زما د ژوندیو تیت انځور
نپېږم چې کله زېږېدلی یم، ځکه په کورنۍ کې مې نه د زوکړې د نېټو لیکل دود و او نه هم د لیکلو څوک و، خو مشر ورور مې وایي تره کي چې کودتاه وکړه، په همغه مني (۱۳۵۷ل) پیدا شوې. د دوو وروڼو او یوې خور کشرۍ ورور یم. نهه میاشتنی له موره پاتې شوم او د لس دولس کالو به وم چې پلار مې هم ومړ.
سروبي ته ور څېرمه ډبېلي کلي کې زېږېدلی یم، خوخاپوړې مې په ورغېړي او زده کړې مې په صوابۍ کې وکړې. په ۱۳۶۱ کال مې چې کلی پرېښی، نو لا پاتې دی. زه نه پوهېدم، کلیوالو به ویل شورویان راغلي او خلک وژني. چې الوتکې به راغلې، نو وړو او زړو به کلی پرېښود او شهید غره ته به ورغلل، طیارو به چې دورې کولې، نو پلار به مې له سینې لاندې غلی کړم.
په هغه ورځ یې شاوخوا کلي او سیمې له الوتکو وویشتلې. ماسخوتن غلې غلیا کې وخوځېدو، د مني سړه هوا لګېده، ترور مې له غوږونو دسمال راوتاړه او جیب یې له وچو توتو راته ډک کړ. سباوون مهال چې سپوږمۍ ولوېده، نو واموړول، خو لمرڅریکه مو چې چای غوړپ کړ، نو بیا روان شو. ټوله لاره مو پلی مزل وکړ. لوږه، ساړه او ستړیا مو وزغمله.
وروستۍ شپه مو له ترې څخه په لارۍ کې مزل وکړ. همدا مې د موټر لومړۍ سپرلۍ وه. بله شپه د خیبر پښتونخوا چې هغه مهال یې صوبه سرحد باله صوابۍ ته ورسېدو. صوابۍ ویړه دښته وه، سر او بر یې نه معلومېده. یو څو زموږ د ترونو او تره زامنو کورونه په کې وو. له دې وړاندې مې نه و لیدلي، همدلته مې وپېژندل. لا کال نه و پوره چې همدغه بې سره او بې سرسره دښته په خلکو داسې ډکه شوه چې د پښو اېښودو ځای په کې نه و. وروسته یې بیا بره کی کېمپ باله. ښوونځی مې همدلته پیل کړ.
هغه مهال په ښوونځیو کې ډب او ادب لازم او ملزوم و. ښوونکي هم لکه امیر عبدالرحمن خان چې څنګه به یې خوښه وه، نو همغه سزا یې درکوله. د غوږونو نیول، په لښتو، څپېړو او سوکانو وهل عامې سزاګانې وې. د رنګو، قلمونو، بکسونو، کالیو او کتابچو له خوشالۍ مو ښوونځي پورې زړه تړلی و. ښوونځی په څو ګامه کې و. د تفریح د زنګ له کړنګ سره به کورته رسېدلي و. د سړې ډوډۍ څپرکی به مو تخرګ کې ونېو او بېرته به مو ښوونځي ته منډې وهلې.
د ماشومتوب له برکته د کډوالۍ او بې وزلۍ شیبې په بې غمۍ تېرېدې. په کلیو کې که د خولۍ ارزښت له سره زیات و، نو هغه مهال ښوونکو هم له درسونو څخه په نظم او یونیفورم زیات ټینګار کاوه. تورملېشه کالي او توره خولۍ جبري وه، له دې مه واره یې ښوونځي کې نه پرېښودې.
ملېشه کالي او خولۍ ښوونځي ورکول. بختور هغه چې ورکړي کالي به پرې جوړ و، ځکه بدلول یې نه. ملېشه کالي به دې چې دوه درې اوبه ووینځل، که به لوېشت نه و، نو څپک خو به خامخا لنډېدل. په اونۍ کې به مو یو ځل مینځل، ځکه د اونۍ په منځ کې به مو که ووینځل، نوله مکتبه پاتې کېدو.
تر اتم ټولګي مې کمشنري ښوونځی ولوست. نهم مې د جمعیت په سعد ابن ابي وقاص لېسه کې ولوست. تنظیمي لېسې لکه اوسني ښوونځي، نه یې ځانګړی یونیفورم درلود او نه د حاضري او درسونو پابندي وه. استاد به لا څوکۍ کې ناست نه و چې خوراکي شیانو ته به یې روپۍ ټولولې. درسي ساعت به ډېر په خوړو او لږ په درسو تېرېده.
که د استاد طبیعت به خټه و، نو څوکۍ به یې کړکۍ ته ور کش کړه. په زده کوونکو به یې په لوړ غږ زوړ درس د کتاب له مخې تکراراوه. یا به د کیسو او ټوکو نوبت و. د زنګ له ټنګ سره به یو استاد تلو او بل به راتلو.
که به ښوونکی نه و، نو تبلیغي مدیر چې زده کوونکو به هل غل بللو د هغه ټولګي ته ورتلو. امام ابوحنیفه جومات ته چې په تبلیغانو پسې غله ورغلي وو، نو هغه شپه مدیر صاحب هم له تبلیغانو سره وو. غلو ساعتونه او پیسې یې ځنې اخیستي ول. غلو چې مخه کړې وه ، نو تبلیغانو د جومات لوډسپېکر چالان کړی و، لکه د ښوونځي د ترانې ټيم ټولو په یوه غږ همدا ویل چې هل غل، هل غل. له هغې وروسته به که مدیر صاحب یا کوم بل تبلیغي چا ولیده، نو هل غل به یې باله.
مدیر خشک سړی و، اوږده چارخط لمن یې وه. غږ یې زیږ او له څېرې قهرجن و. د ده له وهمه به زده کوونکي غلي او په کتابونو ور ټوغ ول. صنف ته چې راننوت ویل سلامون علیکم، ما ویل وعلامون علیکم. له ډېرې غوسې وسوڼېده، وې درولم او لس لښتې یې ووهلم. په هغه ماسپښین غوا ته وچ بوس ورکړل، وښو ته لاړم نه ، ځکه لور مې لاس کې نشو تکیه کولی.
په کلنۍ ازموینه کې چې اول نومره شوم، نوپه یوه منډه کورته لاړم. ما ویل چې په مشر ورو زېری وکړم. هغه پیتاوي ته په کټ کې غځېدلی و. ومې ښوراوه، څادر یې له مخ لیرې کړ. چې سترګې یې مازې رڼې کړې، د خپلې اول نومره ګۍ مې ورته وویل. را کېناست، خو د خوښۍ پرځای حیران شو. ویل چټک ځان ترې وباسه.
کال مې هېر دی، خو د ثور د اومې په اړه غونډه وه. انجینر احمدشاه احمدزی او نور مشران هم راغلي ول. ادارې د ویلو لپاره شعر راکړی و. نپوهېږم چې شعر د چا و، خومطلع یې داسې وه چې:
زندان په زندانونو کې زندان پلچرخی
مقتل او کربلا د مسلمان پلچرخی
د نظیر پلار چې سېوان کاکا مو باله، ځکه د اوړو ماشین یې درلود. په لاره کې راته پښه نیولی شو، ویل اقه (هغه) بله ورځ شیر(شعر)تا ووایه؟ ما ویل نا شېر ما ولاکه وهلی وي. وې خندل، ویل نا وېرېږه مه، اقه شېر یادوم. ما ویل هو هغه شعر ما وویلې. شاباسی یې راکړ ، خو چې روان شو، نو تر ډېره مې د خپل زړه دربا اورېده.
د ورور په سپارښتنه مې کمشنري لېسې ته لاړم. په ټول کمپ کې همدا یوه کمشنري لېسه وه. پرنسیپل یې پېښوری و، حاجي وزیر محمد نومېده. که یې وهل نه کول، خو د ښکنځلو یې کمی نه و. پلمه یې دا وه چې سپین ږیری یم، وهل نشم کولی، همدا خوله راپاتې. زده کوونکي ترې زاره ترکي وو. له لیرې به یې څارل، که به یې د لېسې په انګړ کې په خبرو ګیر کړل، نو چې څه په خوله ورتلل درېغ یې نه کاوه. زده کوونکي به له اوبو او تشناب وروسته ټوغ سر خپلو ټولګیو ته تلل. د پرنسیپل له وېرې یې یو بل ته نه کتل.
د لېسې په وره کې د ولاړو زده کوونکو په لارښوونه زړه نازړه د حاجي صاحب دفتر ته ورغلم. په لیکلو بوخت و. سلام مې وکړ، له کاغذونو یې سترګې راپورته کړې. په پوښتونکي انداز یې را وکتل.
ما ویل غواړم په لسم ټولګي کې داخله وکړم، لا مې خبرې تمامې نه وې ، ویل مردان له به ځې او د ډپټي کمشنر چیټۍ به راوړې. دایې وویل او بېرته په کاغذونو ور ټوغ شو.
نهیلی ځنې روان شوم. بازار کې جلالدین اکا په مخه راغی. له ستړي مشي وروسته یې وپوښتلم چېرې وې؟
ما ویل لېسې ته تللی وم، خوپرنیسیپل د ډپټي کمشنر امر غواړي. خدای دې یې وبښي. په ویړو شونډو یې ویل ولې زه له ډپټي کمشنره درته کم ښکارم؟ لکړه یې ملا ته ونیوله، ویل ته راځه!
د لېسې په وره چې ورننوتلو، نو حاجي صاحب مخې ته ورته راغی. ستړي مشي یې ورسره وکړه، له لاسه یې ونیوه، چای یې ورته کېښود او بیا یې ورته ویل بابا جي امر کوئ؟
تره مې د تندي خولې پاکې کړې، په دواړو لاسونو یې سترګې وموږلې، بیا یې ماته لاس ونیوه، دا مې وراره دی. مخکې هم لکه چې راغلی و، دلته داخله غواړي. حاجي صاحب په غوسه راته وویل، نو بابا له دې څله تکلیف ورکولو؟ له کړکۍ یې د ګوتې په اشاره راوښود. ویل شابه هغه مخامخ کلاس له ورځه. شیبه وروسته مې چې کتل، نو اکثر مې پخواني ټولګیوال ول. دوی ما او زه دوی ته خوشاله وم.
بله ورځ مې بي بي سي ته لیک واستاوه، ماسخوتن مې چې په راډیو کې خپل نوم واورېد، نو هغه شپه مې له ډېرې خوښۍ تر ناوخته سترګې سره ورنغلې. د لېسې د وره نوکریوال زده کوونکی ټولګي ته را پسې راغی ویل غواړي دې. چې کتل مې یو ډنګر بایسکل والا ولاړ و. یوه پښه یې په ځمکه او بله یې په پایډل ایښې وه. د بایسکل پچۍ ته یې ور لاس کړ. لومړی یې یوه نیمه روپۍ رانه واخیسته بیا یې د خط پاکټ راته ونیوه. د سعیده محمود مننلیک و، زما د لیک په ځواب کې یې راته لیکلی و.
د لېسې له لیرې نوم ښه لګېده، ښوونکي یې چندان مېړني نه ول. د فزیک استاد چې له ونې لوړ و، کرۍ ورځ به یې نخود چیچل. د معادلو حل څه چې له مخې د کتاب لوستلو کې به هم بند بند کېده. د نظر د کموالي او والګي په پلمه به یې تل په اول نومره او دویم نومره کتاب لوست. د ساعت د بدلولو زنګ ته به یې غوږونه څک نیولي ول. کله کله به له زنګه مخکې له ټولګي ووت، مازې ورځ یې تېروله.
خان شېرین استاد دې خدای وبښي. د وخت پابند او ښه خواریکښ و. خپل وس یې کاوه، خو زده کوونکو څه شی نشو ځنې زده کولی. په یو لاس کې به یې تباشیر او په بل کې به یې د ریاضي کتاب و. لکه رسامي چې کوي. تختې ته به یې مخ او زده کوونکو ته شا وه، یوازې د تلو او راتلو په وخت کې به یې د زده کوونکو مخونه لیدل.
ګلنارس خان، نو په خپل ځان کې ورک و. یا به یې په وېښتو کې ګوتې وهلې او یا به یې خپلې څپلۍ سولولې. له بڼې هم ښایستوکی و. یه ګلابه! لهجه یې خوږه لګېده. درسي ساعت یې په ټوکو او خندا تېراوه. زده کوونکو که څه شی نه ترې زده کول، خو ورسره راحته وو.
د دیني علومو استاد (قاضي صاحب) په ټنډه کې به تل دولس بجې وې. له بېګارونو او فرمایشونو یې زده کوونکي ستړي ول. هر منی به یې بامونه اخېړول، که به چا ناغېړی وکړ، نو په ازموینه کې یې ټس ځنې اېسته. په بازار کې به ټولو ځانونه ترې پټول، ځکه که به یې ولیدې، نو چې څومره شیان به دې ځان ته اخیستل، نو یو په دوه به یې ځانته هم درباندې اخیستل.
د لېسې د درسونو مزه نه وه، خو انګړ یې په ګلانو، زېنتي بوټو، لاچیانو او د نارنجانو په ونو شین پوښلی و. د ارامي احساس یې درکاوه. یوازې ننداره یې هم یوه پاچايي ارزېدله. د نظم یې هم ساری نه و. چاپېریال یې هم پاک و او هم ارام. د مرغیو چڼهار او د زده کوونکو زمزمه په کې لا ښه لګېدله.
دولسم ټولګي ته پېښور ته لاړم. التقوی لېسه کې چې هغه مهال یې شهرت تر لیرې خپور وو، هملته مې ولوست. د میاشتې یې سل کلدارې اخیستې.اکثر ښوونکي یې د کابل پوهنتون پخواني استادان وو. درنښت او سنګیني یې له څېرو معلومېده. نه یې له زده کوونکو سره ټوکې کولې او نه یې مازې وخت تېراوه. د تدریس انداز او چلند یې دومره خوږ وو چې درسي ساعت به د سترګو په رپ کې پوره کېده.
د موټرو ګڼه ګوڼې، پخو بنګلو، پراخه واټونو، شنو پارکونو، د خلکو زمزومو، د برېښنا رڼاګانو او د پېښور ښکلاګانو پېښور دومره په زړه پورې کړی و چې کلي او کور ته مو ور پام هم نه و. پېښور کې مې د نظر عینکې واخیستې، خو کلي ته به چې تلم نو په جیب کې به مې ګرځولې، ځکه د عینکو استعمال کلانکاري او بېباکي ګڼل کېده.
د ریاضي د ازموینې په ورځ مې لاس ژامې ته نیولی، له ډېره درده ګرد ګرځېدم. ورور مې پیسې او پته راکړه، ډاکټر محمدمبین همراز ته ورغلم. د ناصر باغ سرک په سر یې معاینه خانه وه. غوښن پوخ سړی و. په څوکۍ یې کېنولم. برمې ته یې لاس کړ، له درده به مې چې څوکۍ کې شاته زور وکړ، نو په غوسه به یې وویل که دې څوکۍ ماته کړه، نو تاوان درنه اخلم. غاښ مې سخت برېښ کاوه چې راووتلم او لاس مې ور ووړ، نو د ناروغ پرځای یې روغ غاښ برمه کړی و، ځکه یې برېښ هم ډېر و. له لېسې په عالي درجه فارغ شوم.
ساینسي مضامینو په ښوونځي کې زړه را خوړلی و. کانکور ته مې چې تیاری نیوه، د ساینسي کتابونو پاڼه مې هم وانه ړوله. داسې پوهنځی مې غوښت چې د ساینس نوم او نښان په کې نه وي. بالاخره همداسې یو پوهنځي (ادبیاتو) ته بریالی شوم، خو زما له بخته پوهنتون وځنډېد.
د پاکستان حکومت دعوت او جهاد پوهنتون وتاړه. بېلابېلې اوازې وې. چا به ویل د پوهنتون کوم محصل له وسلو سره نیول شوی. ځینو به ویل چې د پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد احمدزي د پاکستان د موټروې انجینران چلینج کړي او د دوی په نقشه کې یې ”خو“ نیولې وه. د پاکستان حکومت له لوري د پوهنتون ادارې ته له نوم څخه د جهاد کلیمې د غورځولو شرط هم ځینو یاداوه. دا مې هم واورېدل چې پاکستانیانو له بدرخۍ پوهنتون تړلی، ځکه نه یې لورېږي چې افغانان دې لوړې او مسلکي زده کړې وکړي.
پوهنتون له پېښور څخه د ننګرهار فارمونو ته ولېږدېد. د هندواڼو پرېماني او د ږېرو پابندي وه. د عربي ژبې استاد به تل په همدې راته ډونګېده. درس ته زه نه ورتلم او دباندې ده غرض نه درلود. ازموینې ته یې خپه وم، خو د خدای لورینې ته ګوره د ازموینې په ورځ د ساینس پوهنځي محصل په مخه راغی. ویل د عربي ازموینه مو وه. د کتاب له منځه یې قات کړې پاڼه راته ونیوه. ویل ډېرې اسانه پوښتنې وې. د پاڼې په سر په عربي ژبه لیکلي و د ساینس او ادبیاتو پوهنځي د عربي پوښتنې.
پوښتنې مې ژر ژر ولوستلې، اکثر یې څلور ځوابه وې. ماسپښین چې ازموینې ته ورغلم، نو زړه مې دربېده ما ویل چې پوښتنې یې بدلې کړې نه وي. استاد د پوښتنو پاڼې ووېشلې، چې کتل مې همغه پوښتنې وې، نوره مې نو بسم الله ورته درسته کړه، استاد چې ترڅو د پوښتنو له ولوستلو فارغېده، نو پارچه مې ورته ونیوله. په غوسه یې راته ویل، ږیره خو نه ده چې چپه تراش یې وهې، کېنه حل یې کړه! ما ویل حل مې کړه. پارچه یې رانه واخیسته، خو لکه په خپل چلند چې پښېمانه شوی وي، مصنوعي مسکا یې وکړه، ویل شاباس ماشا الله ته خو ډېر لایقه یې، خو که ږیره هم پرېږدې، نو لا به ښه شي.
په فارمونو کې د ګرمي او مچانو پرېماني وه. نیمه ورځ مو په درسو او نیمه په اوبو کې تېرېده. له غرمې وروسته به په نېر کې پراته وو. یو سمستر مو چې ولوست، نو پوهنتون په کابل کې د ښوونې او روزنې پوهنتون ودانۍ ته چې هغه مهال یې علوم اجتماعي باله ولېږدېد.
دلته مو درسونه ونه ویلې، ځکه طالبان د کابل دروازو ته را رسېدلي وو. د پوهنتون مشر (استاد سیاف) عملاً له هغوی سره په جګړه کې ښکېل و. سخت په تنګ شو، یو نابلدي او بل ناامني وه. پوهنتون کې هم وزګاره ورځ نه تېرېده، ښار ته هم د راکټونو له وېرې نشو تللی. طالبان چې کابل ته راتلل، نو هغه شپه مو د هزاره ګانو له وېرې سترګې سره ورنه وړې، وېرېدو چې په پوهنتون به هجوم راوړي، د استاد سیاف د جنګیالیوغچ به له موږ واخلي.
سبایي په ټولو پوستو او دولتي ودانیو سپین بیرغونه رپېدل. څو تنه طالبانو د پوهنتون مخې ته په پاخه سرک پلتۍ وهلې وې. ستړي او بې سېکه ښکارېدل. محصلین پرې راټول ول. یو یې چې په چپه سترګه معذور و، ویل ورشئ د ډاکټر نجیب سیل مو وکړئ، موږ ویل ولې؟ ترخه خندا یې وکړه، ویل په دار مو ځړولی.
هغه ورځ په ښار کې د طالبانو له ډاټسنو مه واره نور موټر نه وو، پلي روان شو. په اریانا څلور لاره کې مو دوه ځړېدلي جسدونه ولیدل، خلکو ویل دا تور کالی او تور واسکټی ډاکټر نجیب او دا بل یې ورور شاپور احمدزی دی. ورور یې سور چرمي جامپر اغوستی و. د ډاکټر نجیب په مخ او ځان ټپونه ول. په همغه ورځ محصلین هم تالاترغې شول، هر سړی په خپله غبرګه لاړ. دعوت او جهاد پوهنتون چې په کابل پوهنتون کې مدغم شو، نو بیا مې ژورنالیزم په کابل پوهنتون کې ولوست.
کابل پوهنتون کې درسونه په دري ژبه ول. چې درس ته به کېناستم، یا به خوب راغی او یا به په سوچونو کې ورک وم. په ولاړې بیا ښه وم، کرۍ ورځ به ګرځېدم او ګردانونه مې کول. په مفهوم یې نه پوهېدم خو وچ مې میخانیک کول، ځکه د نومرې رقابت مې و.
حبیب پنجشېری مو د تاریخ استاد و. زده کوونکو به ویل نور استادان خو به درسره ګوزاره وکړي، مګر له استاد پنجشېري نه شې بریالی کېدلی، دوی به ویل سخت متعصب دی. له بڼې هم تېز او قهرجن معلومېده. د استاد ټول لکچر نوټ مې ټکی په ټکی یاد کړ. ازموینه کې مې ټولې پوښتنې حل کړې، خو په دې نه پوهېدم چې سمې دي او که غلطې.
بل سبا د استاد سعید ازموینې ته ناست وم. د تاریخ استاد راغی. زما نوم یې واخیست، ویل امیرجان کیست؟ ځان مې غلی کړ، ما ویل په خدای صفر مې وړی. بیا یې غږ وکړ، لاندینۍ شونډه مې په غاښونو کېکاږله او ښه ټوغ شوم. په دریم ځل شفیق وردګ ماته ګوته ونیوه، ویل دادی.
استاد زما لور ته راغی. په اوږه یې لاس را کېښود. په الوتې بڼه مې ور وکتل، په شا یې وټپولم. ویل شاباس، ده مضمون مه صد ګرفتی.
بل سمستر کې مو د تاریخ استاد د پغمان پښتون و چې نوم مې یې هېر دی. لوړ قد، سره مونډۍ ږیره، شنې سترګې، قهرجنه بڼه او مرموزه څېره یې لرله ،خپل اطاق ته یې ور وغوښتلم. چې ور مې ور خلاص کړ، نو شاته یې په څوکۍ کې تکیه کړې وه. ویل ما پسې چې چا خبرې کولې، نو راښیه یې، نور د ازموینې او نومرو اندېښنه مه کوه. مخې ته په پرته پاڼه یې سل ولیکل، ویل دادی سره له اوسه له ماسره سل نومرې لرې.
ما ویل په ډېرې بښنې سره دا کار نه کوم، د دې لپاره بل څوک وګورئ. لطفاً رانه خپه کېږئ مه، ور مې پرانیست او لاړم. کور یې ودان نه یې په ټولګي کې عقده یي چلند وکړاو نه یې هم په ازموینه کې نومرې رانه کمې کړې.
د پښتو له استاد مې د رحمان بابا د مړینې نېټه او د څو لغاتو مانا وپوښتله، لکه کوم بد چې رانه شوي وي. ویل ته او خدای دا نو سوال دی چې تا وکړ؟ دا کله په ازموینه کې راځي. د نورو وخت په دغسې بې مانا پوښتنو مه ضایع کوه، بیا هلته زما ډیپارټمنټ ته راشه . هلته چې ورغلم ویل وه هلکه! ته خو غټ سړی یې دا صنف کې پاذابول ولې کوې؟
ما ویل سمه ده استاده چې تاسو خپه کېږئ، نو بیا به پوښتنه نه کوم. په ډېره امرانه لهجه یې راته ویل، ګوره هلکه! که دې د زیتونو تېل رانه وړل، نو بیا دې د ناکامي سیل کوه. ما ویل چې داسې ده، نو نه یې راوړم. بیا یې نو شل نومرې برناحقه رانه کمې کړې.
عظیم نوربخش د تلویزون د تخنیک درس راکاوه. ما ویل استاد له وي سي ار څخه تلویزون ته په نرۍ تار کې دا انځور څنګه لېږدېږي؟ ویل ، رشخند میزنی؟ ما ویل نا، خو له ډېر وخت راهیسې همدا پوښتنه راسره ده. ویل ، او بچه خاموش باش اګه نی باز چاریت میکنم.
استاد وفا هم په دې ورټلم چې ولې مې په پښتو پوښتنه ځنې وکړه. نپېږم هغه مهال د پوښتنو دود نه و که څنګه، ځکه استادانو ډېره بده پرې ګڼله، خو وروسته پوه شوم چې دوی خوارکیان د مېږي په پله روان ول او پوښتنو د دوی دغه تګ ټکنی کاوه.
په لیلیه کې هم په لومړي کال ستونزې ډېرې وې، ځکه نه یې اوبه لرلې او نه برېښنا. د کوټو ښيښې هم ماتې وې. ډوډۍ یې هم نه ورکوله، خو کال وروسته چې د ډوډۍ ، برېښنا او اوبو ستونزه حل شوه، نو په بل افت ککړ شوم.
د افغان ملتي تور راپورې شو، ځري لکه سیوري په څنګ راسره ګرځېدل، تل یې څارلم. چې پوهنتون کې استاد شوم (۱۳۷۹ل)، نو لا یې هم له نظر لاندې ساتلم. د سپټمبر د یولسم له پېښې وروسته چې امریکا په طالبانو حلقه را تنګه کړه، نو د ځینو ملګرو په سپارښتنه مې کابل پرېښود.
په ۱۳۸۰ل مې پېښور کې له INTERSOS موسسې سره کار پیل کړ. دفتر مو پېښور کې و، خو کار مو په صده او پاړه چنار کې کاوه. نویو افغان کډوالو ته مو د استوګنې، زده کړې او روغتیایي اسانتیاوې برابرولې. هملته په صده کې مې له یوې سره د استاد شپون خبره دومره پۍ پريښې وې چې نږدې وه د ژوند ملګرې یې کړم، خو چې نصیب نه و، نو ونشوه.
په ۱۳۸۱ل کال کابل ته راغلم، بیا مې نو همدلته دنده واخیسته. دا دیارلس کاله له بېلابېلو موسسو او ادارو سره لګیایم کار کوم.
له بېلابېلو رسنیو سره مې د چلوونکي، مرستیال او همکار په توګه کار کړی. د افغانستان اونیزې پرمهال څو ځله په مرګ تهدید شوی یم، خو لا هم ساه اخلم او پایم. په کابل پوهنتون او وردګ ژورنالیزم انسټیټیوټ کې مې استادي کړې. په دعوت پوهنتون کې اوس هم تدریس کوم. وردګ ژورنالیزم انسټیټیوټ په سیداباد کې و. یوه او بله یکشنبه به ورتلم. یوه ورځ چې کابل ته راورسېدم، نو په تایمنیو کې د افغانستان اونیزې دفترکې غرمنۍ ته کېناستم چې ټلیفون ته مې زنګ راغی، د ترور زوی مې و، خندل یې ویل دا غږ دې څنګه تازه دی؟ ما ویل کوزده مې وکړه. وې خندل ویل، د زېري لپاره مې زنګ وکړ، نو ته خو لا د وخته خبر یې.
هغه وخت ټلیفونونه د اوس په څېر عام نه و. یو نیم کس به ټلیفون درلود. ما سره هم د اونیزې ټلیفون و. یوه ورځ مې چې څومره خواري وکړه، نو زنګ یې نه تېراوه، رویدار ته مې وویل ټلیفون مې خراب دی. ویل ولې؟ ما ویل زنګ ورته راځي، خو چاته زنګ نه ځي. چې وې کوت، نو له خندا شین و، ویل کوچیه! پیسې په کې خلاصېدي. ما ویل نو څنګه کېږي. له کریډیټ کارته څه خبر وم. کریډیټ کارت مې چې را واخیست، نو بیا مې هم زړه پرې غل و، ما ویل هسې نه چې لږ زما او ډېرې پیسې خپل ټلیفون ته ولېږي.
۱۶ چاپ او پنځه ناچاپ کتابونه لرم. د پوهنتون له وخته مې بېلابېلومجلو، مناسبتونو، سیمینارونو او ویبپاڼو ته مقالې لیکلي. خپله ژبه او خادمان یې راته ګران دي.
د افغاني ځوانانو ټولنې، مصور بنسټ، افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې او ولي خېلو شورا غړی یم. کوم سیاسي ګوند سره تړاو نه لرم. دواړه ځله مې خلک هڅولي چې په ولسمشریزو ټاکنو کې ډاکټر اشرف غني او پارلماني ټاکنو کې اغلې شینکۍ کړوخېل ته رایه ورکړي، خو دا کار مې د شخصي امتیاز او پر دوی د احسان لپاره نه، بلکې د هېواد د سوکالي او د هېوادوالو د هوسایي لپاره کړی.
په ولایتي شورا کې مې د خوښې نوماند نه درلود، رایه مې نه ده ورکړې،خو له یوه نوماند سره مې مرسته وکړه. د هغه ورکې رایې مې ورته را پیدا کړې، خو وروسته پښېمانه وم، ځکه د مخه ښې پرمهال یې نغښتې پلاستیکي کڅوړه راته ونیوله، ما ویل دا څه شی دي؟
ویل څلور لکه افغانۍ.
خو څه پرې وکړم؟
په جونګه خوله یې وویل، دا ستا شېریني.
ما ویل له شېريني سره دې رنګ ورکوه! چې څه په خوله راتلل، ورته ومې ویل او همداسې بې مخه ښې ترې لاړم. دغه سپک چلند یې تر ډېره ځورولم. ښایي همغه مې د ژوند بده خاطره وي.
د نورو غوندې ساده او عادي ژوند لرم. په خوړو کې ځانګړی ذوق نه لرم، خو یوازې کچالو او پاسیله مې نه خوښېږي. لوبو او ورزش سره هم چندان علاقه نه لرم. سندرې هم نه اورم. پخوا مې ډېر وخت له مطالعې، خو اوس له کمپیوټر سره تېرېږي.
اکثرو ته کبرجن او قهرجن اېسم. له کبره مې دې خدای وساتي، خو قهرجن هم نه یم. په اسانه خپه او په سختۍ پخلا کېږم. چې یو ځل مې له چا زړه بد شي، نو بیا نه ورګډېږي. زیاتې اوښکې مې د استاد پسرلي په مړینه وڅڅولې. همغه ورځ چې له هندوستان یې جنازه را لېږدوله او موږ په ماتو زړونو او اوښلنو سترګو په هوايي ډګر کې ورته ولاړ وو.
کله په ژوند او کله ژوند را باندې پېټی وي. دا مهال پلازمېنه کابل کې له خپلو اولادونو سره یو ځای اوسېږم. سهار اولادونه ښوونځي او زه دندې ته ځم. ماښام چې بېرته سره وینو، نو ځینې ګیلې او ځینې یې کیسې کوي. موسکا مې له جیبه قلم اخلي، لینا په کې پیسې لټوي او ثنا مې په ښکلولو مخ خیشت پیشت کړي.
You also might be interested in
پوهاندمحمد بشير دوديال په کال ١٣٤٠ل کې په کابل کې[...]
Share this:TwitterFacebookLike this:Like Loading...
Share this:TwitterFacebookLike this:Like Loading...
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی