ژباړه: عبدالحق ثاقب هزار ناوی
دا ښځه د بني غفار له قبیلې څخه وه ، او د عربانو له سترو شاعرانو څخه شمېرل کیږي .. او دداسې یو سړي مېرمن ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه فرمایلي :
د ځمکې پر سر ، له ابو ذر رضی الله عنه څخه رښتونی انسان نشته .
دا ښځه ( ام ذر ) یا ( لیلی الغفارية ) نومیږي . د ابوذر الغفاري رضی الله عنه میرمن وه . مهاجره او مجاهده ، او د یو ستر مجاهد سره د جهاد په لاره کې ملګرې وه .
دا صحابية لیلی الغفاریه د جندب بن جنادة رضی الله عنه میرمن ده چې خاوند یې په ابوذر الغفاري باندې شهرت لري . له خپل خاوند سره د عربي جزیرې په جنوبي برخه کې د بنو غفار په استوګنځایونو کې اوسیده . او ډېر شعرونه به یې ویل .
کله یې چې خاوند په مکه مکرمه کې د پیغمبر علیه السلام له مبعوث کېدو خبر شو ، له خپل ورور سره یوځای شو ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مکې مکرمې ته ورغلل ، هغه یې تود هرکلی وکړ . د شهادت کلمه یې وویله ، او اسلام یې قبول کړ . په دې کار سره ، نوموړی دهغو لسو مسلمانانو په کتار کې راځي چې لومړی یې اسلام راوړی دی . بیا وروسته ( ام ذر رضی الله عنها ) هم ایمان راوړ .
ام ذر په شعر او ښه روایت باندې شهرت لري .. رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې هغه حالات بیان کړل چې له اسلام وړاندې به یې له خپل خاوند سره یوځای د بتانو عبادت کاوه .
رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله وغوښته چې موسکی شي ، وبه یې ویل :
ای ابوذره ! د اسلام د پیل کیسه دې راته وکړه !
ابوذر رضی الله عنه به ورته شروع وکړه او ویل به یې :
ما یو بت درلود ، او د ( نهم ) په نامه یادېده . زه ورته راغلم او مخې ته مې ورته شیدې کېښودې ، او نور ترې لاړم . زه لږ وروسته شوم ، چې ومې لیده یو سپی د شیدو په څښکاک لګیا وو .. کله یې چې شیدې ټولې خلاصې کړې ، پښه یې پورته کړه او په بت یې متیازې وکړې .. بیا مې دا شعر ووایه :
الا یا نهم انی قد بدا لی مدی شرف یبعد منک قربا
رایت الکلب سامک حظ سخف
فلم یمنع قفاک الیوم کلبا
کله چې ما د بت د بدۍ په اړه دا بیتونه ویل ام ذر واورېدل ، هغې وویل :
لقد اتیت جرما ، و اصبت عظما .. حین هجوت نهما .
یانې کله چې تا د ( نهم ) بت وکنځلو ، نو دا دې یو ستر جرم وکړ ..
بیا مې ورته ټوله کیسه وکړه ، نو مېرمن مې سمدلاسه د بت پرستۍ بدي بیان کړه او نفرت یې ورسره وښود او سمدلاسه یې دا شعر ووایه :
الا فابغنا ربا کریما جواد فی الفضائل یا ابن وهب
فمامن سامه کلب حقیر ، فلم یمنع یداه لنا برب
فما عبد الحجارة غیر غاو ، رکیک العقل لیس بذی لب .
رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې کیسې په پای کې وفرمایل :
ام ذر رښتیا ویلي . رښتیا هم له سرکشه پرته د تیږو عبادت بل څوک نه کوي ..
ام ذر له خپل خاوند سره مدینې منورې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم له هجرت وروسته هجرت وکړ ، دهغې خاوند ابوذر رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په ټولو غزاګانو کې برخه اخیستې . ام ذر د ( ام القرد ) د غزا لامل وه چې د غابه په نوم یادیږي . په دې مانا چې دوی د مدینې په شاوخوا کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اوښې څرولې ، کله چې دلته خواړه نه پیدا کېدل ، ابوذر رضی الله عنه د مدینې له پولو دباندې ووت ، او د ( عبید بن حصن ) څړځایونو ته یې ځان ورساوه . کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر شو ، له دې کاره یې منعه کړ ، خو ابوذر رضی الله عنه په رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار کاوه چې ، په دې ځای کې ورته د مالونو د څر اجازه ورکړي . بیا ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل :
داسې انګیرم چې ځوی دې وژل کیږي ، میرمن به دې اخیستل کیږي ، او ته به دې په امسا تکیه وهې .
خو ابوذر رضی الله عنه منعه نه شو ، او څر ته یې ادامه ورکړه ، هماغه وو چې ( عیینه بن حصن ) د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اوښانو حمله وکړه ، او له ځان سره یې یوړل ، او د ابوذر رضی الله عنه ځوی یې وواژه ، او ميرمن یې ترې بوتله … دا خبر مدینې منورې ته راورسېده ، غږ یې وکړ :
وېره … وېره !
بیا غږ وشو چې :د الله په آس سپاره شئ . !
رسول الله صلی الله علیه وسلم په سپرلۍ سپور شو چې بیا د ( ام القرد ) غزا پېښه شوه .
کله چې اختطاف کوونکو دمه کوله ، ام ذر رضی الله عنها چې له اوښانو سره یوځای تښتول شوې وه ، وتوانېده چې ځان راخلاص او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اوښه له ځان سره راولي . او نذر یې وکړ که خوندي راووتله ، نو اوښه به حلالوي . یرغلګرو هڅه وکړه چې اوښه بیرته راونیسي ، خو ونه توانېدل . ام ذر رضی الله عنها مدینې منورې ته راغله ، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغې له نذر څخه خبر شو ویې ویل :
سبحان الله… ډېره بده سزا یې ولیده .
نذر یې کړی وو که الله ورته نجات ورکړ ، نو اوښه به حلالوي .
په ګناه کې د نذر وفاء نشته ،
او نه په هغه څه کې چې د انسان ملکیت نه وي .
له دې وروسته بیا ام ذر رضی الله عنها له خپل خاوند سره کله په مدینه منوره او کله په شام کې واوسېده . بیا د عثمان بن عفان رضی الله عنه د خلافت په دوران کې د ( ربده ) په سیمه کې پاتې شول ، چې د مدینې منورې یوه لیرې پرته سیمه ده .
ام ذر رضی الله عنها د خپل خاوند د مړینې کیسه داسې کوي :
کله چې د ابوذر د مړینې وخت رانږدې شو ، ومې ژړل . ابوذر راته وویل :
ولې ژاړې ؟
ومې ویل :
ولې به نه ژاړم او ته په یوه دښته کې مړ کیږې !!! او زه دومره جامې هم نه لرم چې کفن درته ترې جوړ کړم .
ويې ویل :
مه ژاړه .. ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم اوریدلي ، یو څو کسانو ته یې ویل چې زه هم ورکې وم :
له تاسو به یو سړی په یوه دښته کې مړ کیږي ، بیا به د مسلمانانو یوه ډله ورته راځي . او په دې کسانو کې به داسې څوک نه وي ، مګر هغه به یا کلي او یا د ډلې په منځ کې وفات کیږي . او دادی زه په دښته کې مړ کیږم … لاره وڅاره !
ومې ویل :
حاجیان تللي او په دې لاره څوک نه راځي …
ویې ویل :
لاړه شه او خلک وګوره …
ومې ویل :
یو تپې ته راغلم او لیرې مې وکتل … بیا بیرته ورته راستنېدم چې خدمت یې وکړم … زه په دې حالت وم چې یوه ډله خلک راروان وو . .. په خپلو جامو مې ورته اشاره وکړه !! زه یې ولیدم او زما پر لور راغلل او راته یې وویل :
څه شوې ؟
ومې ویل :
یو مسلمان سړی مړ کیږي ، آیا کفن ورته ورکوئ ؟
ویې ویل : څوک دی ؟
ومې ویل : ابوذر دی .
ویې ویل : د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابي دی .؟
ومې ویل چې ، هو .
هغوی لویه قرباني ورکړه ، ژر راغلل او ځان یې ورته ورساوه . تود هرکلی یې ورته وکړ او ویې ویل :
تاسو پوهیږئ ، که ماسره دومره جامې وی چې کفن مې ترې جوړېدای ، نو له هماغې به مې کفن جوړ کړی وی . .
تاسو په دې پوه شئ چې ، داسې کس به راته کفن نه راکوئ چې یو وخت امیر ، مشر ، او یا کاروباري پآتې شوی وي ..
خو په دې ډله کسانو کې داسې څوک نه وو چې د ابوذر له دې شرایطو سره برابر وو . خو د انصارو یو ځوان ورته وویل :
ای کاکا ! زه به کفن درکړم … تا چې څه وویل زه داسې نه یم .. .. په دې څادر به درته کفن درکړم ، یا به درته له خپلې چپنې کفن برابر کړم . دا راته مور ګنډلي دي .
له دې ډلې کسانو څخه ورته بیا انصاري کفن جوړ کړ …
په بل روایت کې راځي چې ام ذر رضی الله عنها ، هغه لارې ته راوویست … عبدالله بن مسعود د نورو مؤمنانو سره یوځای په دوی تېر شو . … کله یې چې وپیژانده ويې ژړل او داسې يې وویل :
رسول الله صلی الله علیه وسلم رښتیا ویلي وو :
یوازې به ګرځې … یوازې په مرې … او یوازې به راپاڅې…. بیا یې خاورو ته وسپاره .
ام ذر رضی الله عنها خپل خاوند له لاسه ورکړ ، هغه سره یې ټول ژوند په فقر او زهد کې تېر کړی وو . هغه یوه ز اهده ، تقواداره او پاک لمنه ښځه وه ! داسې ښځه وه چې په دین او دنیا یې دخاوند ملاتړ کړی ، او د جهاد په لارو کې ورسره دتل لپاره ملګرې وه !!