د دیپلوم انجينیر اجمل شمس ژوند لیک
دیپلوم انجينیر اجمل شمس د افغان ملت ګوند پخواني مشر ارواښاد شمس الهدا شمس ځوی دی چې د کنړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې په 1972 م کال کې زیږیدلی دی . د 2005 م کال څخه د افغان ملت ملي مترقي ګوند مشر دی .
انجينیر اجمل شمس د امریکې د متحده ایالاتو د کینټکی (Kentucky) ایالت د مسلکي انجينیرانو رسمي غړیتوب لري . همدا راز د امریکی د متحده ایالاتو د انجینیرانو د ټولنی غړی هم دی . د خپلې کاري وړتیا او تجربې له کبله د پروژو د مدیریت د تخصص نړیوال سند یې هم لاسته راوړی چې په همدې اساس دپروژو د مدیریت د نړیوال سازمان غړیتوب هم لري .
اجمل شمس خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کلي نورګل کې پیل کړي . د ثور د کودتا نه وروسته یې د خپلې کورنۍ سره یې د کوزې پښتونخوا پیښور ته هجرت وکړ او خپلو زده کړو ته یې ادامه ورکړه . د لسم ټولګي نه وروسته د پیښور په تاریخي اسلامیه کالج کې يې د ساینس په برخه کې تر دولسمه زده کړې بشپړې کړې . وروسته يې د پیښور د انجینرۍ د پوهنتون څخه په 1996 م کال کې د لسانس سند تر لاسه کړ . څو کاله د پیښور د انجينری په يو پوهنځي کې تدریس وکړ او د مسلکي انجينیر په صفت يې له بیلابیلو ارګانونو سره دنده تر سره کړه .
انجینیر شمس په 2001 م کال کې امریکې ته ولاړ او 2003 م کې ئی د امریکی د ساوت ډکوټه پوهنتون
(South Dakota School of Technology) څخه د اوبو د زیرمود مدیریت او چاپیریال ساتنی
(Water Resources and Environmental Engineering) په برخه کې د ماسترۍ سند تر لاسه کړ. يوڅو کاله ئي د امریکې د فلوریډا په ایالت کې د یو متخصص په توګه دنده تر سره کړه . په همدی دوران کې په افغانستان کې سیاسی تحولات راغلل او په هیواد کې د بیا رغونې کارونه په چټکتیا سره پیل شول . په همدې موخه انجنیر شمس په امریکې کې خپله رسمي دنده پريښوده او خپل هیواد ته راستون شوتر څو د خپل هیواد د پرمختګ په چارو کې ونډه واخلي .
د 2004 م څخه تر 2006 م کال پوری ئې د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) سره د اوبو د زیربنا اومدیریت د برنامې د رئيس په توګه دنده تر سره کړه . بیا د کلو د پراختیا وزارت کې د ملي پیستون پروګرام د انجنیرۍ څانکې د رئيس په صفت پاتی شو. 2007 کال کې متحده عرب اماراتو ته ولاړ او هلته یی په يو نړیوال شرکت کې د زیر بنا دمتخصص په توګه تر 2009 م کاله وظیفه سر ته ورسوله . پدې دوران کې ئي د ابوظبی د شیخ زید بن النهیان جامع مسجد په ډیزاین او ساختمانی چارو کې هم فعاله ونډه درلوده .
د ښاري پراښتیا وزارت د پلان رئیس انجینیر اجمل شمس د زمکو د اصلاحاتو د پروژې پرانسته غونډه کې (جون ۲۰۱۱) په 2009 م کال کې هیواد ته راستون شو او نږدې یو کال د کلو د پراختیا وزارت سره د ملی پیوستون پروګرام د انجنیری څانګی د رئیس په توګه پاتی شو . پدې دوران کې ئې د نړیوال بانک سره د بیلابیلو میکانیزمونو ، طرحو او میتودونو په جوړولو کې پوره مرسته وکړه او د برنامې د کیفیت او ښه انسجام لپاره یې کټلي ګامونه واخیستل . وروسته بیا نږدې یو کال د ښاري پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ رئيس پاتې شو. پدې دوران کې یې د USAID لخوا د زمکو د اصلاحاتو د پروژې د پیل او ښه انسجام لپاره پوره همکاري اوکړه .
د 2011 څخه تر 2012 پوری ئې د انتقال په کمیسيون کې د کمیسیون د رئیس جلالتماب ډاکتر اشرف غني احمدزي د خاص سلاکار په صفت دنده تر سره کړه چې پدی دوران کې ېي د انتقال د انکشافی برنامو ، ښې حکومتدارۍ او بهرنیانو سره د اړیکو او همغږۍ په برخه کې زیات خدمات تر سره کړل . د انتقال په اړه په مهمو مجالسو او کنفرانسونو کې ئې د جلالتماب اشرف غنی استازیتوب وکړ او د ولایتي بیا رغونې ټیمونو او سفارتونو سره ئې د انتقال د چارو د سمون په برخه کې په کافي اندازه فعالیتونه تر سره کړل . همدا راز د انتقال د بهیر د سمون لپاره يې نږدې لسو ولایتونو ته جلالتماب ډاکتر اشرف غني سره یو ځای سفر وکړ.
د جلالتماب ډاکټر اشرف غني سره په یوه غونډه کې
د جلالتماب ډاکټر اشرف غني سره د نورستان په مرکز پارون کې
داچې انجینیر اجمل شمس په یوه سیاسی، متدینه او عالمه کورنۍ کې زیږدلی نو د کوچنیتوب نه ورسره د ملت پالنې او هيواد پالنې عالي روحیه شتون لري . د خپل پلار سره ئی د هجرت په سختو شرایطو کې اوږه په اوږه مبارزه کړې ، په خپله افغاني ټولنه کې یې وخت تیر کړی او د ولس سره په مسلسله توګه په تماس کې پاتې شوی . په ملې فلسفه ئې ځان په پوره ډول سمبال کړی . له همدې کبله په 2005 م کال کې کله چې شمس صاحب وفات شو نو ګوند اجمل شمس د ګوند د نوي مشرتابه لپاره يو وړ شخصیت وبله او په دیموکراتیکه توګه ئی د ګوند د نوي مشر په صفت وټاکه چې تر اوسه هم دا دنده په غاړه لري . انجینیر شمس د ملي او نړیوال سیاست ژوره او پراخه مطالعه لري . د ښاغلي شمس په شان ډیرکم افغان سیاستوال دي چې هم نړیوال تحصیلات ، نړیواله کاري تجربه او هم په ملي او ولسي سیاست حاکمیت ولري .
د ننګرهار په کامې ولسوالۍکې د انتخاباتي مبارزې د یوي غونډي ته د وینا پر مهال (مارچ ۲۰۱۴)
د انجینیر اجمل شمس ګڼ شمیر علمی او سیاسي لیکنې په ملی او نړيوالو ورځپاڼو او مجلولکه د امریکی فارن پالیسی، جاپان دپلومات،ایشاټایمز،متحده عرب اماراتو ګلف نیوز، دی نیشنل، د پاکستان نیوز ، ساوت ایشیا میګزین ، او فرنټیرپوست او داسی نورو رسنیو کې نشر شوي او اوس هم وخت په وخت نشریږي . د یادونې وړ ده چې افغانستان د ګوتو په شمار داسې لیکوالان لري چې په انګریزي ژبه د نړۍ په معتبرو مطبوعاتو کې لیکنې اوکړي .
انجینیر اجمل شمس د ولسمشر اشرف غني د سیاسي برنامې د بنسټګرو څخه وو او د هغه په ټاکنیز کمپاين کې يې هم پوره ونډه درلوده .