دنړۍ جوړښت
پلار ورځپاڼه لوستله؛ دماشوم چې زړه تنګ شوی و، پلارته ورغی او ويې ويل:پلاره راځه چه لوبې وکړو!
پلار چې زغم نه درلود؛ دورځپاڼې هغه برخه چه دنړۍ کښنده (نقشه) په کښې وه ټوټې، ټوټې کړه اوماشوم ته يې ورکړه ترڅو ېې بيرته ورغوي.
ماشوم ولاړ او څو شېبې وروسته بيرته راغی. رغول شوی نقشه ېې پلار ته ورکړه .پلار چې وليدل ماشوم نقشه بيخي سمه رغولې ده له ده څخه ېې وپوښتل چې څه ډول ېې دنړۍ نقشه زده کړې ده؟
ماشوم په ډيره معصومانه لهجه وويل: مادهغه سړي انځور چه دنقشې شاته دی جوړ کړ،کله چه سړی جوړ شي، نړۍ جوړيږي…!
ژباړه: محمود سعيد
[review]