• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

اوه منفي کارونه د ٪۹۹ منفي احساساتو مسول دي:

Home ځانګړې لیکنې او پیغامونهاوه منفي کارونه د ٪۹۹ منفي احساساتو مسول دي:

اوه منفي کارونه د ٪۹۹ منفي احساساتو مسول دي:

ليکنه: محمد عزيز پردېس

۱- وارخطايي:

وارخطايي تقريبا د انسانانو يو طبيعي عادت دی، خو په مشق او تمرين سره کولی شو له دې بد عادت څخه ځانونه وژغورو.

معمولا چې کله پر موږ يو زېری کېږي ( که هغه مثبت يا منفي وي ) نو وارخطا کېږو، خپل ځان نشو کنټرولولی. د بېلګې په ډول که  څوک مو د يوه دوست د مړينې څخه خبر وکړي؛ خپل حواس له لاسه ورکو او بې واکه کېږو.

د حل لاره دا ده چې په داسې حالاتو کې بايد هغه څه چې راپېښ شوي دي، ويې منو او د الله تعالی رضا يې وبولو. ستاسو ژوند تر هرڅه مهم دی، په ځان دومره فشار مه راوړئ چې روغتيا ته مو زيان ورسوي.

۲- د موخې ( هدف ) نه لرل:

ډېری خلک ګورو چې ستړي او ستومانه وي، ټولو ته په غوسه وي، له هر چا سره په نه خبره شخړه کوي او هېڅ کار ورته خوند نه ورکوي، چې د دې ټولو اصلي علت د هدف نه درلودل دي.

مونو څوک يو؟ د چا لخوا دې نړۍ ته راغلي يو؟ د څه لپاره ژوند کوو او ولې ژوند کوو؟
دا پورته ټولې هغه پوښتنې دي چې يو موخه لورنکی انسان يې د ورځې په اوږدو کې څو ځلې له خپل ځان څخه کوي او د ټاکلي هدف په لرلو سره خپل ځان ته قناعت ورکوي. پرته له شکه د مشخص او ټاکلي هدف لرل مو حقيقي سکون ته رسوي، بې هدفه ژوند يانې نه ژوند.

خپلو ځانونه ته مو لنډمهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله موخې وټاکئ او هره ورځ له خپل ځان څخه وپوښتئ چې څومره د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې بريالي ياست.

۳- کار په نيمايي کې پرېښودل:

نيمګړی کار يانې هېڅ کار او بې پايلې کار. که ستونزې مو هرڅومره ډېرې او جدي هم وي نو خپل کار نيمګړی مه پرېږدئ.

د تجربو په اساس زمونږ د ډېری ځوانانو ستونزه هر کار ته لاس اچول او هغه کار په نيمايي کې پرېښودل دي. هماغه يو مشهوره متل دی چې وايي: دوه هندواڼې په يوه لاس کې نه نيول کېږي.
هڅه بايد وشي چې مخکې د هر کار د ترسره کولو څخه ښه فکر وکړو، چې ايا د دې کار د ترسره کولو وړتيا لرو او کنه؟ وروسته بشپړ اطمينان څخه دې په کار عمل وشي.

۴- له ماتې وېره:

وېره خپله په حقيقت کې د ماتې منل دي. څېړنو ښودلې، د انسانانو٪۹۰ سلنه تشويش د چې کارونو د ترسره کولو څخه وړاندې يې لري، هغسې نه وي چې دوی يې فکر کوي. د هر کار د ترسره کولو څخه وړاندې وېره، تشويش او منفي افکار د خپلو ذهنونو څخه لرې کړئ. په ډاډه زړه، په الله تعالی توکل وکړئ او د قوي پلان او هوډ په درلودو سره پيل وکړئ. پرته له شکه چې د هر کار پيل د ستونزو څخه خالي نه وي، خو دا په دې مانا نه ده چې تاسو دې خپل باور له لاسه ورکړئ.

۵- له منل کېدو وېره:

څه رقم چې ياست، ويې منئ. يوازې تاسو ياست چې خپل ځان ته قناعت ورکولی شئ. په شته نعمتونو شکر ادا کړئ او د خپل ځان د وضيعت د ښه کېدو لپاره هڅه وکړئ. خپل ځان هېڅکله د بل چا سره مه پرتله کوئ.

۶- له پېښو سره مخامخ کېدل:

د خپلو اهدافو پر لور ګړندي ګامونه واخلئ او هېڅکله مه ناهيلي کېږئ. څه چې راپېښېږي، په ورين تندي يې ومنئ. دا بايد ومنو چې هرې تيارې پسې رڼا راځي. ژوند له لوړو او ژورو څخه جوړ دی، د ژوندانه د پېښو څخه تجربه ترلاسه کړئ. تاسو د ټولو شته ستونزو مسول نه ياست.

۷- قهر او غوسه:

قهر او غوسه د انسان ژوند تر بل هرڅه ډېر په خطر کې اچولی شي. د ناوړه پېښو په مقابل کې ځانونه کنټرول کړئ. څه چې شوي، شوي دي. د راتلونکې لپاره فکر وکړئ. غوسه يوازې او يوازې ستاسو روغتيا ته زيان رسوي او نوره کومه ګټه نه لري. د يوې ناوړه خبرې او کړنې په ځواب کې ژوره ساه واخلئ او ترې تېر شئ. بښنه ستاسو او ستاسو په مقابل لوري چې ورته په غوسه ياست سړې اوبه شيندي. بښنه او تېرېدنه د غوسې له منځه وړونکې بلل کيږي

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

کله چې زکام ( رېزش ) کېږو نو څه باید وکړو؟

Dec 11, 2017

ژباړه : محمد عزيز پردېس د زکام پر وخت ټول[...]

د امريکې متحده ايالتونو په هکله ۲۰ جالب ټکي

Jul 5, 2018

ژباړه: محمد عزيز پردېس   ځينې په دې هېواد مئين[...]

د بريالي ژوند په اړه د چارلي چاپلېن په زړه پورې ويناوې

Dec 31, 2017

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس چارلي چاپلېن د سينما[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022