لیکنه: محمد باسط (امرخیل)
انفلاسیون د پیسو د ارزښت کموالي او په مسلسل ډول د نرخونو جګوالي ته وایي، دا یوه داسي مهمه مسْله ده چې له ډیرې مودې راهیسې خلک ورسره لاس او ګریوان دي، د انفلاسیون په وجه ډیر عام وګړي ځپل کیږي ځکه نرخونه لوړیږي او پیسی هم خپل ارزښت له لاسه ورکوي نو د عامې طبقي خلک د اجناسوو اخیستلو توان او قدرت له لاسه ورکوي.
په خاص ډول په قرض ورکوونکو باندي بده غیزه کوې، ځکه کله چې دوي د خپل قرض پیسي بیرته تر لاسه کوې نو په هغه سره د خپل لمړني ارزښت په اندازه د اخستني قدرت نلري. نو د لوړ انفلاسیون مخنیوی یو اړین کار دي که مخنیوی یې ونشې د یو هیواد د اقتصادي سیستم د ګډوډۍ باعث کرځي.
انفلاسیون د اقتصاد پوهانو لخوا په مختلفوو تعریفونو تعریف شوی دی.
کرودر (Crowther): انفلاسیون داسي تعریف کړي.
[quote]انفلاسیون هغه حالت ښیي چې دپیسو ارزښت پکې کم شي او یا په بل عبارت د اجناسو قیمت لوړ شي.[/quote]
کولبورن (Coulborn): انفلاسیون داسې تعریف کړي.
انفلاسیون هغه حالت ته وایي چې په ډیرو زیاتو پیسو لږ اجناس رانیول کیدای شي
المقریزی:
ښاغلي المقریزی د انفلاسیون په اړه یوکتاب لیکلي دي (اغاثهّ الامهٌّ بکشف الغمهّ) په نوم یادیږي، المقریزي د انفلاسیون سببونه دا لاندي ښودلي دي .
دعرضې کموالی
خیانت او رشوت
مناپولی ، احتکار
دپیسو زیات چاپول
دانفلاسیون ډولونه
دانفلاسیون په اړه دوې نظریې شته
مونټرسټ نظریه:ـ دا نظریه د ملټن فریډمن لخوا ورکړل شوي ده، هغه وایي انفلاسیون هرځاي او هروخت یو مونیټری پدیده ده او کله چې نرخونه یو ځل اوچت شي دا سلسله بیا د پیسو له زیاتوالي پرته دوام نشي کولای، یعني حتمآ به د پیسو د چاپ اندزاه زیاتیږي.
ددي نظریي په اساس د انفلاسیون د مینځته راتګ یواځینۍ وجه د پیسو بې انډوله چاپول دي.
ساختماني نظریه (Structural Approach)
ددې نظریې په اساس انفلاسیون په دوه ډوله دي.
انفلاسیون د تقاضا د فشار په وجه ( Demand pull Inflation)
انفلاسیون دمصارفو د فشار په وجه (Cost push Inflation)
انفلاسیون د تقاضا د فشار په وجه (Demand pull Inflation)
دغه انفلاسیون هغه وخت مینځ ته راځې کله چې تقاضا له عرضې څخه، تقاضا په مختلفو وجوهاتو زیاتیدلای شې.
دبیلګې په توګه: دنفوسو زیاتوالی د حکومت په مصارفو کې زیاتوالی او داسی نور.
انفلاسیون د مصارفو د فشار له امله (Cost push Inflation)
دا ډول انفلاسیون د تولید د لګښت د زیاتوالي له امله رامینځ ته کیږي.
دبیلګي په توګه : کله چې دتیلو بیه لوړه شي د ټولو هغو صنعتي فابریکو چې دتیلو له انرژۍ څخه کار اخلی د تولید لګښت زیاتیږي او دوی مجبوریږي چې تولید کم او د خپلو تولیداتو بیه لوړه کړي او پدی سره انفلاسیون منیځ ته راوړي.
ددي ډول انفلاسیون مهم عوامل د خامو موادو بیه زیاتیدل دانرژۍ بیه لوړید او داسي نور… دي.
د انفلاسیون اغیزې
انفلاسیون ډیر مضر اثرات لري په عمومي ډول بسپنه کموي، بیکاري زیاتیږي د هیواد صادرات کمیږي همدرانګه هغه ګروپ کسان چې معین عاید لري د هغوي د اخیستني قدرت (Purchasing Power) کمیږي د دي په وجه د اجناسو د اخیستني تقاضا کمه او تولیدونکی مایوسه کیږي، ځکه تولیدات یی د نرخونو دجګوالی په وجه نه پلورل کیږي نو مجبوریږی چې تولیدات کم او کارګر ګوښه کړي چې پدی سره دبیکارۍ کچه زیاتیږی.