لیکنه: لقمان حکیم حکمت
ايا فلسطين په ديني يا تاريخي لحاظ سره د يهودانو حق دی ؟
بني اسرائيل د يعقوب عليه السلام اولاده وه او دوی فلسطين ته د موسی عليه السلام څخه وروسته د يوشع بن نون عليه السلام په مشرۍ او قيادت هغه مهال ورننوتل چې د جبابرو سره يې د جنګ غوڅه پرېکړه وکړه .
فلسطين د بني اسرائيلو له راتګ څخه مخکې په درېو قبيلو اباد وو :
فينقيان: دوی په فلسطين کې له ميلاد څخه وړاندې (۳۰۰۰) کاله د سپينې منځنۍ بحيرې په شمال کې ميشت وو .
کنعانيان : دوی د فلسطين په منځ کې د فينقيانو جنوب اړخ ته پراته وو او ورپکې (۲۵۰۰۰) کاله ميشت وو .
دا دواړه هغه د عربانو قبيلې وې چې د عربانو له جزيرې څخه يې ورته هجرت کړی و ، بيا تقريبا له ميلاد څخه وړاندې په (۱۲۰۰) کاله شاوخوا کې له کريت څخه د فلستين په نامه قبيلې راغلې او د سپينې منځنۍ بحيرې سره په څنګ د غزې او يافا نومې ځایونو کې ځای پر ځای شوې .
کنعانيانو به دغې خلکو ته فلسطينان ويل بيا دغې نوم دومره ترقي وکړه چې ټول قلمرو په فلسطين ونومول شو( اليهودية : ۴۱ ، د احمد شلبي لیکنه ).
هغه معلومات چې يهودانو پخپلو ليکنو کې او د دغې منطقې د تاريخ په هکله ليکل شويدي ، دا دي چې د دغې قبائلو او د يهودانو ترمنځ زياتې خونړيزې پېښې رامنځ ته شوې دي او دغې جنګونو خپل لاس په منطقه کې د يهوديانو د ويستلو پورې وغځو .
د تاريخ له نګاه نه مونږ داسې پوهيږو چې يهودان د فلسطين لومړي اوسيدونکي نه دي، بلکې دوی د فلسطين د ځينو هغې برخو واکداران جوړ شول چې لومړی يې واک د بل چا په لاس کې و .
او له ديني نګاه نه داسې پوهيږو چې قرانکريم کې الله پاک د موسی عليه السلام په ژبه فرمايي : [ يَا قَوْمِ ادْخُلُوا الْأَرْضَ الْمُقَدَّسَةَ الَّتِي كَتَبَ اللَّـهُ لَكُمْ وَلَا تَرْتَدُّوا عَلَىٰ أَدْبَارِكُمْ فَتَنقَلِبُوا خَاسِرِينَ ] (سورت مائدة : 21 )
ژباړه: ای زما قومه تاسو دغې دعزت وړ ځمکې ته ورننوځئ هغه ځمکه چې ستاسو لپاره الله ليکلې ده او پخپلو شاګانو باندې مه ګرځئ ګېنې زيانمن به شئ.
نو الله تعالي وفرمايل چې [كَتَبَ اللَّـهُ لَكُمْ ] ابن اسحاق وايې : يعني تاسو ته الله پاک هبه کړېده .
سُدّي وايي: هغه ځمکه چې تاسو ته پرې الله امر کړیدی. قتاده وايي : دغې قوم ته پرې داسې امر شوی و لکه مونږ ته چې په روژه او لمونځ او زکات او په عمرې کولو امر شوی دی(تفسير ابن جرير: 6/ 173) فتح القدير د شوكاني ليكنه : 2 / 69 )
نو د الله پاک دا قول چې [ كَتَبَ اللَّـهُ لَكُمْ ] ورڅخه د بعضو علماوو په رأيه تمليک نه دی مراد ، خو نور ځينې علماء وايي چې تمليک ورڅخه مراد دی په دې شرط چې ورته داخل شي .
نور ځينې وايي : چې له دې څخه هبه مراد ده ، خو بهر حال په دې کې د دې هېڅ دليل نشته چې يهودان په فلسطين کې ديني حق لري او د دې وجه دا ده چې الله پاک په مؤمنانو باندې د ايمان په حال کې زيات شمېر احسانونه کوي ، دغه حالات د يهودانو لپاره هغه مهال وچې کله مؤمنان وو، د کفر په حالت کې هيڅ راز حقوق نه لري.
بني اسرائيلو ته چې کله الله پاک دغې ځمکې ته په ورننوتلو امر وکړ هغوی په شا لاړل ، نو الله پاک تري دغه ځمکه رابنده کړه خوچې کله يې بيا د الله پاک امر ومنو نو الله پاک هم ورته سمدستي ورکړه.
ابن کثير ددغې ايت لاندې ذکر کوي چې [كَتَبَ اللَّـهُ لَكُمْ ] معنی داده چې: الله پاک ستاسو پلار سره د دې وعده کړېده چې څوک هم ستاسو څخه په الله پاک باوري شي دغه ځمکه به ورته په ميراث کې پاتې وي(تفسير ابن كثير : ۲ / ۳۶ ).
د دې تفسير په بناء دوی هله حقوق لرل چې کله مؤمنان وو ، خو ولې د کفر په حالت کې د ذرې په اندازه هم حق نه لري.
او په دې خبره د الله پاک دا قول دليل دی چې : [فَأَوْحَىٰ إِلَيْهِمْ رَبُّهُمْ لَنُهْلِكَنَّ الظَّالِمِينَ وَلَنُسْكِنَنَّكُمُ الْأَرْضَ مِن بَعْدِهِمْ ذَٰلِكَ لِمَنْ خَافَ مَقَامِي وَخَافَ وَعِيدِ ] (سورت ابراهيم : ۱۴ )
ژباړه: الله پاک ورته وحي وکړه چې مونږ به ضرور ظالمان هلاکوو ¬* اوله دوی څخه به وروسته همدا تاسو په دې ځمکه کې ووسوو ، دا دهغه چا لپاره ديچېزما په وړاندې له ودرېدو اوعذاب څخه ويريږي.
او الله پاک فرمايي: [ وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ ] (سورت انبياء : ۱۰۵)
ژباړه: او يقينا چې مونږ په زبور کې د ذکر نه وروسته دا ليکلي وو چې دا ځمکه به زما نيکان بندګان په ميراث کې اخلي.
خو يهودان چې کله هم په الله پاک او د هغه په پيغمبرانو نه باورلرونکي نه شول اوبرعکس د الله پاک د غضب او لعنت وړوګرځېدل ، په دغې عزتمندې ځمکه کې يې حقوق هم له منځه ولاړل او دغه ځمکه د هغه مؤمنانو اساسي حق وګرځېد چې دآيت په اخر کې يې ذکر راغلی دی ، چې [ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ ] .