ژباړن: محب الله آرمل
لوی کسان د فکرونو او اندونو په اړه غږيږي.
د منځنۍ کچې کسان د شيانو په اړه خبرې کوي.
واړه خلک په نور پسې بد رد وايي.
٭٭٭
لوی کسان د نورو درد حس کولی شي.
د منځنۍ کچې خلک خپل درد حس کولی شي .
واړه کسان هېڅ درد نلري .
٭٭٭
لوی کسان د نورو لويوالی ويني.
د منځنۍ کچې کسان پخپل لویوالي پسې منډې وهي.
واړه خلک خپل لويوالی د نورو په ټيټ والي او تحقير کې ګوري.
٭٭٭
لوی کسان د حکمت په زده کړو پسې ګرځي .
د منځنۍ کچې خلک په پوهه پسې منډې وهي.
واړه کسان د سواد په کسب کولو بوخت دي.
٭٭٭
لوی کسان د هغه پوښتنو په جوړښت او حل فکر کوي چې بېځوابه پاتې.
د منځنۍ کچې خلک هغه پوښتنې مطرح کوي چې ځوابونه يې شته .
واړه کسان فکر کوي چې د ټولو پوښتنو ځوابونه له دوی سره دي .
٭٭٭
لوی کسان د مسئلې په پنځولو ( منځته راوړلو ) بوخت دي.
د منځنۍ کچې کسان د مسئلې په حل کولو مصروف دي .
واړه خلک هېڅ مسئله نلري .
٭٭٭
لوی کسان د خبرو په وخت چوپتيا غوره کوي.
د منځنۍ کچې کسان کله کله چوپ پاتې کيږي.
واړه کسان دومره خبرې کوي چې د سکوت فرصت په لاس نه ورځي .
پای ۱۳۹۴-۷-۱۹