لیکوال : عطا محمد میاخېل
ام چې علمي نوم یې Mangifera indica او په انګلیسي کې ورته mango وایي؛ د Anocadiaceae په کورنۍ پورې اړوند دی. د ام مېوه کلکه بیضوي شکله، ژېړه، او خوږه ده، چې د مېوې په منځ کې یې نسبتاً اوږد زړی شتون لري؛ چې د زړي په دننه کې یې مغز وجود لري، چې له مغز څخه یې د بېلابېلو ناروغیو په ځانګړې توګه د پېچش او نس ناستې د درملنې له پاره ترې ګټه اخلي .
د ام پنډ او څرمي پوستکي ( Exocorp ) او د نسبتاً ګڼ اندو کارپ لرونکی دی. د ام په ځینو ورایتو کې اوږده فایبرونه شته، چې د خلکو له پاره یې د نوموړې مېوې خوړل بې خونده کړي دي او د مېوې ارزښت یې راټیټ کړی دی . د ام مېوه له القاح وروسته ژر وده کوي، په ځینو تودو اقلیمونو کې د هغه یو شمېر ورایتي د یوې اونۍ په بهیر کې خپلې وروستۍ ودې ته رسېږي او د دولسو اونیو په بهیر کې د راغونډولو له پاره تیارېږي . څېړنو ښودلې ده، چې دغه مېوه په منځنۍ ډول د غوټۍ له وخته تر یوې میاشتې پورې د ورځې ۱/۴۹ ګرامه، له ۳۰ تر ۴۵ ورځو پورې د ورځې ۴/۵ ګرامه او له دوو میاشتو وروسته ۲/۲ ګرامه وزن اخلي . له پورته څېړنو څخه پایله تر لاسه کېږي، چې دغه مېوه وروسته له یوې میاشتې چټکه وده کوي، خو د وخت په تېرېدو سره یې وده سستېږي د ام ونه د مرغومې د میاشتې په پای او د سلواغې میاشتې په پیل کې ګل کوي او د چنګاښ په میاشت کې یې مېوه پخېږي، کله چې مېوه په بشپړه توګه پخه شي د رسیپټکل (Receptical) په وسیله د تنې د وروستۍ برخې نه چې مېوه په خپلو څانګو کې کلکه ساتي، له ونې غوڅوي او لاندې رالوېږي، چې په دغه صورت کې مارکېټ ته د وړاندې کولو له پاره وړ نه وي، له دې امله دغه مېوه مخکې له بشپړې پخېدنې له ونو څخه راټولېږي . د ام په بېلابېلو ورایټو کې د قند اندازه په سلو کې ۱۱ـــ ۱۲ پورې توپیر کوي .
ام ډېره ښکلې او په زړه پورې ونه لري، چې د ونې لوړوالی یې تر ۱۰ مترو پورې رسېږي. اوږدې بیضوي شکله پاڼې لري، چې د پاڼې رنګ یې په لومړیو کې وروسته له راټوکېدلو نارنجي، د وخت په تېرېدو سرې او بیا ځانته شین رنګ غوره کوي. پنځه پاڼي د خوشې په ډول سپین ګلان لري، چې د خوشې اوږدوالی یې ۱۰ سانتي مترو ته رسېږي . له نېکمرغه د ام ونه ډېر اوږد عمر لري، چې تر ۳۰۰ کالونو پورې مېوه ورکوي .
د ام ونې د پیدایښت ځای هندوستان دی، چې ۴۰۰۰ کاله مخکې په یاد هېواد کې وکرل شوه، چې په پنځمه زېږدیزه پېړۍ کې یې ختیځې افریقا او برازیل ته یې لاره ومونده، له دې وروسته یې شمالي، مرکزي او جنوبي امریکا، سویلي او مرکزي افریقا، استرالیا، چین، پاکستان، او سویل ختیځې آسیا ته یې لاره پیدا کړه او هلته روز کېده .
ام چې ښه پوخ او خوږ وي د خاصیت له پلوه لوند او ګرم او ځینو وچ ګرم ښودلی دی، چې په ترکیب کې یې د (A، B1، B2، B3، B5، B6، B9، B12، C، I او K ) ویټامینونه شتون لري، سربېره پر دې په ام کې معدنې مالګې لکه : کلسم، فاسفورس، مګنیزیم، سوډیم او پوټاشیم هم موجودې دي، چې د وینې فشار په راټیټولو کې رغنده رول لوبوي .
په عمومي ډول ام دوه ډولونه لري :
لومړی : تخمي یا خسک امونه . دویم قلمي یا پیوندي امونه، خو پیوندي امونه بیا څو ډوله لري لکه :
۱ ـــ سرولي . ۲ ـــ مالده . ۳ ـــ چونسه . ۴ ـــ رحمت خاص . ۵ ـــ الفانسو . ۶ ـــ لنګړه . ۷ ـــ پرنس . ۸ ـــ بېګم پسند . ۹ ـــ سفیده . ۱۰ ـــ دسهري . ۱۱ ـــ سیندوریا . ۱۲ ـــ زرد الو . ۱۳ ـــ ثریا . ۱۴ ـــ فجري ګوله . ۱۵ ـــ مغلیه حیدر آباد . ۱۶ ـــ فجري کلان . ۱۷ ـــ طوطا پري .
د ام ستر تولیدونکي هېوادونه په لاندې ډول دي :
هېواد
|
په یوه کال کې د تولید کچه په ټن
|
هند
|
۱۰۸۰۰۰۰
|
چین
|
۳۶۲۲۰۰۰
|
تایلند
|
۱۷۵۰۰۰۰
|
مکسیکو
|
۱۵۰۳۰۱۰
|
پاکستان
|
۱۰۷۲۰۰۰
|
فلپاین
|
۸۹۰۰۰۰
|
برازیل
|
۸۴۵۰۰۰
|
اندونیزیا
|
۸۰۰۰۰۰
|
نایجریا
|
۷۳۰۰۰۰
|
په هر سل ګرامه ام کې لاندې مواد شتون لري :
۱ ـــ انرژي ………………………… ………………………… ……… ۴۵ کالوري
۲ ـــ اوبه ………………………… ………………………… ………… ۸۰ ګرامه
۳ ـــ نشایسته ………………………… ………………………… …….. ۱۲ ګرامه
۴ ـــ پروټین ………………………… ………………………… ……… ۰/۵ ګرامه
۵ ـــ شحمیات ………………………… ………………………… ……. ۰/۱۵ ګرامه
۶ ـــ کلسم ………………………… ………………………… ……….. ۶ ګرامه
۷ ـــ فاسفورس ………………………… ………………………… ….. ۹ ملي ګرامه
۸ ـــ اوسپنه ………………………… ………………………… …….. ۰/۱۵ ملي ګرامه
۹ ـــ ویټامین اې ………………………… ………………………… … ۳۵۰۰ یونټه
۱۰ ـــ ویټامین بي یو ………………………… ………………………. ۰/۴ ملي ګرامه
۱۱ ـــ ویټامین بي دوه ………………………… ……………………… ۰/۳۵ ملي ګرامه
۱۲ ـــ ویټامین بي درې ………………………… ……………………. ۰/۶ ملي ګرامه
۱۳ ـــ ویټامین سي ………………………… ………………………… ۲۵ ملي ګرامه
۱۴ ویټامین کې ………………………… ………………………… …. ۴/۲ مایکرو ګرام
۱۵ ـــ پوټاشیم ………………………… ………………………… ….. ۱۶۸ ملي ګرامه
د روغتیا پالانو ( ډاکټرانو ) له لید لوري ام ډېرې روغتیایي ګټې لري، چې په لاندې توګه پرې رڼا اچول کېږي .
ـــ که چېرې اومه ام په توده ( ګرمه ) ایره کې خښ کړل شي او بیا له زبېښلو څخه وروسته یې له جوس سره خوږه برخه ګډه شي، نو د هغه ناروغ له پاره چې جل وهلی وي یا یې د ګرمۍ څخه نس ناستی وي او یا کانګې کوي د ټک پتري درمل په څېر کار کوي .
ـــ ام ډېر قوي دي او بدن پیاوړی کوي .
ـــ جنسي ځواک پیاوړی کوي .
ـــ د خولې بد بوی لرې کوي .
ـــ ادرار ډېروي .
ـــ ام ډېر زیات ګالیک اسید لري، نو له همدې امله د هاضمې سیسټم ضد عفوني او پاکوي .
ـــ ام وینه ډېروي .
ـــ د ام د خوړلو له کبله د بدن بد بوی له منځه ځي .
ـــ ام د بدن د تودوخې او تبې کچه راټیټوي .
ـــ خوراک یې د نس ناستې له پاره ګټور دی .
ـــ ام سر خوږی، ساه لنډۍ او ټوخی له منځه وړي .
ـــ د بواسیرو د درملنې له پاره ګټور دی .
د ام د زړي د مغز ګټې :
ـــ د ام د زړي مغز نس ناسته (اسهال) له منځه وړي .
ـــ د والګي د درملنې له پاره ترې ګټه اخیستل کېږي .
ـــ شدید ټوخی له منځه وړي .
ـــ د خوني بواسیرو د درملنې له پاره ترې ګټه اخیستل کېږي .
د ام ونې نورې ګټې :
ـــ د ام ګل سوړ او وچ دی او د نس ناستې د درملنې له پاره ترې ګټه اخیستل کېږي .
ـــ که د ام د ونې ګل وچ کړای شي او هره ورځ یې ۳ ګرامه له ۱۰ ګرامه بورې سره وخوړل شي، نو د انزال د چټکتیا درملنه پرې ښه کېدای شي .
ـــ د ام ونې کنډ له غوړیو او د لېمو له اوبو سره ګډ کړئ، نو د پوستکي نارامي به مو له منځه یوسي .
ـــ د وېښتانو د توېیدو له پاره د ام ونې د پاڼو اوبه په خپل سر وموښئ .
ـــ د غاښونو او اوریو د پیاوړتیا له پاره د ام د پاڼو جوشاند غر غړه کړئ .
د یادونې وړده، چې ام ګرم دی، د هغو کسانو له پاره چې ګرام مزاج لري مناسب نه دی، دغه کسان یې باید له سرکې سره وخوري . دغه راز په نهاره د ام خوړل نه دي پکار، ځکه چې هاضمه خرابوي او د نس ناستي او نس خوږي لامل ګرځي . ځینې ماشومان اومه او تریو ام له مالګې سره خوري، چې دغه کار ورته ډېر زیان رسوي، غاښونه یې خرابېږي زکام او ټوخی هم ورته پیدا کېږي .