لیکنه: عارفه عمر لور بشیر
واده ته د اولاد د چمتو کولو یو له مهمو ټکو نه اولاد ته له ژوند ملګري سره د چلند او سلوک د ډول ښوونه ده، په نورو ټولنو کې د یو بل له ښه او بشپړې پېژندنې وروسته د ژوند د ملګرتیا لپاره تصمیم نیول کیږي، سره له دې هم ژوند ملګري سره د چلند لپاره کورنۍ او ان ښوونځي ځانګړې کړنلارې لري، نو زموږ هېواد چې ډيری ودونه یې د یوبل له پېژندلو او ان له لېدلو پرته کیږي اړینه ده چې کورنۍ په تیره مېندې او پلرونه خپلو بچیو ته له ژوند ملګري سره د چلند او سلوک په اړه معلومات ورکړي، او هغوی ته هغه اړینې لارې چارې وښيي چې کولای شي د دوی بچي د تل پاتې نیکمرغۍ او یو بل سره د مینې نه د ډک ژوند په لور بوځي.
څومره چې انسانان په بڼو، ژبو، دودونو، ذوقونو، او نورو صفاتو کې یو له بل سره توپیر لري، دغه ډول هر انسان له بل انسان سره په عدتونو، غوښتنو، هېلو او چلندونو کې توپیر لري، له دغو توپیرونو نه ناخبري کولای شي چې ستاسو د بچي واده کړی ژوند له ګواښونو سره مخ کړي، ولوکه دغه ګواښونه ځواکمن هم نه وي خو په افغاني ټولنه کې د ځوانانو ګډ ژوند په تیره د جنکیو ژوند تر ډيره وخته اغیزمن کولای شي، جنکۍ مې ځکه یادې کړې چې زموږ به دود پاله بیرته پاتې ټولنه کې د یوې نوې واده شوې نجلۍ نیمګړې خبره هم کېدای شي هغې ته ستونزې راولاړې کړي.
خو د ځينو چلندونواو غبرګونونو ښوونه او غوراوی د دې سبب ګرځي چې له ځينو عدتي توپیرونو نه راپېدا کېدونکو ستونزو مخ ونیسو.
زموږ په ټولنه کې غټه ستونزه دا ده چې ډيری کورنۍ خپلو اولادونو ته د حیا، شرم او نورو دلیلونو په بنسټ د هغو چلندونو او غبرګونونو ښوونه نه کوي کوم چې کولای شي د بچیو د واده وروسته د ژوند ستونزې له منځه یوسي او یا د ستونزو کچه راټيټه کړي خو هغه کړنې چې ستونزې پېدا کوي، ژوندونه او نیکمرغۍ له ګواښ سره مخ کوي، هغه په لوړ سر یادول کیږي او په کې د حیا کومه خبره منځ ته نه راځي.
څلور کاله د مخه د یوې مور کیسه یادوم، یو زوی لري، هغه مهال یې زوی د دولسو کالو و، د ژوند ټول امید یې هم همدغه یو زوی و، په ده ژوندۍ او په ده مړه وه، یوه شیبه هم یې له ځانه نه بیلاوه، یوه ورځ یوې نجلۍ ورته ووېل: دی خو تاته دومره ګران دی، که واده وکړي او د ښځې په خوله شي بیا به څه کوې؟
مور د زوی تر مخې ووېل:
نوزه چې دومره ورته ټپریږم، دومره یې خیال ساتم ، دی به بیا هم دومره نامرده کیږي چې زما به نه مني او د ښځې به مني، یابه له ما به ورته ښځه ډيره ګرانه وي، دی به هغه څه کوي چې زه ورته وایم هغه خو به یې ښځه وي خو خبره به زما مني.
هلک سر لوړ ونیو او د مور خبرې یې تائید کړې.
هیڅ مې ونه ویل، خو له ځان سره مې فکر وکړ چې موږ ولې هغه چاته په خپل لاس کنده جوړوو چې موږ ته له هر چا ډير ګران دی. دغه ډول جنکیو ته هم له واده مخکې داسې روزنه ورکول کیږي چې هغوی خپل میړه ته د یوه ژوند ملګري په توګه نه بلکه د هغه چا په سترګه وګوري چې هر څه باید د دې ومني، او خپل نظر باید ونه لري، تاسو به له ډيرو مېندو نه اورېدلي وي چې وايي فلانۍ ښځه دومره تکړه ده چې میړه ترې چرت هم نشي کړای، یا فلانۍ ناوې د اولې ورځې نه په خپل میړه خپل سیوری غاوره کړی دی، دا چې څه وايي هغه یې مني.
دا خبرې ډیر وخت مېندې د لوڼو تر مخې کوي، او دا خپله یو ډول غلطه روزنه ده.
دا ډول خبرې او پېښې مې له شمیره ډيرې اورېدلې او لیدلې دي، په زړه پورې داده چې مېندې او پلرونه دا ډول خبرې برالا او له ډاره پرته په لوړ سر کوي، دا خپله د دو ځوانانو په منځ کې یو ډول ټکر رامنځ ته کوي، یو ډول د یو بل په مقابل کې ودرېدل، د یو بل ملاټيټي او سر ټيتې کولو روحیه منځ ته راوړي له واده نه مخکې په ناپيژاند حالت کې یو بل ته د پلانونو اوډل او د ځینو تجربو په کولو د پلانونو کره کول، او په پای کې ناباوري، لرې والی او ستونزې.
فکر وکړئ یو هلک چې په دې روحیه رالوی شي چې د میرمنې خبره باېد ونه مني، هغه یواځې د بچیو راوړلو د کور د کار لپاره ده، که د میرمنې خبره ومني نو، دایې د مور او پلار بې احترامي ده، دی به له مور او پلار نه لرې شي اود خسرګنۍ به شي. او دا هڅه وي چې د میرمنو په نیمګړتیا ور ښودلو هغه د میرمنې په وړاندې چمتو کړي او یوې نجلۍ ته په وارو وارو ویل کیږي چې که میړه د میرمنې ټولې خبرې ونه مني نو داسې وګڼه چې له لاسه یې وتلی دی، باید ترخپل اثر لاندې یې وساتي، او هغه لارې ورته ښوول کیږي البته د نورو په کېسو کولو سره چې وکولای شي دغه کړنه عملي کړي.
دغه ډول ځوانان چې د ژوند ملګرو داسې یو انځور یې په زور په ذهن کې هک شوی وي، هغوی به څه رنګ واده شوي ژوند ته د مینې او باور رنګ ورکړي؟ څه رنګه به هغه ستونزې له منځه یوسي کوم چې د دوی د واده شوي ژوند په اوږدوکې خپله یا د نورو په مټ منځ ته راځي. د دوی کورنۍ فضا به څومره له لانجو ډکه وي، یوه ښځه چې میړه یې خبرو ته ارزښت نه ورکوي هغه به څه رنګه رواني ستونزو سره مخ وي، یو میړه چې تل باېد د میرمنې هره خبره ومني کنه لانجه ده او ستونزه ده هغه به څه رنګه رواني بوج پر سر وړي، که یو نارینه بارز شخصیت ونه لري نو کېدای شي د داسې یوې ښځې هغه خلکو خبره سیوری پرې ژر غاوره شي او دهغې د هرې خبرې که منطق ولري که نه تابعدار شي بیا خوستونزه نه ده ، خو د یوه بارز شخصیت درلودونکي نارینه او هر انسان لپاره دا ستونزمنه وي او دغه ستونزه به ډير ښځې ته متوجه کیږي او ستونزو سره به ښځه لاس او ګریوان کیږي دا ځکه په افغاني ټولنه کې ښځه هغه وخت ځواکمنه ده چې میړه یې په پلو وي او کنه بیا ستونزې ورته له هرې خوا کتار دي.
خو داسې کورنۍ هم شته چې اولادونه د ژوند ملګرو په اړه له معلوماتو دومره لرې ساتي او د هغوی سره د چلند په اړه دومره څه هم ورته نه وايي چې کله دوی له ژوند ملګرو سره مخ کیږي په خپلو ناخبرو کړنو سره په زور او په لوی لاس خپل ځان او خپل ګډ ژوند ته ستونزې جوړوي، دوی هیڅکله له واده نه وروسته ځينو حساسیتونو او د چلندونو باریکیو ته پام نه کوي، دا ځکه چې دوی لا تر دې دمه هغه فکر لري چې تر واده دمخه ورسره و، دوی تر دې دمه د هر چا چلندونو په وړاندې د خپلې کورنۍ، خوېندو، ورونو، مور او پلار سره د چلند په ډول غبرګون ښيي، دې ته پام نه کوي چې دا بیل خلک دي او دوی په بل ډول روزل شوي دي، کله ناکله هیڅ نه پوهیږي چې څه وکړي، د دوی همدغه نه پوهېدا او ساده غبرګونونه د ډيرو ستونزو لامل ګرځي، یوې نجلۍ راته کیسه کوله چې د ژوند ملګری یې په لومړیو کې ترې په دې خپه و چې دا ولې د هغې ستړي مشې ته دروازې ته نه ورځي، دغې نجلۍ وېل چې ما هیڅ کله دغې خبرې ته ارزښت نه ورکاوه، دا ځکه ما وېل دا دومره مهمه خبره نه ده، ژوند کې د مینې روزلو لپاره ډيرې نورې خبرې شته، هر وخت دراوزې ته د هر کلي لپاره ورتګ مې د ځان سپکاوی ګاڼه ، خو زه نه پوهېدم چې زما د ژوند ملګری زما دروازې ته ورتګ نه خوند اخلي او غواړي کله چې له کاره راشي لومړی ما وویني، ډير وخت مو شخړه وه.
دغې نجلۍ له خپل ژوند ملګري سره مینه درلوده خو هغه سره د چلند او غبرګون ډول چا ورته زده کړی نه و.
له پورتنیو بیلګو نه دا څرګنده شوه چې زموږ په ټولنه کې هم کورنۍ په تیره مېندې خپل اولادونه واده ته چمتو کوي او هڅه کوي چې خپلې اورېدنې اوتجربې اولادونو ته ولیږدوئ خو لارې یې سمې نه دي او یا نه پوهیږي:
۱ـ ډيرې کورنۍ د زامنو له ودونو وروسته له ځینو ګواښونو او دوی ته متوجه تاوانونو احساس کوي نوۍ خپلو زامنو ته له میرمنې سره د چلند داسې روزنه ورکوي چې د دوی په اند د دوی خپلې ګټې په کې خوندي.
۲ـ کورنۍ په تیره مېندې لوڼې داسې واده ته چمتو کوي چې له واده وروسته یې د کور ټول اختیار د لور په واک کې وي، چې دا د لور نیکمرغي ګڼي دا ځکه دوی داسې انګیري چې لور یې له واده وروسته ښايي د خسرګنۍ له خوا له ځینو ستونزو سره مخ شي.
۳ـ د لور او زوی په روزنه کې دوه بیلې لارې کاروي، د زوی روزنه د خپلو ګټو له پاره، د لور روزنه د لور د ګټو لپاره، زه دا توپیریز چلند نه بولم خو په پوره باور د زوی د ګډ ژوند خواږه په لوی لاس په اوبو کې لاهو کول دي.
۴ـ ځینې مېندې او پلرونه دي چې د حیا له مخې او یا نه پوهېدا له مخې اولاد ته له ژوند ملګري سره د چلند په اړه ان یوه کلیمه هم نه وايي چې دا خپله د ډیرو ستونزه لامل کېدای شي.
څه فکر کوئ؟ دغه ډول د چلندونو او غبرګونونو روزنه به دوه ځوانان د نیکمرغۍ او مینې په لاره برابر کړي که مو په زوره او په خپل لاس د یوې دایمي بدمرغۍ کندې ته ورغورځولي دي.
نو څه باېد وشي؟ د ېوې مور او یوه پلار مسئولیت څه دی؟ د ژوند ملګري سره د سلوک او چلند په اړه باید اولاد ته څه رنګه روزنه ورکړل شي؟ د اولاد په روزنه د چا د ګټو د خوندیتوب ته ډير ارزښت ورکړل شي؟
لومړی موږ باېد دې خبرې ته پام وکړو چې زموږ روزنه زموږ د اولاد په شخصیت او ژوند څومره اغیز پرېباسي؟ موږ دغه ډول روزنه د چا د ګټې لپاره اولاد ته ورکوو، که د خپل ځان ګټه مو په پام کې وي، باید په دې غور وکړو چې دغه ډول روزنه موږ ته څومره ګټه لري، ایا دغه تلپاتې ګټې دي؟ ایا دغه زموږ ګټه د دې ارزښت لري چې زموږ د اولاد ګډ ژوند تریخ او له ستونزو ډک کړي؟
کومې نورې لارې شته چې کولای شو هم خپله موخه تر لاسه کړو او هم مو اولاد له ژوند ملګري سره د مینې ډک ژوند ولري؟
زما په اند زموږ کورنۍ په تیره مېندې او پلرونه باېد په دې فکر وکړي چې څه رنګه کولای شي اولاد ته له ژوند ملګري سره د چلند داسې ډول وښيي چې هم د دوی درنښت زیانمن نشي او هم یې د اولاد ګډ ژوند له خوښۍ او مینې نه ډک وي.
دا چې وایوو زموږ زامن او زموږ لوڼې باېد له ژوند ملګري سره هغه چلند ولري چې دوی یو بل ته نور هم نږدې کړي، او د ژوند په هر ګام کې د یو بل ملاتړ او ملګرتیا یوه اړتیا وبولي، دا ددې معنی نه لري چې مور او پلار دې هیر کړي، څومره چې موږ اولاد ته د نورو د انساني کرامت، د کورنۍ د غړو د خوښیو ارزښت او د ژوند ملګري اسلامي او انساني حقونه ښيوو، په هماغه کچه زموږ اولاد زموږ انساني کرامت، زموږ د اړیکو د ټینګښت ارزښت او زموږ دیني، انساني او اړیکیزو حقونو ته په درنښت قائلیږي، زموږ دغه روزنه د دې سبب ګرځي چې اولاد سره خپلې اړېکې ته نورې کلکې کړۍ هم ور واچوو او د یوه دایمي خوشاله ګډ ژوند بنسټ کیږدو.
اویا که لوڼې ژوند ملګري سره د یوې ملګرې، خواخوږې، ملاتړې او د سترې کورنۍ د یوې غړې په حیث د چلند روزنه ورکوودا نو زموږ لور د بدمرغۍ په لور بیایي، داسې نه ده، ژوند ملګري ته د هغه د ملاتړ، هغه سره د مینې، خواخوږۍ او دهغه په خوښيو، غمونو او هېلو په پوره کولو کې ګډون خپله د دې سبب ګرځي چې مخې ته راتلونکې ستونزې خپله ورو ورو له منځه ولاړې شي او د یوه رېښتني ګډ نیکمرغه ژوند بنسټ کېښول شي.
زموږ ټولنه له اقتصادي، روزنیزو، نالوستي او دودیزو ستونزو سره لاس او ګریوان ده، د دا ډول ټولنو په کورني چاپیریال کې هر وخت داسې وګړي پېدا کېدونکي دي چې د ځینو منطقي او غیر منطقي دلیلونو په لرلو سره د نورو خوښي او نیکمرغي او ان خپله خوښي او نیکمرغي قربان کړي. دا ځکه ده چې د هر اولاد له واده وروسته زموږ بچي یا له یو بل سره تر یوې مودې ستونزې لري او یا له خپلې کورنۍ سره ستونزې لري چې همدغه وړې او غټې ستونزې د اوږد مهالې عقدې، بې باورۍ، سیکن اقتصاد او د کورنیو د بیلتون او څو ټوټه کېدو سبب ګرځي، ځکه خو ژوند ملګري سره د چلند کولو د ډول ښوونه او روزنه اولاد ته ډیره اړینه ده.
د خپلو بچیو خوښي له خپلو ګټو مه قربانوئ، هغوی ته د هر انسان د انساني او اسلامي حقونو درنښت وښیاست چې ستاسو د حقه حقونو د درنښت رښتېنولي ورته په زبات ورسیږي او ستاسو د حقونو د خوندیتوب له پاره هڅه وکړي، هغوی ته ژوند ملګري سره د چلند کولو داسې روزنه ورکړئ چې هم ستاسو د اولاد حیثیت خوندي پاتې شي او هم یې د ژوند د ملګري مینه، ملاتړاو خواخوږي په مینه او درنښت ترلاسه کړې وي او هم ستاسو درنښت او ملاتړ ته یې یو بل انسان هم د مینې په ورېښمینو او ګلورینو لارو رابللی وي.
You also might be interested in
ژباړه: لېوال افغان لومړۍ برخه تاسې کولای شئ انګریزي ژبه[...]
لیکنه:شفیق الله یوسفزی ستا خپل جرئت، ستا د بریا بنسټ[...]
لیکنه: مبارز ځیرمن په افغاني ټولنه کې د ښځو پر[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی