غالباً هغه ماشومان چې په اوتيسم مبتلا دي هضمي ستونزه لري.
د امریکایي څېړونکو تحقیق
وړاندې له دېنه چې د څېړنې پایله په ګوته کړو ښه به دا وي، چې اوتیسم او دهغې لاملونه او نښانې په لنډه توګه معرفي کړو.
اوتیسم(Autism) پېژندنه:د ماشومانو په وده کې وړاندې له درې کلنی څخه یوه ډول د اختلال (اوتیسم) را منځ ته کیږي. که څه هم د هغې علایم او شدت په افرادو کې مختلف وی، اما بیا هم د اوتیسم ټول ډولونه د ماشوم پر وړتیا له اطرافیانو سره د ارتباط ټینګ کولو په برخه کې اغېز پرېږدي. د نوموړی اختلال علایم په اولو کلونو کې ښکاره کیږي چې علت یې ندی پېژندل شوی. په هلکانو کې نسبت نجونو ته زیات دی. د دغه اختلال په رامنځ ته کېدو کې د والدینو د ژوند سبک او تحصیلي کچه، اقتصادي او ټولنیز وضعیت کوم رول نه لوبوي. یاد شوی اختلال د مغز په طبعي رشد د ټولنیزو تعاملاتو او ارتباطی مهارتونو په برخه کې اغیز له ځانه پرېږدي. چې د نوموړي ارتباط له نورو او بهر دنیا سره ستونزمن کوي. په ځینو مواردو کې پرخاشګرانه او ځان آزارونې کړنې هم پکې لیدل کیږي. پدغه افرادو کې تکراري حرکات (لاس اچول، لړزېدل)، غیر معمول عکس المعل، په شیانو اتکاء او یا هم د تغیر په مقابل کې مقاومت او امکان لري چې په پنځه ګونو حواسو (لیدل، اوریدل، څکل، بویول او لمس کول) کې هم غیر معمولی حساسیت له ځان څخه وښيي.
۵۰ سلنه هغه ماشومانو چې په اوتیسم مبتلا دي نشي کولای له ژبې څخه د ارتباطی وسیلې په توګه له نورو سره کار واخلي. د ((زه) کلېمې نه کارول د دغه ماشومانو له ځانګرنو څخه ده. بل دا، چې د نورو د کلېمو او جملو تکرار کول دي.
لامل: اوتیسم یو ډول اوږد مهال ناتواني ده چې د عصبي – رواني عملکرد اختلال را منځ ته کوي. که څه هم داسې ښکاري چې دا یوه نادره عارضه ده اما وروستي اطلاعات دا په ګوته کوی چې د اوتیسم شیوع په هر زر (۱۰۰۰) تولد کې تر دوه (۲) پورې رسیږی. په هلکانو کې د نجونو په پرتله ۳-۴ برابره زیات لیدل کیږي. که څه هم اصلی علت یې کاملاْ ندی پېژندل شوی، اما پدې وروستیو کلونو کې پدغه برخه کې زیاتې څېړنې شویدي. د څېړونکو زیات تأکید پر بیولوژیکی او عصبی منشاء دی. په ډیری کورنیو کې د اوتسیم تیر ته په کتو سره د هغې جنتیکی جرړه د څېړونکو پام ځانته اړوی که څه هم تر اوسه کوم خاص اړوند ژن (gen) ندی پېژندل شوی، اما د وراثت د علم څېړونکی پدې برخه کې اختلاف نظر لری، چې ډېری یې د څو ژنونو ترکیب د نوموړې عارضې علت بولي. د یادولو وړ ده چې پدې برخه کې ډېرې تیوري ګانې مطرح شوي اما کومه یوه یې اثبات شوې نده.
نښانې: هغه افراد چې په اوتیسم مبتلا دي معمولاْ حداقل نیمایی د لاندې علایمو څخه له ځان څخه ښیی. دغه نیښانې له خفیفه تر شدیدې پورې بدلون مومی. په متفاوتو حالاتو کې، داسې کړنې چې د ماشوم له سن سره تطابق نه لري لیدل کیږي. پر برابری (مساوات) اصرار کوي او د بدلون په مقابل کې مقاومت ښیي.
- تکلمي جدی ستونزه لري.
- د اړتیاوو په بیانولو کې ستونزه لري او د کلماتو په ځای له اشارو او حرکاتو ګټه اخلي.
- غالبا له ضمایرو څخه معکوس کار اخلي، د *زه* په ځای له *تا* څخه ګټه اخلي.
- د نورو کلېمې او جملې تکرار کوي.
- بې له کوم دلیل څخه خندا او ژړا لري او یا هم بې له کوم دلیل مضطرب او تشویشي وي.
- نشي کولای له نورو سره اړیکه ټینګه کړي.
- نه خوښوي چې نور یې په بغل کې ونیسي او یا هم نور په بغل کړي.
- د سترګو تماس نه؛ او یا هم ډېر کم لري.
- په آسانه زده کړه نه شي کولای (د معمولي میتودونو په کارولو سره).
- د لوبو له وسایلو سره سمه لوبه نشي کولاي.
- د درد غیر معمولي احساس (له حد څخه زیات او یاهم کم) لري.
- له خطرونو څخه نه ویریږي.
- فعالیت هم کله زیات او کله هم کم لري.
- داسې ښکاري چې د اوریدو حس یې ستونزه لري اما هغه سالم وي یعنی دا چې خبرو او پوښتنو ته ځواب نه وایي.
- ۷۰٪ اویا سلنه هغه ماشومان چې اوتیسم لري د هوښیاری کچه یې ټیټه وي.
ځینې غلط باورنه:
- هغه ماشومان چې په اوتیسم مبتلا دي هیڅکله د سترګو تماس نه ټینګوي.
- اوتیستیک اطفال نبوغ لري.
- په اوتیسم مبتلا ماشومان خبرې نه کوي.
- اوتیستیک اطفال نشي کولای خپل محبت ښکاره کړي.[1]
هغه معلومات چې د لسو (۱۰) کلونو په جریان کې د امریکایي څېړونکو پوسیله را ټول شوي اغلب دا په ګوته کوي چې اوتیسم لرونکو ماشومانو د کلمو د عملکرد له اختلال څخه شکایت درلود.
د هغه ماشومانو میندو کوم چې په اوتیسم مبتلا ول ویلی چې وړاندې له درې کلنی څخه یې ماشومان د کلمو د عملکرد په برخه کې په یود ډول، د قبضیت (Constipation)، اسهال، غذایی حساسیت او د مدفوع عدم کنترول باندې مبتلا دی. دغه څېړنه زیاتوي چې د کلمو د عملکرد له بې نظمی سره پدغه ماشومانو کې نور هضمي اختلالات هم شتون لري.
څېړونکي د هغه ماشومانو والدینو ته کوم، چې په اوتیسم مبتلا دي توصیه کوي، چې د معالج ډاکتر باوجود د تغذیې متخصص سره هم مشوره وکړي او غذایي رژیم ته یې پوره پام لرنه وکړي.[2]
[1] http://www.tebyan.net/newindex.aspx?pid=8857
[2] http://irna.ir/fa/News/81553471/
سید انور اکبري
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.