انشټاين څوک و؟
د انا ويټل (Anna Vital) په نوم يوې ګرافيک ډيزاينرې د انځور او تورو په ژبه د انشټين ژوند انځور کړی دی. انشټين د شلمې پېړۍ تر ټولو ستر فزيک پوه و چې د نيوټن د قوانينو په شان ډېر پخواني فزيکي قوانين يې وننګول او د فزيک په نړۍ کې يې يو نوی بنسټ کېښود.
په قطب نما پورې نښلېدل + د زدکړې او ښوونځي پر مهال سپکېدل + فکري تجربې + د ساعت يوه برج او د رېلګاډي يوه تمځای ته نږدې دفتر + د دولتي دندې پر مهال د هغه کړنو ته د رئيس له لوري په غوسه کتل = نابغه کېدل…
ليدونکی فکر
د انشټاين د ژوندليک ليکونکی والټر ايزاکسون کاږي چې انشټاين يو وسواسي لوستونکی و. هلته يو ښوونځی و چې په يوه نوي ډول پکې زدکړه ورکول کېده. د ليدونکي (بصري) فکر ميتود…هلته د فزيک په يوازينۍ زدکړياله يو مين و چې دا بيا وروسته د هغه د لومړنيو کړنو د خپرېدو هنداره شوه. هلته يو د برېښنا انجينیر د هغه کاکا و چې ده ته يې له څراغونو سره د لوبو اجازه ورکړه. بل ځای په بلجيم کې کې بيا يو شتمن کاکا و چې باور يې لاره؛ انشټين له پيله نابغه دی.
انشټين څنګه پیل وکړ؟ دا په رښتيا يوه فکري تجربه وه. د ايزاکسون په وينا کله چې انشټين په پنځه کلنۍ کې د ناروغۍ په تخت پروت و؛ پلار يې د لوبو لپاره يوه قطب نما ورکړه. انشټاين وپوښتل: دا څه ډول کار کوي؟ د ځمکې د مقناطيسي ميدان اغېز؟ يوازې دا ځواب بسنه نه کوله. انشټين غوښتل؛ په رښتيا پوه شي چې قطبنما څه ډول کار کوي. هغه غوښتل دا کار په فکر کې (تصور) مجسم کړي.
له قطبنما سره چلند او بيا وروسته د ګڼو کتابونو لوستلو د انشټين تخیل مهار او قانع نه کړ. هغه هر څه په خپلو مغزو کې مجسم کول غوښتل. په پنځل کلنۍ کې کله چې د اېټاليا په څنډو کې ګرځېده؛ په لومړي ځل يې فکر وکړ چې د رڼا په اوږدو به يون څه ډول وي؟ هغه په دې ډول سترې فکر تجربې پیل کړې چې بيا وروسته يې له هغه څخه هغه څوک جوړ کړ؛ کوم چې و.
د خپلو فکري او خيالي تجربو په اړه انشټاين خپله وايي:
د ځيرکتيا او هوښيارۍ رښتينې نښه پوهه نه بلکې تخیل دی.
سرچينه: http://fundersandfounders.com