ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
د مدریت سل قوانین
خپل محدودیتونه په نښه کړئ!
((دا چې نشو کولی اجرايي مديران د هغه څه لپاره، چې ارزښت يې لري ونيسو او هغوی چې فکر کوي ارزښت يې لري وپلورو، يوه بده پېژندنه ده.))
ملکوم فوربز
تاسې باید له اولې ورځې په پوره توګه نظم مراعات کړئ، په یاد مو دي چې مخکې مې وویل له ټيم څخه ساتنه یوه څه د مور او پلار دندو ته ورته ده؟
نو تاسې باید د مور او پلار په توګه خپل خوى او محدودیتونه روښانه کړئ او د دې حدونو کمه تېروتنه باید ونه منئ، ترڅو وکولای شئ دوام پیدا کړئ، اصلا هغې ته لار وښایه… .
که چېرې تاسې یو نرم مزاجه وګړی واوسئ او سخت ګېري ونه کړئ، هغوی ستا له نرمې رویې ناسمه ګټه پورته کوي.
یوه خبره دا، چې تاسې د محدودیت د اصولو، رفتار، حوصلې لپاره یو وروستی حد لرئ.
ايا دا کار د قانون ماتول دي؟
که چېرې وي، نو ویې دروه او که چېرې نه وي اجازه ورکړئ، چې همدا کار ترسره شي، نو څوک او چېرته دا کار دروي؟
((يوه ښه مسئله د حوصلې لپاره دا ده، چې تاسې يو وروستی حد لرئ، يوه اندازه چې ټول شيان په هغه کې د قضاوت له مخې کېږي.))
د مثال په توګه که چېرې ستاسې محدودیت د وخت پېژندنې په اړه وي او کله چې یوه دقیقه ناوخته راتلل درته مهم نه وي؛ نو بیا دوه دقیقې څنګه؟ او که چېرې دوه دقیقې هم همداسې وي بیا درې دقیقې څنګه؟ او دا حالت به همداسې روان وي، تر دې چې خلک به فکر وکړي، چې څه وخت چې یې زړه وغواړي راتلای شي. خو که چېرته تاسې د یوې وړې قانون ماتونې اجازه ورنه کړئ، دا حالت پای مومي او دېته به اړتیا نه وي، چې په دې اړه نور فکرمند شئ.
ایا اوس ډېر ناوخته شوى؟ ایا کولای شم هر څه بېرته په خپل واک کې واخلم ؟ تر کومه حده، د دې کار لپاره تيارى لرم؟
دا کار د دې لپاره نه دی، چې تاسې سلګونه قوانینو ته اړتیا لرئ او تاسې باید یو قهرناک شخص واوسئ؛ بلکې دا په دې مانا ده، چې خپل ځانګړي محدودیتونه باید معلوم کړئ.
حدود ستا او ستا د ټيم لپاره هغه کار، چې تاسې کوئ ډېر ارزښت لري، نو معلوم یې کړئ او هغه ثابت او عملي کړئ.
په یاد ولرئ، چې تاسې له یو ټیم سره راکړه ورکړه لرئ ـ ما په دې کتاب کې په بيا بيا په دې خبره ټینګار کړی، که چېرې هغوی تاسې وګوري چې تاسې له نورو سره ډېر ښه او نرم رفتار لرئ؛ نو باید، چې له ټولو سره یو ډول رفتار وکړئ.
که چېرې تاسې یو ته اجازه ورکړه، چې قانون مات کړي نو بیا به ټولو ته اجازه ورکوئ؛ خو یوه ښه مدیر چې د ناسمو کړنو سره څه ډول برخورد کوي، دا پر ټول ټيم حسابېږي.
دا حساب چې تاسې یو ښه او باصلاحیته مدیر یاست، یو مدیر چې هرڅه تر خپلې څارنې لاندې لري او هغه مدیر یاست، چې له اندازې وتلي ښه رفتار او د هر کار ساده بلل او ارامه مو څوکې کې تکیه کړې وي او یو پاک او د خپل ټیم په مټ ډېرو او مهمو لاسته راوړنو ته رسېږي.
شاید ځینې وګړي د دې لپاره تاسې د قانون ماتونې له امله نه وي مجازات کړي، چې تاسې خوښ شئ؛ خو پاتې ټيم به داسې نه وي او تاسې به یو نالایقه مدیر په صفت یاد کړي.
اتم قانون:
د بې برخه کېدو لپاره چمتو اوسئ!
((هېڅوک هم په يوازېتوب سره يوه سمفوني نه شي زمزمه کولى، د دې لپاره يوه ارکستر ته اړتيا ده، چې يوه سمفوني وغږوي.))
اچ.اپی. لوکوک
تاسې د خپلې خوښې ارکستر په واک کې لرۍ، غږولو ته مو چمتو کړى دى. غوږ ونيسئ، څه په ناسم ځاى کې دى. هو ځير کېږئ، چې د فلوټ غږوونکى له ډلې بهر دى او د نېټ له پاڼې بل څه غږوي. ستاسې لپاره درې ټاکنې شته دى:
- د هغه څنګ ته ورشئ.
- بدل يې کړئ.
- کار پاى ته ورسوئ.
دا درې موارد څېړو، په ټولو مواردو کې له اړيکو نيولې تر ژوند، کار او مور او پلار کېدو پورې دا درې ټاکنې هر وخت يو ډول دي.
که چېرته داسې وي، چې د څنګ ته کولو قضيه رامنځته شي، نو د دې لامل کېږي، چې ټول ارکستر ناهمغږى ښکاره شي، له رېتيم نه يې بهر وغږوئ. کار په سمه بڼه ترسره نه کړي او نور عام خلک هم ورته غوږ کېنږدي، يانې تاسې خپله موخه نه شئ تر لاسه کولى او تاسې چې د ارکستر مشري در په غاړه ده، نو ملامت مو ګڼي يو ساده ډوله سړى مو ګڼئ، البته چې حق يې هم دى.
که غواړى، چې د کار په بهير کې بدلون راولئ، نو د فلوټ غږوونکى دويم ځلې زده کړه ويني او د نېټ له پاڼې سره يې سم نيسي. خو هغه تصميم نيولى، چې د شپېلۍ قره وغږوي، ځکه د فلوټ له غږولو سره ارام نه و، نو په دې سره بيا هم ستاسې ستونزه نه حل کېږي.
يا که څرګنده شي، چې دى غږونه نه اوري او بايد هر وخت له ارکستر سره وي او يا بايد د موسېقۍ په دې ګروپ کې تر شتون وړاندې يوه روزنيزه دوره تېره کړي، نو څنګه؟
دې ته په پام سره نه شئ کولى، چې په بله برخه کې يې په کار وګومارئ، ځکه هلته هم کار خرابوي او له دې وروسته ټول ارکستر هم په تاسې خپل اعتماد له لاسه ورکوي.
نو درېيمې ټاکنې ته وار رسېږي. هغه له کاره لرې کړئ، دا ښه کار دى. کېداى شي دى په يوه بل داسې کار بوخت شي، چې وړتيا يې لري، ستاسې ارکستر به هم وپوهېږي، چې رښتينى او ځواکمن کس ياست او پوهېږئ، چې څه غواړي او موخه لرونکي ياست، د اکثريت اړتيا ته د يو کس په ناسمې غږونې لومړيتوب ورکوئ او په بشپړ ډول د ډلې په خدمت کې ياست.
کوښښ وکړئ، چې هر وخت د وچو لرګيو د غورځولو لپاره چمتو اوسئ، ددې ترڅنګ په ټيم کې د شته ناهمغږې غير مرتبې ودې، ناسمو فلوټ غږوونکو او بل هر کس لپاره چمتو والى ولرئ.
((د هغوی په راپور کې راغلي دي، چې دوی غږونه نه اوري او هېڅ وخت بايد په په ارکستر کې نه وي.))