لیکنه: دادمحمد ناوک
د انسان له پیدايښت سره جوخته جګړه وزېږېده، ښايي تر هغه پخوا هم وه؛ خو زه د انسان په توګه په انساني نړۍ کې د حضرت ادم علیه السلام په وړاندې د شیطان کرکه د جګړې بنسټ ګڼم، چې په دې توګه شیطان انسان ته د جګړې په کمین کې شو. له هغه وروسته د ادم علیه السلام د زامنو ترمنځ فزیکي شخړه يې د فزیکي شخړو بنسټګره بللای شو. پر نورو علتونو سربېره يې ښايي یو علت دا هم وي چې په ځمکه کې د الله جل جلاله د احکامو پلي کول به له ستونزو خالي نه وي.
په کابل کې «انسان» مجله د فهیم کریم په مسوولیت خپرېږي، د درېیمې ګڼې موضوع يې « جګړه » وه؛ چې پکې څو تنو لیکوالو، د جګړې په پیدايښت، علت او ورسره جوخت په اوسنیو روانو جګړو تبصرې کړې وي. پخپله د مجلې سرمقله هم «د جنګونو فکري سناریو» تر سرلیک لاندې د جنګ په اړه د ادیانو او فلسفو په رڼا کې تبصرې شوي دي، د سرمقالې په یوه برخه کې لیکوال د یو درېیم ګړي په توګه لیکي: «اسلام هم د هغو کسانو لپاره چې د خدای په لار کې به جنګېدل او جنګېږي د جنت وعده ورکوي او د شهادت د مقام د فضیلت بیان ورته کوي.» له دې کرښو ښکاري، چې د سرمقالې لیکوال د یو درېیم ګړي په توګه غږېږي، ځکه چې ډېری روڼ اندي (!) دین هم د نړیوالتوب په وړاندې خنډ بولي.
له پورته تبصرې سره جوخت د عیسویت له سترګیو لیکي: «مسیحي الهیاتو جنګ مردود وګاڼه او په پوره مانا يې وویل که چېرې چا یو څوک په توره وواژه بېرته به يې په توره سر پرې کېږي، خو بیا وروسته سن توماس د (مشروع جنګ) نظریه او لاره رامنځته کړه چې وروسته يې صلیبي جنګونه را وزېږول.» نه پوهېږم چې له اسلامي لیدلوري سره جوخت د عیسويت د دې نظر او په دې نظر کې بیا د «خو» په پیوستون د سن توماس د نظريې راوړلو نه به د «انسان د ادارې» موخه څه وي، خو خپله خبره د مقالې په تقریباً وروستۍ برخه کې داسې کوي:
[quote font=”play”]«جنګ چې د هرې مقدسې موخې لپاره ترسره کېږي او هر ډول سپېڅلی مرام پکې نغښتی وي، مردود دی.»[/quote]
سره له دې چې په دې سرمقاله کې له اسلامي لیدلوري د جګړې په اړه د انفال او د نساء د سورتونو ایاتونه د جهاد په اړه د اسلامي نص په توګه وړاندې شوي، خو د سرمقالې په وروستۍ پراګراف کې په پوره سپین سترګي د د دوی له خو د راوړل شویو او سلګونو نورو هغو ایاتونو په اړه چې مسلمانان پکې جګړې ته هڅول کېږي وايي: « «انسان» باور لري چې د جګړې د توجیه لپاره ټول کارېدلی منطق او استدلالونه په هیڅ صورت انساني ژوند نشي تضمینولی… » د دوی په باور د جګړې په اړه راغلي قراني ایاتونه د انساني ژوند د تباهۍ، ذلت او رسوايي لپاره دي ـ نعوذباالله ـ ځکه چې دوی ښکاره وي چې دا استدلالونه انساني ژوند نشي تظمینولی.
په ټوله کې د دې مجلې لیکنې په یو ډول جګړییزه روحیه او د جګړې لپاره لیکل شوي دي، خو دوی داسې انګېري چې د انسان د جسد له منځه وړل جګړه، خو د چا مقدسات، ارمانونه، فکرونه او روحیات له منځه وړل یا متضرره کول، جګړه ورته نه برېښي، جالبه داده ، چې دوی همدا جګړه پلورې او پیسې پرې ګټي، تر دې ګڼې وړاندې مې يې مسوول ته په خندا وویل، چې ما مو مجله په سل افغانۍ واخیسته، خو وروسته مې ستاسې سایټ کې وړیا را ښکته کړه، هغه وخندل وايي له دې وروسته يې سایټ ته نه پورته کوو، باید خرڅه شي، دوی د همدې فکري جګړې چې د انسان جرړه پکې له منځه وړي پر سر پیسې اخلي او په خوښۍ يې په جېبو منډي.
د دې مجلې د مدیر سکرټرې شفیقې نیکزاد د «جنګ، ښځه او سکس » تر سرلیک لاندې په مضمون کې د خپلو نورو استادانو په څېره خپله لیکنه له پخوانیو اساطیرو چې هیڅ عقلي ثبوت نه لري را پیل کړې ده او ان نننۍ جګړه او په ټوله کې يې اسلامي جګړې د سکس په خاطر بللې دي، د دې په خبره په اسلامي نصوصو کې د جنګیالیانو لپاره د دوه اویا حورو یادونه هم ځکه شوې چې دا جګړې هم په سکسي تصور وړاندې ځي، مخکې لیکي: « په جنت کې د یو روایت په استناد د اویاو او د بل روایت له مخې دوه اویاو حورو موجودیت هم د جګړې په تقویه کې ونډ درلودلې ده. په پاکستان کې د روزونکو طالباني جریاناتو څخه په لاس راغلي شواهد ښيي چې هغه شمېر انتحاري ترهګرو ته چې د ځان وژنې لپاره جمتو شوي وي د جنت شهادت نامه ورکوي…»
د فتح الله ګولن په یوه لیکنه کې مې د یو لویديځ عالم یوه خبره ولیده، چې که څوک په کومه برخه کې تخصص وکړي یا هم کوم مسلک ولري، نو نږدې ټولې نړۍ ته د خپل مسلک او تخصص له سترګو ګوري، ډاکټر محب الله زغم چې فکر کوم فروید ورته د ډېرې مسائلو د حل سرچینه ښکاري په غونډو او خپلو لیکنو کې د هغه له نظره ډېره ګټه اخلي، ډېر وخت خو خپله خبره هم د هغه په یوه تبصره غښتلې کوي، په دې مجله کې چې ډاکټر صاحب زغم يې مشر ایډيټر دي، هم له همدې عینکو جګړې ته ور کتلي، د «خشونت او مرګ د فروید له نظره» تر سرلیک لاندې د مضمون په وروستۍ برخه کې روانې جګړې ته د فروید له سترګیو عجیب دلیل تراشي: «د ژوند په وروستیو کلونو کې فروید د حنجرې په سرطان اخته و او سخت دردونه يې ګالل. په دې وخت کې ده نوې نظریه وړاندې کړه: «خشونت د عضلاتو د قوې محصول دی.» عضلات باید په ځان کې راټوله شوې انرژې (ټون) تخلیه کړي او د تخلیې لپاره یې خشونت یوه وسیله ده. فروید ته په دې وخت کې ټول ژوند له درد او کړاوه ډک ښکارېده چې هر انسان باید ځان ځنې خلاص کړي. خشونت په ځوانانو کې ډېر لیدل کېږي. یوه وجه يې داده چې د ودې او جنسي هورمونونو د فعالیت په نتېجه کې د دوی عضلات او اندامونه غښتلي کېږي او ډېره انرژي په کې زېرمه کېږي. د دې انرژۍ د تخلیه کولو یوه لاره تاوتریخوالی، شخړه او جګړه ده. ورزش د نورو ګټو تر څنګ دا کمال هم لري چې د ځوانانو عضلېي انرژي په مثبته او نسبتاً بې تاوانه لاره مصرفوي. فکر کوم طالبان او نور توند لاري چې لوبې، ورزش او فیزیکي بوختیاوې لهو و لعب بولي، یوه وجه به يې همدا وي چې نه غواړي ځوانان خپله عضلي انرژي په سمه لاره تخلیه کړي او دا انرژی همداسې پاتې شي د دوی په ګټه د جګړې په ډګر کې مصرف شي.»
په ورته توګه د دې مجلې نورې لیکنې هم قیاس کولای شئ، په ټوله کې دوی پر دې نظر دی چې له پیله تر اوسه شوې جګړې، یا د فروید د لارویانو په خبره د عضلي انرژي د ناسمې لارې په استعمال سره شوې دي، یا د شفیقې نېکزاد په خبره د سکسي تمایل په اساس شوي دي یا هم د غفور لېوال د خبرې په اساس د اروايي بحران او عصبیت له امله يې غیرت راپارېدلی او جګړې يې کړې دي؛ ښايي دوی نبوي سیرت او د راشده خلفاو سیرتونه د فروید، کانت، انشټاین، هګل او نورو تر مطالعې ځار کړي وي، ځکه خو له پردیو عینکو فکري زهرجنه جګړه د – عدم تشدد – په نامه پر مخ وړي او د جسدونو پر ځای ارزښتونه ريبي.