• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

امریکایي ستور مزلی ارمسټرانګ

Home ژباړهامریکایي ستور مزلی ارمسټرانګ
امریکایي ستور مزلی ارمسټرانګ

امریکایي ستور مزلی ارمسټرانګ

لیکنه: عطا محمد میاخېل

لومړنی امریکایي ستور مزلی دی چې د لومړي ځل له پاره یې د سپوږمۍ پر مخ قدم ایښی دی .
پوره نوم یې نیل ارمسټرانګ (Neil Armstrong) دی . ارمسټرانګ د 1969م کال د
جولای په 16نیټه له ځمکې څخه د ( Apolo 11 ) په نامه فضایي بیړۍ کې دسپوږمۍ په لور سفر پیل کړ، دیوې بلې وړې بیړۍ په مرسته د یوولسمې اپولو څخه جلا او په همدې ورځ د سهار په لسوبجو د سپوږمۍ پر مخ را ښکته شو، ارمسټرانګ چې کله په سپوږمۍ کې خپل لومړی ګام کیښود نو په مخابره کې یې خپلې خبرې داسې پیل کړې : دا لومړی کوچنی ګام چې اوس ما دسپوږمۍ پرمخ ایښی په حقیقت کې هغه ستر ګام دی چې دانسانانو له خوا پورته شوی دی . ارمسټرانګ دوه نیم ساعته په سپوږمۍ کې پاتې شو او هلته یې لومړی یو یادګاري څلی او د امریکې د متحده ایالا تو ملي بیرغ ودراوه وروسته یې دسپوږمۍ دمخ دخاورو او ډبرونمونې راټولې اوبیایې له ځان سره ځمکې ته راوړې . همدارنګه ارمسټرانګ دسپوږمۍ پر مخ دعلمي څیړنو له پاره لابراتواري لیږدوونکي تجهیزات او وسایل هم ځای پرځای کړل، ارمسټرانګ د 1930م کال داګست په 5 نیټه دامریکې د ( اوهایو) په ایالت کې زیږیدلی، اختصاصي زده کړې یې دفضایي انجینرۍ په څانګه کې دامریکې د پوردو ( Pordue) په پوهنتون کې بشپړې کړې دي او د ماسټرۍ دیپلوم یې د جنوبي کلیفورنیا له پو هنتون څخه تر لاسه کړی دی یو شمیر افتخاري او ویاړمنې دکتوراوې یې هم له بېلابېلو پوهنتونونو څخه اخیستي دي، ارمسټرانګ دخپل ژوند
په بهیرکې بېلابېل مډالونه او ویاړونه هم ترلاسه کړي دي لکه په 1969م کال کې د ( H. Goddard) یا دګاري انعام په 1969م کال کې د
( R. J. collier) انعام او په 1978م کال کې یې د کیهاني کنګرې ویاړمن مډال ترلاسه کړی دی .
دندې او وظیفې :
ارمسټرانګ د ( 1942 ــــ 1952‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏م ) کلونوپه موده کې د امریکې د ملي اردو د پیلوټ په توګه دنده  لرله چې د کوریا دجګړې پر مهال یې 78 جګړه ییزې الوتنې تر سره کړې دي .
ارمسټرانګ د ( 1971ـــــ 1979م ) کلونو تر منځ د خلایي انجینرۍ په برخه کې د سنسناټي ( Cincinnati) په پوهنتون کې داستاد یا پروفیسور په توګه دنده ترسره کوله او د تدریس تر څنګ یې علمي څېړنې هم تر سره کولې .
نیل ارمسټرانګ د ( N. Y All . systems . Inc. Deer park )  دکمپنۍ د مشر په توګه هم دنده ترسره کړې ده .
ارمسټرانګ په ( NASA) دامریکا د هوانوردۍ دعلومو ملي کمیټه کې دخپلې دندې تر څنګ د څېړونکي پیلوټ په توګه د ( Cleveland) په ( Lewis) لابراتوارکې هم خپلې علمي څېړنې مخ ته بیولې، وروسته بیا د کلیفورنیا د ( Edvard AFB) سټیشن د زیاتې چټکتیا دالوتنې مرکزونوته تبدیل شو هغه د دې سټیشن له وتلو پیلوټانو څخه و چې کولای شو له هغې جملې نه ( 400  mph, x15) الوتکې نوم واخلو، چې ارمسټرانګ په ښه توګه چلولی شوه .
نوموړي له 200 څخه زیاتې بېلابېلې الوتکې هواته پورته کړي چې په هغو کې جټ، هلیکوپتر، او بې موتوره الوتکې هم شاملې دي .
ارمسټرانګ د ( 1970ــــ   ( 1971م کلونو په موده کې دناسا دمرکزي ادارې دپر مختللې څېړنې او ټکنالوژۍ د فضایي علومو دادارې دهماهنګۍ د مرستیال په توګه هم دنده ترسره
کړې ده خوپه 1971م کال کې یې له ناسا څخه استعفا ورکړه .

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د دعا ځواک – له پنده ډکه کیسه

د دعا ځواک – له پنده ډکه کیسه

Aug 17, 2016

ژباړه: عطا محمد میاخېل یوه ښځه، چې زړې ـــ شلېدلې[...]

څنګه مثبت افکار ولرو؟

Jan 24, 2018

ژباړه: عطا محمد میاخېل د ټولو په ژوند کې سختې[...]

د رښتینولۍ درس – له پنده ډکه کیسه

د رښتینولۍ درس – له پنده ډکه کیسه

Sep 30, 2015

ژباړه: عطا محمد میاخېل یوه سپین ږیري پاچا خپل دوه[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022