لیکنه: ډاکټر ابراهیم شینواری
د پاکو اوبو ارزښت
اوبه موږ ته عادي شی ښکاري، خو اوبه حیاتي دي او زموږ ډیره برخه بدن له اوبو جوړ دی. اوبه ډیرې ګټې لري او بې له اوبو په پنځه ورځوکې انسان مري. د اوبو مهمې ګټې دادي:
د بدن تودوخه نارمل ساتي، د بدن د مایعاتو او الکترولایتونو توازن ساتي، پښتورګي فعال ساتي، تاسو ځوان ساتي، په وزن کمولو کې مرسته کوي، عضلات منظموي، بدن ښایسته کوي، مفصلونه ښه کار کوي، هوښیار او بیدار کوي مو؛ او مهمه دا چې له بدن څخه مو اضافي مواد باسي. د یو ۷۰ کیلو ګرامه سړي په بدن کې ۵۷ لیتره اوبه وي. په نوي زېږېدلي ماشوم کې د هغه د بدن ۷۵٪ اوبه دي. د بدن اوبه د چاغښت او عمر په زیاتېدو سره کمېږي.
د اوبو د کمښت له امله د جل وهلو، د بدن د عضلو د غونج والي، عضلي تېزو دردونو (کرمپ) او د مایعاتو او الکترولیتونو د توازن د خرابۍ له امله له دماغي حملې سره مخ کېدی شئ.
د پاکو اوبو ورځنۍ اندازه
هر انسان په ورځ کې پوره اندازه پاکو اوبو ته ضرورت لري. دا ضرورت د هوا د ګرمۍ، د شخص د فعالیت او ناروغۍ له حالت سره تړلی دی، خو په عام ډول یو نارینه په ۲۴ ساعتونو کې درې نیم او یوه ښځه دوه نیم لیترو اوبو ته اړتیا لري چې دا اوبه باید مستقیما د اوبو له منابعو او یا هغو خوراکونو واخیستل شي، چې اوبه لري.
کومو شيانو ته اوبه ويلی شو؟
پاکې اوبه هغه دي چې له ډاډمنو منابعو څخه د پاکو او محفوظو نلونو، سرپټو او پمپ لرونکوڅاه ګانو، سرپټو چینو اخیستل شوي وي او یا جوشول شوې او فلتر شوې اوبه صحي دي. د عامو ویالو، چینو، ډنډونو او سیندونو اوبه شکمنې دي.
مهمه خبره دا ده چې اوبه باید پاکې وي، ځکه د ناپاکو اوبو څخه ګڼې ناروغۍ منځ ته راځي چې د خوارځواکۍ او مړینې سبب کېدای شي.
مېوې هم د اوبو ښې منابع دي. هندوانه ۹۰٪ له اوبو جوړه ده. انګور، او خټکی هم له اوبو ډک دي. سابه لکه د مېوو په شان اوبه نلري، خو رومیان، بادرنګ او کاهو زیاتې اوبه لري. شیدې او مستې هم اوبه لري. شربتونه هم له اوبو جوړ دي، خو موږ یې تاسو ته سپارښت نه کوو، ځکه ضررونه هم لري.
د عمومي قاعدې په توګه هغه شیان چې په طبیعي ډول موجود وي، مصنوعي ته یې ضرورت نشته یا یې اړتیا کمه ده. د غذا یو متخصص به ویل چې که پپسې او کولا تر اوبو ښه وای، نو الله تعالی به یې چینې جوړې کړې وای. اوبه ښې او ګټورې دي، ځکه یې الله جل جلاله چینې جوړې کړي دي.
هره ورځ باید تر خپل معمول عادت یو ګیلاس زیاتې اوبه وڅښو.
هغه لارې چې تاسو سره مرسته کوي تر څو کافي اوبه وڅښئ دا دي:
- له پاکو منابعو څخه اوبه په خوند او شوق وڅښئ. کله کله ډېرې اوبه څښل سړي ته مشکلې شي، پداسې وخت کې د خپلې خوښې وړ خوند لکه د لېمو خوند ورزیات کړئ، خو دا خپل عادت کوئ مه.
- کله کله د اوبو د پوره کولو لپاره هغه مېوې خورئ چې اوبه پکې ډېرې وي، لکه هندوانه.
- د یو مهال وېش له مخې اوبه وڅښئ. سهار تر اوداسه وروسته له دوه تر څلور ګیلاسه اوبه په نهاره وڅښئ. د سهارني پر مهال هم معمولا یو یا دوه ګیلاسه مایعات (چای یا شیدې) څښل کیږي. تر سبا ناري وروسته یو دوه ساعته اوبه مه څښئ، چې پر معده مو زیات فشار رانه شي. بیا د لسو او یوولسو بجو تر منځ څو ګیلاسه اوبه یا شین چای وڅښئ. بیا د مازیګر په وخت کې او په پای کې تر خوب لږ شیبه مخکې اوبه وڅښئ. پدې صورت کې به مو د بدن مایعات پوره شي او په معده به مو فشار هم نه راځي یعنې همزمانه او یا په غذا پسې متصل د ډېرو مایعاتو څښل د معدې حجم زیاتوي. د حجم دغه زیاتوالی د معدې د جدارونو د کش کېدو له امله د ګاسترین په نوم هورمون تنبه کوي چې هغه بیا د معدې د اسیدو د زیاتېدو او په نتیجه کې د معدې د سوزش او تخریش سبب کېږي.
- که د اوبو له پاکوالي، ډاډه نه یاست نو لومړی یې جوش او بیا یې تر سړیدو وروسته وځښئ. په ځینې ملکونو کې د اوبو د پاکولو ځانګړي فلترونه هم شته. کلورین هم د اوبو د پاکولو یوه ښه ماده ده.
- کوښښ وکړئ چې اوبه تل ځان ته نږدې وساتئ. کله چې انسان ډېر مصروف وي که تږی هم شي، د اوبو څښل ځنډوي، چې دا ځنډ روغتیا ته ضرر رسوي، نو که اوبه درته نږدې وي، څښل به یې هم اسان وي.
- که د نل اوبه پاکې وي، هغه وکاروئ او د بوتل د اوبو لګښت سپما کړئ.
- ورزش ته تر تللو څه موده وړاندې خپل مایعات پوره کړئ. د ډېرې ستړیا په وخت کې زیاتې اوبه مه څښئ چې جل مو ونه وهي.
- که له اوبو څخه ډک خوراکونه وکړئ لا ښه دي، ځکه په خوراکونو لکه مېوو او سبو کې اوبه پاکې او معقمې وي.
- اوبه کله کله د اشتها راوستلو لپاره هم څښل کېږي.
- د ویده کېدو په وخت کې ځان سره نږدې پاکې اوبه کېږدئ او کله چې په شپه کې تږي شئ، راپاڅېږئ او اوبه وڅښئ. خو دا مو عادت کړئ چې تر خوب لږ مخکې یو ګیلاس اوبه وڅښئ. که دا اوبه مو بیا مجبوروي چې له خوبه راپاڅېږئ، نو یو فرصت یې وګڼئ، څو رکعته د تهجد لمونځ هم ورسره وکړئ.
نامناسب مضر څښاکونه
الکولي مشروبات، ساړه څښاکونه لکه پیپسي، سپرایټ، کوکاکولا، مرنډا، د سپورټ جوسونه، د انرژۍ په نوم جوړ شوي څښاکونه، په وړو دبلو کې جوړ شوي غیر معیاري د مېوو ځينې جوسونه او له رنګونو څخه ډک مایعات بدن ته ډېر ضرر لري. د دې مایعاتو ضرر تر ټولو ډېر ماشومانو ته دی؛ ځکه د ماشومانو بدن مخ پر ودې وي او قوي او بدن جوړونکو خوړو او پوره انرژۍ ته ضرورت لري. کله چې دغه غیر صحي مایعات وڅښي، د ولږې، تندې او انرژۍ اړتیا یې ظاهرا سړه شي، خو په حقیقت کې د بدن د ودې پر مخ یې یو خنډ جوړ شي. یو ماشوم که د خپل ضرورت وړ خواږه مواد له طبیعي خوږو او مېوو څخه لاس ته راوړی شي، تر ټولو عالي بدیل دی، خو که دغه ممکنه نه وي، نو بیا دې په خپله اندازه خواږه وخوري. د یوه ماشوم د ورځني ضرورت لپاره درې کاشوغې بوره چې ۱۲ ګرامه کېږي په ۲۴ ساعتونو کې کافي ده، خو یو ګیلاس پیپسي او دغسې نور شربتونه تر دې درې چنده زیات خواږه لري. دا اضافي شکره د ماشوم داساسي خوړو ځای نیسي، خو د ودې لپاره یې د نورو خوړو بدیل نشي کېدای. همدا راز دغه اضافي خواړه ماشوم له چاغښت سره مخ کوي او لکه چې وویل شول یوه لویه ستونزه او د ډېرو ناروغیو زمینه جوړونکې ده.
د اوبو له حده ډېر څښل
متوجه اوسئ! د اوبو ډېر څښل او په شدیده ستړیا کې اوبه څښل هم د ستونزو سبب کېدای شي. د اوبو تسمم او د رقیق والی له امله د سودیم کمښت (delusional hyponatremia) د دماغ د تخریب او سږو د زیان سبب کېدای شي. پدې حالت کې د بدن د الکترولیتونو توازن ګډوډېږي او over-hydration منځ ته راځي.
اوبه ژوند دی، خو: موږ په هر شي کې توازن ته ضرورت لرو!!!