لیکنه: پوهنیار سید اصغر هاشمي
انسانان ځکه اشرف المخلوقات دي، چې د ډېرو خصوصیاتو سربېره د فکر کولو او د خپلې مفکورې نه د استفادې کولو توان لري.
فکري ځواکمنتیا د نړۍ له ټول قوتونو بهتره ده او همدغه فکري قوت دی چې نړۍ پرمختګ کوي.
په کومې ټولنې کې چې د فکر خاوندان ډېر وي، هلته برابري وي، مساوات وي او حق حقدار ته ورکول کېږي.
چېرته چې انصاف او عدالت وي، هلته به د حقیقي فکر خاوندان مشران وي او چېرته چې د غېر حقیقي فکر خاوندان مشران وي، هلته بیا د انصاف تله ماته وي.
ځینې بې فکره انسانان باید عدالت او انصاف له لمر، سپوږمۍ، باران، باد او داسې نورو طبیعي توکو ځینې زده کړي. سره له دې چې دغه توکي عقل او فکر نه لري، خو بیا هم د ځینو بې فکره انسانانو نه د دوی انصاف او عدالت ښه دی.
لمر سهار پیدا کېږي، په غریب،مالداره، خپل، پردي او داسې نورو شیان باندې یو شان رڼایي کوي. دغه باانصافه لمر له عدالته کار اخلي، چې ډېر انسانان دغه شان برابري نه کوي.
دشپې له خوا د سپوږمۍ په راختلو یو ځل بیا په ټولو رڼایي شي او که اسمان وریځ وي او سپوږمۍ خپل مخ پټ کړي، نو بیا هېڅوک د ده له مخ پلو نه شي لرې کولای.
بارانونه هم لکه لمر او سپوږمۍ له انصافه کار اخلي او اکثره ځمکې یو شان خړوبوي، خپل او پردي، دوست او دښمن په نظر کې نه نیسي.
دغه بې فکره، بې عقله او بې تمیزه توکي څو مرتبې د هغو انسانانو نه چې عقل او فکر لري، خو بیا هم عدالت او انصاف نه کوي بهتره دی.
ای په لوړو مقامونو کې اکثرو انسانانو! ستاسو د انصاف تله ماته ده. عدالت او برابري له لمر، سپوږمۍ، باران او باد ځینې زده کړئ.