د ځمکې پر مخ اووه ميليارده کسان په څه بوخت دي؟
آيا تر اوسه درته دا پوښتنه پيدا شوې چې د ځمکې پر مخ اووه ميليارده (۷،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰) اوسېدونکي کسان په څه بوخت دي؟ دې پوښتنې ته ځواب په لاندې ليکنه او اړوند انځور کې ویل شوی دی.
د څېړنو او سروې پر بنسټ د ټولې نړۍ نفوس تر اووه ميليارده زيات ګڼل شوی دی. د دې څېړنې پر بنسټ د ټولو وګړو نږدې نيمايي يې کار نه کوي.
ماشومان د وګړو ډېره برخه جوړوي.
له پنځلس کلونو ټيټ کسان د کار له وړ عمر کښته ګڼل کيږي. ستاسې په فکر کله چې دا کسان د کار عمر ته ورسيږي او د کار په ځواک دوه ميليارده کسان نور وزيات شي؛ زموږ نړۍ به څه ډول بدلون ومومي؟ آيا د کار لپاره به مزد کم شي؟ آيا داسې کارونه به رامنځته شي چې تر اوسه نه تر سره کېدل؟ يا هم داسې نوي مهارتونه چې تر اوسه موږ نه دي ليدلي؟
د دې شمېرو له مخې د نړۍ له هرو پنځو کسانو يو يې په بزګرۍ او اړوندو کارونو بوخت دی. د دندې درلودل، د عايد لاسته راوړلو يوازينۍ لاره نه ده. سل کاله وړاندې بزګري د ژوند تېرولو لپاره معمول بوختيا وه. اوس هم له پنځو کسانو يو يې په بزګرۍ بوخت دی او دا په بشپړ ډول منطقي ده؛ ځکه چې موږ د خوراک لپاره داسې کسانو ته اړتيا لرو چې بزرګري وکړي. روښانه ده چې انسانان د ماشينونو په شان تېز کار نشي کولای؛ دا چې د صنعتي ماشينونو کارول په نړۍ کې د بزګرۍ لپاره په تېزۍ خپريږي؛ د بزګرانو راتلونکی څنګه ارزوی؟
تاسې نن ورځ څه کار کوئ؟
دا اېنفوګرافي زموږ د نن نړۍ يو انځور دی او روښانه ده چې داسې نه پاته کيږي. که تاسې يو زدهکوونکی يا زدکړيال ياست او يا هم په دنده پسې ګرځئ؛ بايد له ځانه وپوښتئ چې: زه چې زدکړه کوم؛ آيا خپل نن جوړوم که سبا؟
همدا شان که يو مدير يا پانګه اچوونکی ياست؛ ښه به وي چې د خپل کاروبار د پراخوالي لپاره دې ګڼو ته پامرنه وکړئ.
سرچينه: fundersandfounders.com
محمود سعيد
[review]