انټرنېټ (Internet) د هغه جال يا شبکې نوم دی چې په مرسته يې له ټولې نړۍ څخه ميليونونه کمپيوټرونه يو له بل سره نښلول شوي دي. په لومړيو کې ټوله انټرنيټي شبکه له څلورو کمپيوټرونو جوړه وه چې بيا يې پراختيا ومونده او اوس مهال دا شمېره له لسګونه ميليونه کمپوټرونو اوړي. اوس مهال انټرنېټ يو خپلواک او نړیوال جال دی چې د نړۍ په هر ګوټ کې ورته لاسرسی او کارول شوني دي.
ښايي ډېره مبالغه مو نه وي کړې که ووايو چې د انټرنېټ ډېره برخه دلته د دې رنګارنګ سيمونو، کېبلونو او پیپونو په منځ کې دی. لاندې انځورونه د ګوګل شرکت د ډاټا سنټر اړوند دي. په دې کېبلونو کې هره ورځ ميليونونه برېښناليکونه، انټرنېټي پلټنې، د مالوماتو او ډاټا کښته کول، پورته کول او داسې نورې چارې تر سره کيږي.
ګوګل په نړۍ کې تر ټولو ستر انټرنېټي شرکت دی چې مرکز يې په امريکا کې دی.
ښايي وپوښتئ چې دا ډول رنګارنګ کېبلونه او پیپونه د څه لپاره؟ بايد وویل شي چې د لسګونو زرو انټرنېټي سرورونو د سړو ساتلو لپاره همدا ډول جوړښتونو ته اړتيا ده. کله چې تاسې په ګوګل کې څه پلټئ يا کومه کړنه تر سره کوئ؛ دا غوښتنه په دې ډاټا سنټر کې پروسس کيږي او تاسې ته پایله په لاس درکوي.
ګوګل وايي چې دا ستر ډاټا سنټر په ۴۵ برخو کې د ۴۵زره بېلابېلو سرورونو درلودونکی دی چې د سترو بکسونو د ننه ځای پر ځای شوي دي. داسې اټکل کيږي چې په ټوليز ډول په ټوله نړۍ کې د ګوګل اړوند سرورونه له يو ميليون څخه اوړي. دا ستر سرورونه چې له دمې پرته شپه او ورځ د د اطلاعاتو په پروسس او اړولو راړولو بوخت دي؛ د ګوګل اړوند تر ټولو په خوندي ځای کې دي، تر دې چې د ګوګل ډېر کار کوونکي هم هلته د ورتګ اجازه نه لري. بايد وویل شي چې د (کنيه ژو) په نوم کس يوازينی انځور اخستونکی دی چې دې برخې ته يې د تګ اجازه تر لاسه کړې او دا انځورونه يې خپاره کړي دي.
سعيد
[review]