ليکوال: ابو يحيی
ژباړه: ظاهر عمار
د قيامت ورځ…
د ځمکې پر مخ هېڅ هم نه وو پاتې… بحرونه او غرونه، کښتونه او دښتې، سيندونه او ځنګلونه… لنډه دا چې د دې نړۍ هر وړوکی او لوی شی له منځه تللی و…
تر لرې لرې يو هوار ميدان تر سترګو کېده… دپاسه اسمان سور ګرځېدلی و… د نن ورځې اسمان شين رنګی نه و، بلکې د اور د سکروټې په څېر تک سور شوی و… د اسمان دا سوروالی د لمر د ډېر را ښکته کېدو له امله نه و، بلکې دا د دوزخ د هغو وېروونکو لمبو له امله و چې دوزخ به لکه د ښامار وخت په وخت له خپلې خولې د اسمان پر لور وورولې او د لمر د لاندې کولو کوښښ به يې کاوه… د دوزخ د لمبو او وېروونکي اور د غږ دې نندارې زړونه لړزول…
دا لړزيدونکي زړونه د مجرمانو زړونه وو، دا د غافلو، ظالمو، متکبرو، قاتلو او سرکښو خلکو زړونه وو، دا د ځمکې د فرعونانو او جابرانو زړونه وو، دا د خپل وخت د خدايانو او د زمانې د ناخدايانو زړونه وو، دا د هغو خلکو زړونه وو چې په فاني دنيا کې يې داسې ژوند کاوه لکه بيخي چې نه مري؛ خو کله چې مړه شول؛ نو داسې يې وانګېرله چې ګواکې په دنيا کې يې هېڅ ژوند نه و کړی، دا د لوی خدای په بادشاهۍ کې د اوسېدونکو هغو خلکو زړونه وو چې د خدای بادشاهي يې له پامه غورځولې وه، دا د خدای پر بندګانو په زوره د خپلې خدايۍ منونکو زړونه وو، دا د خدای له ياد او انسانانو له درد نه تش زړونه وو…
نو دغه دی، نن هغه ورځ شرو ع شوه چې دا غافل زړونه بايد پکې د لمبې وهونکي دوزخ د اور او نه ختمېدونکو عذابونو خوراک ګرځېدلای وای… هغه اور او عذاب چې د خپلې لوږې ختمولو لع پاره تېږو او د تېږو په څېر زړونه لرونکو انسانانو ته سترګې پر لاره و… نن د دې اور او دې عذابونو د ازلي لوږې د پای ته رسېدو له امله دوی ته د اختر په څېر يوه ورځ وه… د دې عذابونو له وېرې د خدای نافرمانه بندګانو د يوه پناه ځای په لټولو پسې هاخوا دېخوا منډې وهلې؛ خو د حشر په دې ميدان کې پناه ځای او سوکالي له کومه شوه؟! دلته خو هر ځای افت، مصيبت او سختۍ سيوری غوړولای و… دلته نن دې مجرمانو ته يوازې نه ختمېدونکې بدبختي سترګې پر لاره وه او بس…
معلومه نه ده چې څومره کلونه او څومره پېړۍ تېرې شوې دي؟ دا د حشر ميدان او د قيامت ورځ ده او نوی ژوند پيل شوی دی… دا نوی ژوند هېڅکله ختمېدونکی نه دی… زه هم د حشر په دې ميدان کې په چوپتيا او حيرانتيا سره ولاړ يم او دا هر څه وينم… زما پر وړاندې ډلې ډلې خلک د تېښتې، منډې، پرځېدو او بېرته را پورته کېدو په حال کې دي… په فضاء کې د لمبو د پورته کېدو له غږ سره د خلکو د چيغو او کوکارو، ژړا او اه او زارۍ غږونو هم انګازې کوي… خلک يوه او بل ته سره سپکې سپورې وايي، کنځلې کوي، يو بل رټي، يو پر بل تور پورې کوي، سره لاس او ګرېوان دي او پخپلو کې سره په جنګ اخته دي…
چا خپل سر په خپلو لاسونو کې کلک نيولی او ناست دی، څوک خپلې خولې ته خاورې اچوي، څوک خپل مخ پټوي، چا له شرمه سر ښکته ځوړند نيولی، څوک له تېږو سره د ټکر په حال کې دی، چا خپلې سينې ته سوکان نيولي، څوک خپل چيچي، څوک خپل مور او پلار، ښځه، اولادونه، دوستان او مشران د خپلې تباهۍ لامل بولي او ورسره په جنګ دی… د دوی ټولو ستونزه يوه ده، د قيامت ورځ پيل شوې؛ خو له دوی سره دې د دې ورځې له بلا او مصيبت څخه د خلاصېدو له پاره هېڅ هم نشته؛ نو اوس چې دوی بل څوک ملامته کړي، ځان ته سپکې سپورې ووايي او يا دا چې له صبر نه کار واخلي او يا بې صبري وکړي، هېڅ يې په درد نه خوري، اوس بايد دوی يوازې انتظار وکړي، د کايناتو د مالک د را څرګندېدو انتظار بايد وکړي، تر هغې وروسته به حساب کتاب شروع شي او د هر چا په اړه به د پوره انصاف په نظر کې نيولو سره پرېکړه وشي…
په همدې وخت کې مې څنک ته يوه نږدې سړي داسې چيغې کړې:
اه! زما پر حال افسوس دی، له دې نه خو مرګ ښه و، له دې نه خو د قبر کنده ښه وه!
زه له خپلې شاو خوا نړۍ څخه بيخي ورک شوی وم چې همدې چيغې د سوچونو له وادۍ څخه د حقيقت دې ډګر ته راوويستم، هلته چې زه له ډېره وخته په چوپتيا او حيرانتيا کې ډوب وم… په يوه شېبه کې مې له پيله تر پايه هر څه ذهن ته راغلل… خپله کيسه، د دنيا کيسه، د ژوند کيسه… دا هر څه د فلم د ريل په څېر زما په ذهن کې په حرکت شول…
د دې هيبتناکې ورځې په پيل کې زه په خپل کور کې وم، دا د يوه ليدونکي نظر په نزد د قبر يوه يوه تياره کنده وه؛ خو په حقيقت کې دا د اخرت د ريښتينې نړۍ لومړنۍ دروازه او د برزخ دنيا وه، هغسې يوه دنيا چې زما لپاره پکې نه ختمېدونکې سوکالي وه، په دې ورځ زما پخوانی او خوږ ملګری صالح زما ليدو ته راغی، صالح هغه ملايکه وه چې په دنيا کې زما د ژوند تر پايه زما پر ښۍ اوږه ناسته او د تل له پاره به راسره وه، تر مرګه وروسته راته د هغه ملګرتيا هر وخت د ډاډ او سکون سبب و او نن هم د تل په څېر زموږ تر منځ خوندورې خبرې اترې روانې وې. د خبرو په ترڅ کې مې ترې وپوښتل:
اشنا، دا راته ووايه چې ته ولې له ما سره په ملګرتيا ګومارل شوی يې؟
عبدالله! خبره دا ده چې ما او زما ملګري به په دنيا کې له تا سره د نږدې اوسېدو پر مهال خپله دنده ترسره کوله، هغه به دې بدۍ او ما به دې نېکۍ ليکلې، تا به دوه دقيقې هم وزګار نه پرېښودم، کله به دې دالله تعالی ذکر کاوه، کله به دې د هغه د را يادولو له امله اوښکې تويولې، کله به دې د انسانانو له پاره دعاء کوله، کله به پر لمانځه ولاړ وې، کله به دې د الله تعالی په لاره کې خرچه کوله او کله به دې له بندګانو مرسته کوله او که به هېڅ هم نه وو؛ نو د نورو خلکو پر وړاندې به دې خوله هر وخت له موسکا ډکه وه؛ نو له همدې امله ما به هر وخت ستا څه ناڅه ليکل، تا په ډېرو ليکلو ستړی کړی وم؛ خو موږ ستاسې انسانانو په څېر نه يو چې د بدۍ بدله په بدۍ سره وکړو؛ نو له همدې امله وينې چې اوس هم درسره يم او پام درباندې کوم. صالح په پوره سنجيدګۍ سره زما د پوښتنې ځواب راکړ.
ما هم د هغه د دې خبرې په ځواب کې په پوره سنجيدګۍ سره ورته وويل:
له تا نه ډېره بدي خو ما د چپې اوږې له هغې ملايکې سره کړې وه، هغه به زما ګناه ليکله؛ خو ما به تر ګناه کولو وروسته سمدستي توبه ويستله؛ نو په دې سره هغه بېچاره خپل ټول ليکلي شيان ورانول او په غصې سره به يې راته ويل: چې ورانول دې مقصد و؛ نو راباندې ليکل دې ولې؟! اخر چې هغه له ما نه تنګ شو؛ نو الله تعالی ته يې سوال وکړ چې ما له دې سړي نه خلاص کړه؛ نو همدا ده چې تر مرګ وروسته اوس يوازې ته له ما سره اوسېږې.
زما په دې خبره صالح په کړس کړس وخندل او ويې ويل:
هېڅ فکر مه کوه، د حساب کتاب پر وخت هغه بيا ستا خوا ته راځي، د الله تعالی د قانون له مخې به موږ دواړه تا الله تعالی ته وړاندې کوو…
له دې خبرې سره د صالح پر څېره د خپګان نښې را څرګندې شوې، هغه په خبرو خبرو کې غلی شو، سر يې ښکته کړ او بيا په يوې ژورې چوپتيا کې ډوب شو…
ما تر دې مخکې صالح په داسې حالت کې نه و ليدلی، لږ ځنډ وروسته يې سر راپورته کړ؛ خو د پخوا په څېر يې په څېره کې تازه ګي او خندا نه معلومېده، بلکې اوس يې څېره وېرې او خپګان پټه کړې وه، ماته په راکتو يې د يوې ناکامې خندا هڅه وکړه او بيا يې وويل:
عبدالله! اسرافيل ته حکم ورکړل شوی، د الله تعالی وعده پوره کېدونکې ده، د ځمکې پر سر خلکو ته ورکړل شوی مهلت پوره شوی، ته به د يو څه نورې مودې له پاره هم د برزخ په دې پرده کې د الله تعالی د رحمتونو تر سيورې لاندې وې؛ خو زه درنه اوس رخصتېږم، زه به د بيا ځل لع پاره هغه وخت له تا سره وينم چې ژوند پيل شي، کله چې ستا سترګې پرانيستل شي؛ نو د قيامت ورځ به پيل شوی وي او زه به په هماغه ورځ بيا له تا سره وينم…
بل لور ته د ژوند هنګامې همداسې روانې وې، په بازارونو کې هماغه جم و جوش او تګ راتګ روان و، په نيويارک، لاس اينجلس، پاريس، شانګهای، ډيلي، ماسکو، کراچۍ او لاهور کې هماغه د رڼاګانو ميلې لګېدلې وې، په شپه سبا کوونکو رڼاګانو کې شل اوريز ميچونه، د فوټبال نړۍ والې لوبې روانې او د هغې ننداره کوونکي او لاس پړکوونکي شوقيان ورته ناست وو، په شپې کلپونو (Night Clubs) کې ښه پرېمانه ويسکي او شراب څښل کېدل، ځينې لغړو فلمونو ته ناست وو، د هالي ووډ او بالي ووډ ايکشن او جنګي فلمونه او د هغو د لوبغاړو درواغجنو جلوو او ښکلاوو خلک تر خپل سحر لاندي راوستي وو، د ډرامو، تلويزيون، سينما او سټېج نندارو بازار لا پسې په ګرمېدو و، د خپل جسم د ښکلاوو نندارې ته وړاندې کوونکې ښځينه لوبغاړې د خلکو د سترګو تور ګرځېدلې وې، له همدې ناروا لارو خپلې ناروا پيسې لا پسې زياتوونکي سوداګر د لا ډېرو پيسو په پيدا کولو پسې لالهانده وو، د رسنيو ځلا، د اخبارونو مرچ او مساله او د سياست د بازار له مکر او فريبه ډکې هنګامې روانې وې، په ښارونو او بازارونو کې ښکته پورته کېدونکې ښځې او نارينه او د هغوی رابلونکي دوکانداران هم لا نه وو ستړي شوې، د شتمنو په دېرو او حجرو کې د ساز او سرود نندارې، د غريبانو په جونګړو کې ژړوونکې بې وزلي، په ودونو کې نه هېرېدونکې خنداګانې، په جنازو او روغتونونو کې نه ختمېدونکې ژړاګانې، د خدای په نوم د خپلو ګټو د خوندي کوونکو اسلامپالو هڅې، د مسکينانو له اړتياوو د شتمنو غفلت، د رشوت په ناروا پيسو د خپلو جيبونو ډکوونکو مامورينو کمالات او پر ټوله نړۍ د خپلې واکمنۍ چلولو له پاره د هر ډول وسلو، ناروا لارو چارو او چل او دوکې په لار اچوونکو سياستمدارنو منډې رامنډې د ژوند برخې وې…