لیکنه: صبغت الله احساس
څلور کاله وړاندی اندړ دغزنی په سطحه تر ټولو ناامنیه ولسوالی وه. له 1385 تر 1390 کال پوری یی ښوونځی، مدرسی او دارالمعلمین دزده کوونکو په مخ تړلی وه. داندړو نفوس تر بل هری ولسوالی زیات دی خو دددولسم ټولګی دفارغانو شمیر یی تر ډيرو ولسوالیو کم وو. هرکال شاو خوا یوازی د 50 زده کوونکو له دولسم ټولګی نه فارغیدل. چی اکثره یی بیا پدی نه توانیدل چی پوهنتون ته لار پیدا کړی. ځکه دتدریس معیار ډير ټیټ وو، مسلکی ښوونکی یی دغزنی مرکز ته تبدیل شوی وه او اکثره زده کوونکی پاکستان ته دکار لپاره تللی وه.
صحی برخه یی هم په امان کی نه وه پاتی. دولسوالی مربوط کلینیکونه دطالبانو لخوا تړل شوی وو یوازی یو مرکزی روغتون دولسوالی په مرکز کی فعال وو هغه داسی فعال وو چی نرسانو او له فارمسی نه فارغو کسانو د ډاکتر دنده اجرا کوله. شرایط دومره خراب وه چی مسلکی او پوه ډاکترانو زړه نه ښه کاوه چی اندړو ته ولاړ شی.
دولسوالی عمومی بازار دطالبانو په امر تړل شوی وو. طالبانو دومره قوت درلود چی دورځی لخوا به دولسوالی په بازار کی ګرزیدل او کومو دوکاندانو چی خپل دوکانونه خلاص کړی وو دخلکو په مخکی به یی په تازینو وهل. دمیری لوی بازار کی داسی خاموشی حاکمه وو چی تا ویل پدی سیمه کی ژوندی روح نشته.
په اردو، پولیسو، دولتی او غیردولتی ادارو کی کار کول کفر ګنل کیدل او سزایی مرګ وه. ځوانان مجبور وه دکار لپاره ایران او پاکستان ته ولاړی شی، خو په وروستیو کلونو کی په دغو هیوادونو کی ستونزی زیاتی شوی او افغانانو ته شرایط سخت شول.
دپراختیایی پروژو او کارونو څرک نه وو. داندړو په نامه منظور شوی بودجه به په نورو ولسوالیو کی مصرفیده او ډيره کمه فیصده به یی دغزنی مرکز کی میشتو څو محدودو اندړو ترمنځ دپراختیایی شورا په نامه حیف او میل کیده.اندړو او ګیرو ترمنځ سرک بودجه منظور شوی وه، خو دامنیت دخرابوالی له کبله بودجه ددولت په خزانی کی له یو کال نه بل کال ته انتقالیده.
په سیاسی ډګر کی اندړ له هرچانه شاته شول. دملی شورا په شپاړلسمه دوره کی داندړو په شمول له غزنی نه یو پښتون وکیل هم ولسی جرګی ته لار پيدا نکړه 14 پښتون میشتی ولسوالی له استازولی محرومه شوی او ټول 11 وکیلان یوازی له یوه قومه له څلورو ولسوالیو انتخاب شول.
دا شرایط هیچا ته په ځانګړی توګه ځوان کهول ته دمنلو نه وو.ځکه نو دری کاله وړاندی په اندړو کی دطالبانو په ضد پاڅون وشو دا په هیواد کی لومړنی منظم ولسی پاڅون وه. پاڅوانول اکثره دپوهنتون محصلین او هغه کسان وو چی دطالبانو لخوا متضرر شوی وو .
پاڅون کوونکو په ډير لږ مودی کی داندړو ډیری کلی تصرف کړل او طالبانو ته یی دومره تلفات وارد کړل چی دهیواد په هیڅ څنډه کی پدی تعداد طالبان نه وو وژل شوی، دیوی تخمینی شمیری له مخی په اندړو کی 1500 طالبان دپاڅون لخوا وژل شوی. دطالبانو پرله پسی ماتو او وژنو دکویټی شورا ته سخت ټکان ورکړ. طالبانو څوځلی له نورو ولسوالیو داندړو دجنګ لپاره حشر را وغوښت خو هرځل تر هغه بل وار زیات تلفات وروا وښتل.
تصور کیده چی پاڅون کوونکی به داندړو له تصفیی نه وروسته دغزنی نورو ولسوالیو ته مخه کوی.. دګیر، قره باغ،ده یک او مقر ولسوالیو خلکو داندړوله پاڅون نه په الهام دطالبانو په مقابل کی یی قیام وکړ. ورپسی په لوګر، لغمان، پکتیا او ننګرهار کی هم پاڅونونه وشو خو دا پاڅونونه یو هم داندړوپه شان ځواکمن او منظم نه وو.
پاڅون دملی امنیت دوخت ریس اسدالله خالد او په کابل کی میشتو اندړو مشرانو کلک ملاتړ له ځان سره لرل. خو کله چی اسدالله خالد زخمی شو او امریکا ته دتداوی لپاره ولیږل شو پاڅون له یو لړ ستونزو سره مخ شو.
دپاڅون په نتیجه کی داندړو ولسوالی ټول تړل شوی ښوونځی یوځل بیا دزده کوونکو په مخ خلاص شو اوپه اندړو کی یوه نوی هیله پیدا شوه دمیری بازار کی بیا هغه پخوانی شور راژوندی شو، دبیارغونی کارونه شروع شو دملی پیوستون پروژی په ټولو کلیو کی پیل شوی ډیر ځوانان په یادو پروژو کی مصروفه شو. له ټولو نه مهمه پروژه داندړو او ګیرو ترمنځ سرک وو چی کاریی پيل او ترګیرو اسفالت شو. داسی فکر به دی کاوه چی په اندړو دسولی لمر را ختلی او هیله داوه چی رڼا یی نورو سیمو ته هم ورسیږی. خو دا لمر دژمی دلمر په شان وه ډیر ژر پناه شو او ځای یی توری شپی ونیو. اوس نو اندړ دومره تاریک دی چی ته به وایی سپوږمۍ کسوف نیولی.
اوس هیلی په ناهیلی بدلی شوی اوس نه اسدالله خالد دملی امنیت ریس ده او نه نظام دپخوا په شان اندړو ته پام کوی. پدی ورستیو کی هره ورځ په اندړه کی نوی غمیزه یی، داسی ډير کم پيښیږی چی په اندړو کی دی دورځي څوک ونه وژل شی. دحکومت دبی غوری له وجهی دپاڅون او محلی پولیسو مهشور قومندانان لکه عبدالله، شاهین، قهرمان، صحرایی، پاچا، تور ….. او نور ډير داسی ځوانان ووژل شول دچا په واسطه چی په اندړو کی ستر انقلاب راغلی وه.
اندړو په تیرو ټاکنو کی دپاڅون له برکته دحکومت دواړو مشرانو ته په دی هیله رایه ورکړه ترڅو اندړو په شمول په ټول افغانستان کی دسولی ټغر اوار شی .ورور وژنه او افغان وژنه بس شی او موږ هم دنور ملتونو په شان دسولی له ژونده خوند واخلو. خو دنوی حکومت په راتګ سره اندړو کی داور لمبو نوری هم تیزی شوی او لاهم بلییږی معلومه نده چی دا تپل شوی جګړه به پای نقطه ولری که نه؟
دسوله ایز افغانستان په هیله