• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

انساني ارزښتونه

Home حقوقانساني ارزښتونه
انساني ارزښتونه

انساني ارزښتونه

لیکنه: پوهنیار سېد اصغر هاشمي
د نړۍ ټول انسانان دوه ډوله جوړښتونه لري، یویې فزیکي او بل یې معنوي جوړښت دی. په فزیکي لحاظ اکثره انسانان په تول پوره وي خو په معنوي لحاظ کامل انسانان کم پیدا کېږي. چېرته چې پوهه زیاته وي، هلته معنویاتو ته زیات ارزښت ورکول کېږي او چېرته چې پوهه کمه وي هلته بیا د معنویاتو پرځای نورو شیانو ته ارزښت ورکول کېږي.
تر څو چې د پوهې قیمت کم نه شي او اکثره وګړي مو د علم او پوهې پر ګاڼه سمبال نشي، دمعنویاتو ارزښت ته به د ارزښت په سترګو ونه ګورو.
په حیواناتو کې شیدې لرونکې څاروي له هغو څارویو بهتره دي، چې خلک ورنه ګټه نشي تر لاسه کولای، دلته د انسانانوپه ډول په حیواناتو کې هم توپیر لیدل کېږي. په نباتانو کې میوه دارې ونې مو د هغو خلکو په شان دي چې پوهه لري او هر وخت د ځان پر ځای د عوامو په فکر کې وي.
په ټولې نړۍ کې په هغو انسانانو شمار کېږي چې پوهه لري او هغه انسانان چې پوهه نه لري، د هغو بې میوو ونو په شان دي، چې له لرګیو یې استفاده کېدای شي، خونور تش کالبوتونه دي.
یو د انسان جسمي کار دی چې د بیروني جوړښت او جسم سره کار لري او بل د انسان فکري کار دي. فکري کار له جسمي کاره څو مرتبې بهتره دی،که یو دهقان د غنمو کرلو لپاره ځمکه اړوي او یا داسې نور جسماني کارونه کوي او همدارنګه د پوهنتون استاد شاګردانو ته درس ورکوي او هر وخت په فکري او ذهني کارونو مشغوله وي، دا دواړه کارونه دي، خو د دهقان له کاره د استاد کار بهتره دی. ټولې دنیا کې له جسمي کارونو فکري کارونو ته برتري ورکول کېږي.
نړۍ نن فکري یرغلونه پیل کړي دي، او غواړي چې په ټولې نړۍ د فکر په واسطه مشري وکړي، دوی پوه شوي چې د جسمي یرغلونو پرځای فکري جنګونه کوي.
د انسان قدر او عزت باید د هغه د معنویاتو، پوهې او اخلاقو په نظر کې نیولو سره وکړو، نه په نورو لاملونو.
اکثره عوام مو د بدوخلکو عزت کوي، چې دا په دې دلالت کوي، چې دوی ښه خلک نه دي. د ظالم ملګرتیا کوي، هر ځای يې صفتونه کوي، چې دا یې د ویرې یولامل دی.
انسان کې چې انسانیت نه وي او په حقیقي پوهې سمبال نه وي، د تش کالبود په شان دی، د انسان انسانیت په نظر کې ونیسی چې د معنویاتو سره مستقیمه اړیکه لري، نه مال، دولت، موقف، قومیت، خپلوي، نژادي، سمتي او داسې نورې اړیکې.
د انسان په نوم ټولوخلک پېژندل کېږي او هر چاته د انسان په نوم غږ کوو، خو د انسانیت او شرافت ځانګړنې په ډېروکموکسانوکې موندل کېږي.
عبدالرحمن بابا وایي:
انسانیت څه په دولت نه دی رحمانه
بت که جوړ کړې د سرو زرو انسان نه دی
په ساختماني لحاظ د سرو زرو له بته د انسان قیمت کم دی، خو که د معناپه لحاظ انسان پوره وي، د نړۍ هیڅ شي سره یې بها نه شو برابرولی.
ځینې انسانان لوړ قیمت لري او په کلونوکلونو یې نومونه تلپاتې وي، خو د ځینو انسانانو بها دورمره کمه وي، چې په ژوندون او له مرګه وروسته یې هم ارزښت کم وي.
په نړۍ کې د ورځې بې شمېره انسانان مړه کېږي چې له مرګه څو ورځې وروسته د خلکو هیر وي چې یو دلیل یې دا دی چې دوی په معنوي لحاظ پیاوړي انسانان د ټولنې نه وو، خو که چېرې استاد الفت په نظر کې ونیسو، له لسهاوو کلونو وروسته هم د خلکو په زړونو کې خاص ځای لري، چې دلیل یې د استاد معنوي ارزښت پورې اړه لري.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

پوهنه رڼا ده

پوهنه رڼا ده

Sep 2, 2016

لیکنه: پوهنیار سېد اصغر هاشمي د پوهې، علم او پوهانو[...]

د څېړنېز اثر محتواېيز جوړښت
Magnifying glass over the blue folders. Files investigation.

د څېړنېز اثر محتواېيز جوړښت

Aug 21, 2016

لیکنه:  پوهنیار سېد اصغر هاشمي د شکلي جوړښت له مخې[...]

د څېړنېزې موضوع سريزه

د څېړنېزې موضوع سريزه

Sep 1, 2016

لیکنه: پوهنیار سېد اصغر هاشمي د تحقيقي اثرلپاره مقدمه اړينه[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022