– ليکنه: ګل رحمن رحماني
-سره له دې چې د خدای”ج” په شتون او عظمت يې پوره باور درلود، بې ساري مينه يې ورسره وه او د ځمکې پرمخ يې د هغه د استازي په توګه يوه سپېڅلې دنده اجرا کوله، خو د ادم د دغه زوی په زړه کې بيا هم دا هيله وه چې خپل محبوب مخامخ له نږدې وګوري. خدای”ج” ورته وويل چې د دې غوښتنې په اړه دې کوم ممانعت نه لرم، خو ته به يې توان ونه لري او زما ليدل به درته ګران وي، خو بنده د خپل فطرت له مخې همغسې شله و، غوښتل يې خپل محبوب له نږدې وګوري او خپله دا غوښتنه يې پوره شي. خدای”ج” ته ګران و او غوښتنه يې قبوله کړه، په يوه توره وهمناکه شپه يې خپل نور د طور پر ځمکه ور وښود، د تلوسې اخيستي انسان سترګو د دغه نامريي جلوو د ليدلو تاب ونه درلود، په کمزوري زړه يې ضعف راغی او په هغه ځمکه ځای پر ځای کېناست چې د خپل خالق د ښکلا او عظمت جلوو په خپل نور کې رانغاړلې وه. کله چې را په خود شو او خپله نړۍ يې حس کړه، بيايې نو هېڅ وخت هم دا غوښتنه ونه کړه او سر په سجده پرېوت، ټولو کايناتو يې ننداره کوه خدای هم په مينه ورته کتل. دا د خدای”ج” او انسان تر منځ ليدنه وه. دې انسان له دې پېښې وروسته خپل پيغام ټولو پيروانو ته ورساوه او د ټولو باور د خپل خالق پرعظمت او مهربانۍ لا زيات شو. له هغې ورځې پېړۍ او زمانې تېرې شوې، خدای”ج” خپله مينه، مهربانۍ او غضب په بېلابېلو بڼو انسانانو ته ورښکاره کړ، خو اوسنی انسان دومره سپين سترګی شوی چې سترګې يې د دې مينې او مهربانۍ پر جلوو هم نه برېښي، ښايي ړوند شوی وي چې د خپل خالق مينه او غوسه نه شي درک کولی. دا خو لا پرېږده، هغه ځمکه يې هم په خپلو وينو ولړله چې په طور کې خدای”ج” د خپل جلال او جمال په نامريي جلوو ښکل کړې او وينځلې وه، د هغه ګران استازي پرې هملته سجده لګولې او د بندګۍ تلپاتې وږمې يې پرې شيندلې وې. د اوسنۍ زمانې انسان، چې د خدای”ج” مينه او مهرباني نه شي درک کولی، زړونه يې د جلال په نوراني وړانګو نه دي لمبېدلي؛ نو د جلال او غرور وېره هم د هغه په وجود کې ځای نه لري، دی چې خپله ځان د جلال او جمال خاوند ته نه ورنږدې کوي، نو هغه به څنګه دده سره مينې او خبرو ته را وړاندې شي.
پاى
[review]