لیکوال: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری
پېژندنه
ویټامین ډي یو مهم غذایي توکی دی چې لوی، واړه، نر او ښخې ټول ورته شدیده اړتیا لري، متأسفانه زموږ په هېواد کې یې کمبود زیات دی او ۹۵.۵٪ښځې او ۸۱٪ ماشومان د دې حیاتي مادې له کمښت سره مخ دي. دا هیښونکی خبر د تغذیې ملي سروې رابرسېره کړ چې په ۲۰۱۳ کې تر سره او راپور یې په ۲۰۱۴ کال کې مخکې خپور شو.
اهميت
ویټامین ډي د هډوکو د پوخوالي او قوت لپاره اساسي ارزښت لري. د بدن د مقاومت، ښه دماغي صحت، د ناروغیو د رغېدلو، د عمر د اوږدېدو، د التهاب (پړسوب) د کمښت او له مزمنو ناروغیو څخه په خلاصېدو کې برخه اخلي. ویټامین ډي، ځکه هډوکي قوي کوي، چې له کولمو څخه وینې ته د کلسیوم او فاسفیت جذب او په وینه کې یې معینه اندازه ممکنوي او له دغو مادو د هډوکو اصلي برخه جوړېږي.
د کمښت زيانونه
که ویټامین ډي په بدن کې کم وي، نو ډېرې ستونزې رامنځته کوي : په ماشومانو کې د ریکټس ناروغي منځته راوړي چې د ماشومانو د هډوکو د کمزورۍ او بد شکلیو سبب کېږي. په مېرمنو کې د اوستیو ملیشیا (Osteomalacia) سبب کېږي چې هډوکي پکې نرم او کمزوري وي. په لوړ عمر کې اوستیوپوروز (osteoporosis) رامنځ ته کوي چې هډوکي وراسته او له منځه سوري کېږي او د ماتېدو خطر یې زیاتېږي. همدا راز د ویټامین ډي کمښت د الزهایمر د ناروغۍ خطر دوه چنده کوي (چې پکې حافظه کار نه کوي). د حافظې د کمروزۍ، د شکرې ناروغۍ، د زړه او رګونو د ناروغیو، مخکې له وخته مړینو، د کولمو، سینې او پروستات سرطانونو، عصبي ـ عضلي دردونو، اوتوامیون ناروغیو (داسې ناروغۍ چې د بدن حجرې د خپل ځان په وړاندې جګړه پيلوي)، اوتیزم (یوه دماغي ناروغي)، انفلوینزا، د ملټیپل سکلیروزز (multiple sclerosis) په نوم د یوې جلدي ناروغۍ او ځینو نورو ناروغیو سبب کېږي او یا دغو ناروغیو ته زمینه جوړوي.
د دې برعکس د لمر وړانګې او ویټامین ډي له دغو پورته حالاتو مخنیوی کوي. همداراز د خوب کیفیت ښه کوي، د پسوریازز په نوم یوې جلدي ناروغۍ له رغېدو سره مرسته کوي او ژور خفګان له منځه وړي.
د ستونزې وسعت
د ویټامین ډي کمښت یوازې په افغانستان کې ستونزه نده. په ځینو نورو ملکونو کې هم دغه ستونزه شته او یا مخکې موجوده وه. زموږ په جنوبي ګاونډیانو هند، بنګله دېش او پاکستان کې دغه ستونزه ستره ده، خو په شمالي ګاونډيو کې یو څه کمه ده. په غربي هیوادو کې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې اتیا سلنه ماشومان د دې ویټامین په کمښت اخته وو، خو اوس دغه ستونزه کنټرول شوې ده. البته د هډوکو نرمښت اوس هم د امریکا په ۴۰ میلونه ښځو کې شته.
ولې لا دا ستونزه دومره پراخه ده؟
په اوسنۍ زمانه کې چې کاري مصروفیتونه بېخي زیات شوي، نو فزیکي فعالیت او له لمر سره تماس تر ډېره حده کم شوی دی. دا ډول عادت د ویټامین ډي په فعالېدو منفي اغېزه لري. هغه څوک چې ویټامین ډي لرونکي خواړه نه خوري، د معدې او کولمو ناروغۍ لري یا یې عملیاتونه کړي وي، هم د دې ویټامین له کمښټ سره مخ دي. افغان مېرمنې زیاتره په کورونو کې د لمر له وړانګو لیرې اوسېږي، که بهر ته هم وځي، ځان په لباسونو کې ډېر پېچي، نو ځکه تر ټولو ډېرې د ویټامین ډي له کمښت سره مخ دي. ډېر کوچني ماشومان او زاړه خلک هم لدې امله چې زیاتره په کورونو کې وي، د ویټامین ډي له کمښت سره مخامخ دي. امیندوارې او شیدې ورکوونکې میندې، تورپوستکي، چاغ خلک، نوي بالغان او له لمر څخه نور لیرې خلک هم په دې ډله کې شامل دي.
حل لاره
اوس دا پوښتنه ذهن ته راځي چې د دومره لویې ستونزې حل څه شی دی؟ د ویټامین ډي تر ټولو ښه او بې لګښته منبع د لمر وړانګې دي. د افغانستان لمر پوره اولترا ویلیټ (ultraviolet) وړانګې لري چې د بدن په پوستکي کې ویټامین ډی فعالوي. په کابل کې د هوا د ککړوالی له امله تشویش موجود و، چې دوړې او خاورې به دغه وړانګې ځمکې ته راپرېږدي که نه؟ خو علمي څېړنو چې د ټکنالوژۍ په مرسته تر سره شوې، ثابته کړه چې په کابل کې د لمر وړانګې د ویټامین ډي د جوړولو لپاره کافي دي. لمر ته د مخامخ کېدوبهترین وخت د سهار دنهو او یوولس بجو تر منځ وخت دی. که د بدن یوه ځانګړې برخه لکه لاسونه او پښې لمر ته هره ورځ لږ تر لږه ۱۵ دقیقې مخامخ شي، د بدن د اړتیا وړ ویټامین ډي به فعال شي. لمر ته مخ او سترګې مه مخامخوئ، ځکه د بدن نازک غړي او پوستکی له لمر سره د زیات تماس په صورت کې تخریبېدای شي. لمر ته په مخامخ کېدو کې د پوستکي رنګ هم رول لري، د نازکه او سپين پوستکي لرونکي وګړي دې د کم وخت لپاره او د تور او ډبل پوستکي لرونکي دې نسبتاً د زیات وخت لپاره لمر ته خپل جلد مخامخ کړي. د بدن هغه برخه چې لمر ته مخامخوئ، تر ۴۸ ساعتونو پورې په صابونه مه مینځئ.
د لمر سره د تماس د دومره ډېرو ګټو په څنګ کې پدې پوهېدل هم ضرور دي چې له حده ډېر وخت او ډېر سوزند لمر ته دوامدار مخامخېدل د نازکو پوستکو د تخریب سبب کېږي (چې میکروبي کېدو ته مساعدېږي)، همدا راز په نادرو پېښو کې د پوستکي د سرطانونو، د پوستکي د غونجوالي، د سترګو د ناروغیو او په څېره کې د زړښت د نښو دراپیدا کېدو سبب کېږي، نو لمر حیاتي ارزښت لري، خو په اندازه!
د ویټامین ډي تابلیتونه، ویالونه او کپسولونه هم شته چې د ډاکتر په مشوره باید واخیستل شي.
له خوړو څخه ویټامین ډي اخیستل ضرور دي، په هګیو، شیدو، مستو، حبوباتو، نارنج، ماهي او دماهي په غوړو، ځیګر او بحري خوړو کې ویټامین ډي په یوه اندازه شته، خو په هر صورت باید د لمر شعاع هېره نشي، ځکه یوازې له خوړو څخه ویټامین ډي اخیستل کافي ندی. په غني شوو خوړو کې ویټامین ډي تر نورو خوړو زیات دی.
ويټامين ډي او د عمر اوږدوالی
ځینو څېړنو ښودلې ده چې د ویټامین ډي متوازنه اندازه د بدن په حجرو کې ځینې جوړښتونه پیاوړي کوي چې د اوږده عمر سبب کېږي، خو دا مسئله په پوره ډول نده ثبوت شوې. د پنځوس هغو څېړنو له بیا کتنې چې په کوچران ډیټابیس کې ثبت شوي دي، دا څرګنده شوې ده چې د ویټامین ډي پوره اندازه د مخکې له وخته مړینو په کمښت کې رول لري. ځینو څېړنو ښودلې ده چې ویټامین ډي د بدن په حجرو کې د تیلومیر په نوم د یو جوړښت له پیاوړتیا او اوږدېدو سره مرسته کوي. که تیلومیر اوږد وي، د عمر د اوږدوالي او سرطان له مخنیوي سره مرسته کوي.