لیکنه: ضمیر ساپی
انلاین یا پر لیکه لیکوالي د دودیزو رسنیو یا Traditional Media (تلوېزیون، رادېو او ورځپاڼه) د لیکوالۍ سره یو څه ورته والی لري، په دغه ډول لیکوالۍ کې د لنډ او اسانه سبک نه کار اخېستل کېږي، د رادېو او تلویزیون خبري رپوټ په څېر د سرچپه هرم (Inverted Pyramid) سبک کارول کېږي. دغه ډول لیکوالۍ د رسنوالۍ یا ژونالېزم نوې بڼه ده، چې په وروستۍ یوې لسیزه کې يې په ټوله نړۍ کې خورا وده کړې. په انلاین یا پرلیکه لیکوالۍ کې د اِنټرنيټ یا نړیوال جال او کمپيوټر نوې ټيکنالوژۍ د رامنځته کېدو سره ورځ تر بلې چټک نوښت شونی دی، چې هر پر لیکه رسنوال یا خبریال ته اړینه ده چې د نوې ټکنالوژۍ سره په څنګ کې پاتې شي.
کله چې رپوټ د سېمهییزې او ملي کچې اوړې او یوه نړیواله بڼه غوره کوي، طبعي ده، یو لړ ارونه او معیارونه به هم ور سره په پام کې نیول کېږي.
د انلاين په ليکلي مطلب کې کارېدونکی سبک له هنري پلوه هغسې دی چې په راديو، تلويزيون او ورځپاڼه کې يې وينو.
خو ځينې څیزونه پرلیکه لیکوالۍ کې د نورو په پرتله په بل ډول لیکل کېږي. د بېلګې په توګه اونۍ د ورځو يادول، د وخت يادول او د شمېرو ليکل په انلاين کې له دودیزو رسنیو سره خورا توپير کوي.
سبب يې دا دی چې انلاين مطالب د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک ګوري. د سارې په توګه که په لندن کې د شنبې ورځ يادوو په اسټراليا کې ښايي يکشنبه وي او په کلیفورنيا کې شاید لا د جمعې ورځ بشپړه شوې نه وي.
په انلاین لیکنه کې باید د وخت لیکلو ته هم پاملرنه وشي.
دسارې په توګه په کابل کې د کرېکټ پسرلنۍ لوبې د ځایي وخت د ورځې په نهو بجو پیلېږي.
پر لیکه لیکوالان هم لارښوونه کوي، چې په انلاین لیکوالۍ کې تر ډېره بریده باید هڅه وشي د شمېرو لیکل د کلیمو پرځای باید په ارقامو ولیکل شي.
په انلاین ژبه کې تر دوه زره پنځه سوه څخه، 2500 عبارت غوره دی. ځکه لوستونکي ته په لوستلو کې کومه ستونزه نه پېښوي، ذهن ته يې سپارل اسانه وي. سترګې د کلیمو پر ځای ښايي له اعدادو سره ډېرې بلدې وي.
په انلاين کې د نويو لغتونو کارول ژر عامېدلی شي. سرټکي باید تر ډېره بریده لنډ، روښان او زړه راښکونکي وي. انځورونه باید په تورو شرحه (Caption) شي.
د خبري رپوټ لپاره سرټکی په برېښنايي رسنیو (راډيو او تلويزيون) کې د اوريدونکي يا ليدونکي لپاره هغومره څرګند نه وي لکه په ورځپاڼه او پر لیکه رسنوالۍ یا ژورنالېزم کې چې يې وينو.
په ورځپاڼه کې که د يو مطلب لومړنی سرټکی لوی وي، که دوه يا درې نور واړه عنوانه هم ولري عيب نه دی. خو په انلاين کې لومړنی سرټکی يا هيډلاين يو او هغه هم بايد خورا کوچنی وي.
سرټکي باید محدود وي، په همدې لږو ټکو کې باید ټول متن نغښتی وي، په سرلیک کې باید تلوسيي تورې وکارول شي چې لوستونکي يې پرانستلو ته وهڅېږي.
د بېلګې په توګه؛ شیري اېمرسن د بریتانيې د ساوت شیلډز ښار اوسېدونکې ده، په 2011 کې يې انا ومړه د کورنۍ غړیو يې د نومړې څو د خوښې څیزونه هم ورسره ښخ کړل. اېمرسن به خپلې انا ته په تیلیفوني پیغام استلو د ارامۍ احساس کوه، درې کاله ورورته يې د خپل پیغام ځواب وموند “زه تا وینم“ او ټکان يې وخوړ.
بيبيسي پښتو دغه خبر ته داسې سرټکی غوره کړی وو:
“له قبر نه د انا تیلیفوني پیغام“ دغه عنوان تلوسيي دی، لوستونکي يې پرانستلو ته مجبورېږي.
وروسته څرګنده شوه چې د موبایل شرکت یې د انا د موبایل شمېره بل چا ته ورکړې وه او د هغه کس ملګرو شیري اېمرسن ته د ټوکې په ډول د پیغام ځواب لېږلی و.
څومره چې سرلیک لنډ او په لږو تورو کې ولیکل شي، هغومره اغېزناک او زړه راښکونکی وي.
غوره سرټکی یا هیډلاین هغه دی چې په پنځه یا شپږو کلیمو کې ټول خبري رپوټ را ونغاړي.
د بېلګې په توګه “د سعودي پاچا عبدالله د خدای رضا درسته کړه یا په حق ورسېد“ غوره به وي چې ولیکو “پاچا عبدالله ومړ“. اوږد سرلیک نه د لوستونکو خوښېږي او نه زړه راښکونکی وي. په ناولونو او لنډو کیسو کې ولوله ییزه او داستاني ژبه لوستلونکي خوښوي، خو په وېبپاڼو کې دا کار پر لوستونکو پېټی باروي.
پرلیکه لیکوالۍ لپاره درې نړیوال مشهور ارونه اړین دي، چې هر یو يې په خپل ځای جلا ارزښت لري:
“Body“۱– متن
۲ – د متن منځپانګه
“Link“۳ – پیوند
“Body“۱– متن
په انلاین متنونو کې لنډ پاراګرافونه د لوستونکو د راښکون غوره لار ده، پاراګرافونه باید د ۱۰۰ وییونو (لغاتونو) ډېر نه وي، په ۱۰۰ وییونو کې باید ډېر څه رانعښتي وي.
وکاروئ که کلیمې د ۳۰۰ څخه زیاتې وې. (Sub-heading) منځسرلیک یا
هڅه وکړئ منځسرلیک مو د راتلونکو پاراګرافونو سره تړاو ولري.
په متن کې د بېلابېل رنګونه او سبکونه وکاروئ، دغه کار د لوستونکو سره خورا مرسته کوي.
لوستونکو سره د موضوع په درک کې مرسته کوي. (Bold) د مهمو کلیمو پنډول
لوستونکو ته د لوستلو په دوران کې دمه ورکوي.(Bullets) د جملې په سر کې ډول ډول نښې
انلاین متن کې د پاراګرافونو ترمنځ واټن لوستونکي ته د خبر یا رپوټ لوستلو پر وخت کې زغم وربخښي، کوښښ وکړئ دغه کار له اړتیا سره سم وکړئ.
په متن کې باید د بېلابېلو رنګونو څخه کار واخېستل شي، هر رنګ یو ځانګرې موخه لري، که د چا نوم په سور رنګ ولیکو دا په دې مانا ده چې د غه کس په رسوایۍ کې یوه مطرحه څېره ده.
هم په نظر کې ونېول شي. (Background) د متن د رنګ په غوره کولو کې باید د وېبپاڼې شالېد
د سارې په توګه په سپین شالېد کې تور رنګ د ورایه ښکاري.
په انلاین ژورنالېزم کې یوازې متن نه کارېږي، په دې کې د غږ، انځور، ویډیو او خوځنده انځورنه هم شامل دی، هر هغه څه چې په غږ او ویډیو کې شرحه شوې وي هغه باید په متن کې ونه لیکل شي.
په انلاين ژورناليزم کې، انځوريز رپوټونه، د ورځې عکس، اوونۍ په عکسونو کې او دې ته ورته ځينې نورې برخې عامې شوي دي چې خورا ډېر ليدونکي لري. دغه ډول پاڼې د عکسونو په مټ بشپړ رپوټ خپروي، چې په متن کې د ویډیو، انځور او غږیز رپوټ شرحه تکراري بڼه لري.
یو چېنايي متل وايي (يو عکس د زرو تورو يا کلماتو ځای نيولی شي).
یو انځور یا کارتون ته په یو نظر کتلو سره د پوره کالم لوستلو هومره برابر دی.
ښه انځور یا کارتون ښايي د زرو کيسو کيسه هم وکړي. خو دغه ټولې کيسې پر يوې خرابې شرحې (Caption) بې خونده کېږي. د عکس لپاره کمزورې شرحه د ډېرو په ګومان هغه ده چې هغه څه ووايي چې عکس يې ليدونکي ته ورښکاروي. د عکس لپاره د يوې ښې شرحې په ځانګړتياو کې لنډوالی هم تل ياد شوی دی. اوږده شرحه په تېره بيا د انلاين لپاره زړه تنګونکې بلل شوې ده.
۲ – د متن منځپاڼګه
د جاکوب نېلسن په وینا، د کمپیوټر پر ښیښه د متن لوستل د کاغذ پر مخ لیکل شوي متن څخه ۲۵ ځله ورو ویل کېږي. ځکه د مانیټور رڼا د لوستونکي د چټکې لوستنې پر وړاندې خنډ جوړوي.
لکه څرنګه چې ستاسې موخه لوستونکو ته د پیغام رسول دي، هغه باید په لنډو، ساده او روانو خبرو ولیکل شي، د ګونګ څیزونو څخه ډډه وکړئ، جملې باید دومره اوږدې نه وي چې لوستونکي څخه د غونډلې یا جملې پیل او پای هېر کړي.
په متن کې ساده ژبه کارول د پیغام په رسولو کې مهم رول لوبوي. کوښښ وکړئ لنډه او ساده ژبه وکاروئ، د بېځایه پاراګرافونو څخه لاس پر سر شئ، پر دې پوه شئ چې ستاسې لوستونکي ټول بوخت خلک دي، ټول په دفترونو کې کار کوي، هغوی د ۱۰۰ جملو پاراګراف نه د ۱۰ کلیمو پاراګراف باندې ډېر خوشالېږي، خو دا ۱۰ غونډلې یا جملې باید د سلو تشه ډکه کړي.
که په خبر، څېړنیز رپوټ یا بله کومه لیکنه کې خپله اصلي سرچینه وښيئ، دا به ستاسې لیکنه مستنده او د باور وړ وګرځوي، که مو د کوم ویبسایټ، کتاب او بلاګ څخه را نقل کړې وي، سرچینه يې د لیکنې په پای کې په ډاګه کړئ، چې د چاب حقوق مو خوندې پاتې شي.
“Link“۳ – پیوند
پیوند ورکول د وېب نړۍ یوه مهمه ځانګړنه ده، د لینکونو له لارې یوه خبري کیسه یا بل هر خبر او لیکنه د پیوند له لارې بشپړېدای شي. لېنک د توکو د پیاوړتیا لامل ګرځي او د بېلابېلو پاڼو په پیوند سره د مالوماتو د وېش یو منظم بهیر پیلېږي، پیوندونه بایده وړ، ګټور، د موضوع اړوند او په همدغه ترڅ کې روغ وي، که لېنکونه مو پرځای ونه کارېږي ښايي لوستونکي له سرګردانۍ سره مخامخ شي او نورو پاڼو ته مخ واړوي.
پیوندونه یا لینکونه مو باید د شونتیا تر بریده کوچني وي، له پنځو وییونو (لغاتو) ډېر نه وي.
یو پاراګراف یا یوه غونډله پیوند ورکول تېروتنه ده. په ټول پاراګراف کې باید یو کوچنی د کلیمې په تړاو وړ توری پیوند کړئ، بېځایه یا بېحده لېنکونه کارول لوستونکي سرګردانوي ښايي په لینکونو کې د بوختیا له امله د لیکنې پر لور را ونه ګرځي.
د پیوند رنګ او ډول باید د اصلي متن سره توپیر ولري، لوستونکو ته باید د ورایه څرګند شي. په دې مه وېرېږي، چې لوستونکې به مو د لېنک په ټومبلو سره له پاڼې، خبر او رپوټه پر بل لور لاړ شي، بیا به ستاسې پر لور در ونه ګرځي، که موضوع مو مهمه وي، هغوي د پیوند د ټومبلو وړاندې لیکنه بشپړوي بیا لینک پسې ګرځي.
اخځلیکونه: بيبيسي اکاډمي-ویبسایټ او سهار نذیر احمد، سایبر انلاین خبریالي، چاپ: دانش خپرندویه ټولنه