ژباړه او راټولونه: عیدمرجان چمتو
هرکله چې ادم (ع) د زرو کالو شو یوه ورځ یې شیث (ع) او د هغه سره نور ډیر زامن یې راوغوښتل په مینه سره یې کینول او دا وصیت یې ورته وکړ اې زما اولاده د شیطان پیروي مه کوئ ځکه چې شیطان د انسان ښکاره دوښمن دی د هغه نه ځان وساتئ او خپلو محرماتو یعنې مور خور وغیره له په شهوت مه ورځئ بیا یې وفرمایل چې اې شیث ع ته او ستا وروڼه په غور سره زما دا وصیتونه واورئ او همیشه په دې باندې عمل کوئ او تاسو هم خپل اولاد ته دا وصیت کوئ.
دا چې ادم (ع) خپل اولاد ته ډیر وصیتونه کړي دي له هغو څخه یې د پنځو یادونه دلته کوو
۱ اې زما اولاده په دنیا پورې هیڅ کله زړه مه تړئ او هیڅ کله په دې دنیا کې بې مطلبه ژوند مه تیروئ ولې چې ما د جنت سره زړه لګولی وو د هغې نه و ویستل شوم او دې نتیجې ته ورسیدم.
۲ اې زما اولاده هیڅکله هم د ښځو په خولې باندې عمل مه کوئ شاورهن و خالفوهن یعنې کومه خبره چې هغوی وکړي د هغوی برخلاف عمل کوئ ولې چې ما په جنت کې د ښځې په خبره د غنمو دانه وخوړه چې د هغې په وجه په ډیر تکلیف کې مبتلا شوم.
۳ اې زما اولاده هرکله جې تاسو څه کار کوئ نو د هغې په نتیجه باندې فکر وکړئ افسوس دی چې ما پرته د څه سوچ او فکر نه د غنم دانه وخوړه چې د هغې بده نتیجه تر اوسه زغمم.
۴ اې زما بچیو تاسو ته چې په کوم کار کې تردد وي هغه کار هیڅکله مه کوئ ما ته د غنم دانې په خوړلو کې تردد وو لکن ما د تردد باوجود د غنم دانه وخوړه.
۵ اې زما اولاده کوم نوی کار چې تاسو کوئ نو هیڅکله هم هغه پخپله خوښه مه کوئ لکن د خپلو ملګرو سره پرې مشوره وکړئ ولې چې ما د خپلو ملګرو ملائکو سره د مشورې کولو پرته د غنم دانه وخوړه نو د هغې په نتیجه کې مې دا زده کړي دي. د هر کار لپاره پخپلو منځونو کې مشوره کوئ.
- د قصص الانبیاء / مولانا سیداکرم له کتاب څخه