په ملاقات کې شامل نه وي، له دغه سفر څخه به منصرف شي.
د بحث موضوعات:
د حامد کرزي د واکمنۍ په وروستيو کې د امريکا او افغانستان ترمنځ اړيکې خرابې شوې، له همدې کبله اشرف غني د نوي حکومت له جوړېدو يوه ورځ وروسته له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ او په ټول توان سره هڅه کوي چې له امريکا سره اړيکې يو ځل بيا ورغوي. د دې سفر مهم هدف به هم له امريکا سره د اړيکو رغول وي. ښاغلی غني به په دې سفر کې تر خپله وسه هڅه وکړي، چې د امريکا اعتماد راجلب کړي. له ولسمشر اوباما او نورو جګپوړو امريکايي چارواکو سره ليده کاته او د امريکا سنا ته د ولسمشر غني وينا به هغه فرصتونه وي، چې ولسمشر به يې د افغانستان او امریکا په اړیکو کې د بدلون او د امريکا د همکاريو راجلبولو لپاره په واک کې ولري.
د افغانستان په تړاو د امریکا پوځي تګلاره او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ايستلو له سره غور هم هغه موضوع ده، چې ښايي د سفر پر مهال د بحثونو په سر کې وي؛ پنټاګان او امریکايي چارواکو په خپلو پوځي تګلارو او په سیمه کې د خپل حضور په ډول او د سیمې د روانو حالاتو د مدیریت په برخه کې لا له وړاندې بحثونه پیل کړي دي. د افغان پلاوي په دغه سفر کې تمه کېږي، چې په دې برخه کې به نهايي پایله ترلاسه شي. په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) د فعاليت پيلېدو ته په کتو سره به ولسمشر غني د امريکايي ځواکونو د وتلو د نېټې پر غځولو او د افغان ځواکونو په تجهيز زيات ټينګار وکړي.
همدا راز به د دغه سفر د اجنډا بله مهمه موضوع د سولې خبرې اترې وي. که له دغه سفر مخکې پاکستان د سولې په برخه کې کومه څرګنده مرسته ونه کړي، نو دا به د ولسمشر د دريځونو په اړه یوه د بحث وړ موضوع وي، او که په اوږده مهال کې هم پاکستان په دې برخه کې د پام وړ همکاري ونه کړي او يوازې سياسي لوبه وکړي، نو دا به په ټوليز ډول د ملي وحدت د حکومت د حيثيت په اړه د ځینو بحثونو لامل شي؛ ځکه پاکستان ته په تېرو څو مياشتو کې د همدې موخې لپاره خورا زيات امتيازونه ورکړل شوي دي. د سولې د روان بهیر په اړه تمه کېږي چې د افغان او امريکايي لوري ترمنځ جدي بحثونه وشي؛ په عملي ډول د همکاریو او باور لپاره د فضا جوړول او په عموم کې د سولې د سیمه ییزې او نړیوالې نقشې د مهمو کرښو معلومول او پکې د ونډې او رول لوبولو کرښې روښانه کول به هم د دغه سفر له لاسته راوړونو وي.
ستونزې او فرصتونه:
د ۲۰۰۴ کال د جون مياشتې په ۱۴مه د امریکا سنا ته د ولسمشر حامدکرزي له وینا وروسته، د یوه افغان رهبر لپاره د امریکا د تصمیم نیونې یوه معتبر ارګان ته د ولسمشر وینا مهم فرصت ګڼل کېږي، چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې له اوږدې ناباورۍ وروسته د جدي دوه اړخیز بحث او همکارۍ د چوکاټونو تعریف ته لاره هواره کړي.
بله مهمه موضوع هم د امريکا مالي مرستې او په افغانستان کې د اداري فساد قضيه ده؛ ځکه د افغانستان دولت په تېره څه باندې يوه لسيزه کې هم د بهرنيو مرستو په مټ ژوندی پاتې شوی او اوس هم د نوي حکومت برياليتوب له بهرنيو مرستو پرته ناشونی برېښي. امريکا په تېرو کلونو کې هم په افغانستان کې پر زېربناوو پانګونه نه ده کړې نو ښاغلي غني ته به ستونزمنه وي، چې امريکا دې دارنګه مرستو او پانګونو ته وهڅوي. ولسمشر يوازې دومره کولی شي، چې امريکا په افغانستان کې د هغوی د نيمه کاره پروژو بشپړولو ته وهڅوي؛ ځکه افغانستان اوس د امريکا په لومړيتوبونو کې نه دی. د دې ترڅنګ که څه هم له امريکا د همدغو مالي مرستو په تمه امنيتي تړون لاسليک شوی، خو هغه تړون له پراخو ابهاماتو ډک دی او افغان لوری يې هېڅکله هم د خپلو ګټو ترلاسه کولو لپاره دليل نه شي ګرځولی.
همدارنګه هغه څه چې د ولسمشر پر سفر به يې منفي سيوری غوړولی وي، د کابينې او اداري فساد موضوع ګانې دي. کابينه لاهم نه ده تکميل شوې او ډېره به ستونزمنه وي، چې ولسمشر د کابينې له تکميلولو مخکې دا سفر وکړي که بيا هم دا سفر وشي، نو د ولسمشر پر دريځ به يې منفي سيوری غوړېدلی وي. همدا راز د افغانستان له حکومت څخه د امريکا بله غوښتنه هم د اداري فساد له منځه وړل دي، کوم څه چې لاهم اشرف غني پرې بريالی شوی نه دی.
خو په ټوله کې د ولسمشر د بهرنیو سفرونو مطالعه او د رهبرۍ او مدیریت ډول ښيي، چې دا سفر به یې تر ډېره بريده لاسته راوړنې هم ولري؛ خو په کورنۍ کچه د هغه ناکام شوي او ننګول شوي سیاستونه به، د هغه په دغه سفر هم سیوری غوړولی وي او له بلې خوا به د دغه سفر له لاسته راوړنو استفاده او عملي ګټه اخیستل هم وننګوي.
پای
[review]