حيات الله ژوند
د يو څيز يا يوه کس نشتوالی په دوو حالتو کې ښه درک کوای او په قدر يې ښه پوهېدای شو، چې يا خو له سره راسره نه وي او يا خو يو وخت راسره و؛ اوس راسره نشته.
يو شی يا يو کس د يوه او بل ځای نه شي ډکوای، په دې مانا، چې که يو دوست دې له لاسه وکړ، بل کس يې ځای ځکه نه شي ډکوای، چې هر څوک بېل او جلا خواص لري، (د بل بدلو دوزخ) په کتاب کې مې ولوستل: هېڅ «يو» د بل «يوه» تکرار نه دی؛ ځکه خو خلقت دومره رنګين او متنوع دی.
په ريښتيا هم ځينې هستۍ له سره بديل نه لري او نه شو کوای، چې تش شوی ځای يې په بل کس ډک کړو. مور د همدې هستۍ يوه لويه او نابديله پايه ده. د مور عظمت ځکه لوی دی، چې د يو شخص په لويېدو کې تر ټولو ډېر زحمت ګالي. تر پښو لاندې د جنت شتوالی يې هم ممکن د همدې زحمت پايله يا نتيجه وي.
تر ټولو ګرانبيه او ارزښتناک شی په داسې ځای کې وي، چې تر لاسه کول يې هم څه اسانه نه وي؛ ځکه خو جنت هم چې يو ستر ارمان و هيله مو ده؛ د مور تر پښو لاندې يې موندای شو، موږ هر يو پر دې باوري يو، چې د مور هره دعا د خدای په دربار کې په «نه» نه ځوابېږي، يعنې منل کېږي. ابوسعيد ابولخير چې د پېنځمې قمري پېړۍ لوی عارف و، خپل مقام او عرفاني شهرت د مور د دعا برکت بولي.
يوه ورځ له ابوسعيد ابولخير نه يو چا وپوښتل، چې دا نېک شهرت دې له کومه کړ؟
ده ورته وويل: يو شپه مې مور رانه اوبه وغوښتې، له څه ځنډ وروسته مې چې اوبه ورته راوړې، ويده شوې وه، زړه مې ونه شو، چې راپا يې څوم، څنګ ته يې تر سهاره کېناستم، چې راويښه شوه او له اوبو ډک جام يې زما په لاس کې وليد؛ نو لاسونه يې لپه کړل، چې نېکنامی شې.
دی خپل شهرت د همدې دعا برکت بولي. د ابولخير له کيسي يوه بله خبره دا راوځي، چې مور زړه سواندی مخلوق دی او پر خپل اولاد يې زحمت و تکليف نه وي پېرزو.
د پېښور له ګرميه مو دې خدای ساته، موږ چې کله هلته اوسېدو او چې کله به هم په ګرمۍ کې برېښنا پرې شوه، مور به مو ټوله شپه لاسي پکه راته وهله؛ اوس پوهېږم، چې مور څومره زړه سواندی مخلوق دی.
نو ځکه خو يې احترام کول د هر چا فرض ګڼل کېږي. قران هم د مور و پلار په اړه بلا آيتونه راوړي دي.
ژباړه: او د خدای عبادت وکړئ، شريک ورسره مه پيدا کوئ او د مور و پلار سره نېکي کوئ.
بله ډېره مشهوره خبره دا چې، د مور و پلار په مخ کې د اُف کلمې ويل هم ځکه ښه نه دي، چې د دوي د خپګان لامل کېږي. دا خبره يواځې د اُف په کلمې نه رامحدودېږي، بلکې موخه يې دا ده، چې د خپګان لامل يې نه شئ.
سيدشاه سعود هم مور د تورې شپې ډيوه ګڼي، چې له برکته يې سړی خپل منزل ته رسېدای شي، دا چې د ده په ژوند کې دا ډيوه مړه شوې ده؛ نو د ژوند رڼايي يې ورسره کمه شوې ده، وايي:
بېګاه سپوږمۍ وه، اوس هغه هم نشته
مور مې ژوندۍ وه، اوس هغه هم نشته
خو سره له دې که د چا د ژوند دا ډيوه په ابدي خوب ويده وي، د خير وررسولو کومه لاره يې شته، که نه؟
که زه له بدو کارو ډډه او ښو کارو ته مخه کړم، که زه د بېوزلي لاسنيونه وکړم او که زه د مور و پلار له نېکو دوستانو سره ملګرتيا وغځوم؛ نو د ژوند د دې دواړو ډېوو (مور و پلار) په بل ساتو کې مې د وژونکي باد مخه نيولې ده. ما له دوی سره د دوی تر مړينې وروسته هم، مينه ښوولې ده. په بله وينا، زه هغه خير ورسوونکی يم، چې تر مرګ وروسته يې هم د مزار شمعې بلې سات
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.